دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل کې چاودنې، د ۲ تنو وژل کيدل او ۴ تنو ټپي...

کابل کې چاودنې، د ۲ تنو وژل کيدل او ۴ تنو ټپي کیدل تایید شول

تاند:( جمعه ، د قوس نولسمه)‏‏‏ د کابل په لويديځ کې نن ناوخته ۲ چاودنې شوي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستي د دغو چاودنو د تايید تر څنګ ويلي، چې په ترڅ کې یې ۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د‌ هغه په وينا لومړۍ چاودنه په دشت برچي سيمه کې شوې، چې ۲ تنه يې وژلي او ۳ تنه پکې ټپيان دي.

دویمه چاودنه هم د کابل په لويديځ کې د علي مزاري څلور لارې ته نيږدې شوې، چې د سعيد خوستي په وينا يوه مېرمنه پکې ټپي شوې ده.

سعيد خوستي د چادونو څرنګوالی او هدفونه نه دي په ډاګه کړي، خو ويلي چې د دواړو په ترڅ کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خپلواکو سرچینو تراوسه د طالبانو د وياند خبرې تاييد یا رد کړي نه دي.

د چاودنو مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د کابل په لويديځ کې د ورته څو پېښو مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی و.

په وروستيو ورځو کې له کابل څخه د یو شمېر امنیتي پېښو خبرونه ورکول کيږي، خو طالبان یې د جزییاتو په پټولو او رسنیز سانسور تورنيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب