Homeخبرونهدولتي مامورينو ته د ۲ مياشتو د معاشونو د ورکړې ادعا وشوه

دولتي مامورينو ته د ۲ مياشتو د معاشونو د ورکړې ادعا وشوه

تاند:( جمعه ، د قوس نولسمه)‏‏‏د طالبانو حکومت دا ځل د دولتي مامورينو د دوه مياشتينيو معاشونو د ورکړې ادعا کړې ده.

د طالبانو د حکومت يوه وياند احمد الله وثیق دغه ادعا نن پر خپلې ټویټر پاڼې کړې ده.

هغه ليکلي :(( ‏ډیر خوشحاله یم حکومت خپله وعده پوره کړه، مامورینو ته د دوو مياشتو د معاشاتو د ورکړې بهیر پيل شو. ))

ښاغلی وثیق زياتوي:(( تیره ورځ د راډيو ټلويزيون مامورينو ته وويل شول،معاشات مو اکاونټونو ته حواله شوي د بانک له لارې يې واخلئ.))

احمد الله وثیق په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبان په وروستيو کې، بيا- بیا د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې ادعاوې کوي، خو په نه عملي کولو يې باور ته زيان رسيدلی.

په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د استازیتوب لپاره ټاکل شوي خو رد شوي سفیر سهیل شاهین اوړمه ورځ په يوه مرکه کې ادعا وکړه، چې د دوی ادارې د افغانستان ټولو دولتي کارکوونکو ته درې میاشتیني معاشونه ورکړي دي.

‏په ټولنیزو رسنیو کې دولتي کارکوونکي دوی ته د بیا- بیا ژمنو پر خلاف د معاشونو له نه ورکول کیدو شکایت لري.

د مالیې وزارت یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط پرون تاند ته وويل، چې طالبانو له لسګونه دولتي ادارو څخه یوازې د دغه وزارت کارکوونکو ته د یوې میاشتې معاش، هغه هم د طالب مشرانو لخوا د نوي وضع شوي نورم له مخې ورکړی، چې مامورینو ته ملاماتونکی او ډېر ناڅيزه دی.

شاوخوا یوه مایشت وړاندې د طالبانو مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د درې میاشتې معاشونو د یو ځای ورکړې اعلان وکړ، خو دوه اونۍ مخکې دغه اعلان له درېیو میاشتو څخه د دوه میاشتې معاشونو د ورکړې اعلان ته راښکته شو.

له دې سره هم دولتي کارکوونکي وایي، چې څلورمه میاشت یې په پوره کیدو ده،خو طالبانو د یوې میاشتې معاش هم نه دی ورکړی.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پيله د دولتي کارکوونکو معاشونه هم د نوي نورم په اساس تنظیم کړي، چې ډېرو برخو کې تر نیمایي هم معاشونه کم شوي او مامورین یې د دوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسندوی نه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...