دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: ښځې هم د افغانستان پانګې دي خو کنګل شوې دي

اروپايي ټولنه: ښځې هم د افغانستان پانګې دي خو کنګل شوې دي

تاند:( جمعه ، د قوس نولسمه)‏‏‏ ‏د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو چلند غندلی.

د افغانستان لپاره د دې ټولنې ځانګړی استازی ټامس نیکولسن وايي، د افغانستان د کنګل شوو پیسو په اړه اندېښمن دی، خو دده په وینا ښوونځیو ته د نجونو نه تګ، د ښځو پر کار بندیز د افغانستان بله کنګل شوې سرمایه ده.

نیکولسن وايي یو انتقالي حکومت کولای شي دا سرمايې راخلاصې کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي ییا ويلي، چې دوی د اسلامي اصولو له مخې د نارینه او ښځینه وو ټولو حقونو ته ژمن دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې نن د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت يو ځل بيا له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو د زده کړو نقض کړی حق تامین کړي.

د نجونو د ښوونځيو بيرته پرانيستل، له طالبانو څخه د ملګرو ملتونو مشخصه غوښتنه ده، چې په ژر عملي کولو يې ټینګار شوی دی.

د طالبانو له واکمنیدو سره، شاوخوا ۴ ميليونه افغان نجونې د زده کړو او سلګونه زره نور هم د کار او فعاليتونو له حقونو محرومې شوې دي.

طالبان له دې کبله د بشري حقونو په نقض تورن دي او د نړیوالو له لوري یې د نه په رسميت پېژندلو یو عمده دليل هم، د بشري او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو نقضول دي.

طالبان بيا په دې اړه تورونه ردوي او رئيس الوزرا يې مولوي محمد حسن اخند د دوی له لوري د ښځينه حقونو تامين په افغانستان کې بېساري ګڼلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم په يوه مرکه کې ادعا کړې وه، چې د بشري حقونو په تامينولو کې هم دوی په نړیواله کچه بېساري دي.

ډاکټر نعيم دا هم ویلي وو، چې دوی خپلو نړيوالو منتقدینو ته د بشري حقونو د اصلي مفهوم په اړه ورکشاپ جوړولو او تدريس ته هم چمتو دي.

د‌ بشري حقونو نړيواله ورځ په نړۍ کې په داسې مهال نمانځل کېږي، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون تړل شوی او ډېری مشران، کارکوونکي او فعالان يې یا له هېواده وتلي او يا پټ ژوند يې غوره کړی.

طالبانو له واک ته رسېدو مخکې، د بشري او ښځينه حقونو اصطلاحات کفري او استعماري ګڼل او ډېر ځله یې فعالان او دفترونه تر حملو لاندې راوستي وو.

1 COMMENT

  1. نړیوان پدی ډیر ښه پوهیږی چی تالبانو سره د خبرو له لاری د افغانانو او په خاص ډول د ښځو او نجونو د حقونو لپاره خبری کول او یا ورته زاری کول خپل ځان تیریستل دی.

    زه پدی پوره باورلرم چی نړیوال او دملګرو ملتونو استازی هم پدی ښه پوه دی چی د تالب نه د انسانیت امید لرل داسی دی لکه د یو شین خر نه چی د سپینو شیدو د چینو د رابهیدو امید لرل وی.
    زه پدی هم باور لرم چی نړیوال غواړی پداسی کړنو او خبرو د افغانانو په زړونو کی د ځان لپاره د خواخوږۍ ځای پیداکړی خو په واقیعت کی دا ډول خبری او کړنی د افغانانو لپاره د هیڅ یو درد دوا کیدلی نه شی.

    د وحشت او تور جهالت سره باید ددوۍ په ژبه خبری او چلند وشی او هغه دا چی ددوۍ فعالیتونه په نړیړاله سطح محدود شی، او تالبان د بشر د حقوقو د سرغړونو په صورت کی چی هره ورځ دوۍ د افغانانو حقونه د خپو لاندی کوی او افغانان وژنی مجازات شی. نړیوال عدالت کی يی نومونه د مجریمانو په لست کی شامل شی او داسی بندیزونه پری ولګول شی چی یوازی تالب ته صدمه ولری لکه په قطر او یانورو ځایونو کی په فعالیتونو بندیز او هغه شبکی چی د تالب جنګی ډلو سره مرستی کوی هم مجازات شی.

    تالب د افغانستان د نماینده ګۍ حق نه لری او نه د افغانستان نماینده ګی کوی نو باید د افغانسان سرمایه په نړیوالو بانکونو کی ددوۍ په لاس کی ور نه کړل شی بلکه د اسرمایه دی د هغو افغانانو کورنیو ته ورکړل شی چی د تالب د وحشت له امله يی د خپلی کورنۍ غړی په بمونو الوځول شی او د چا پلرونه، اولادونه. خویندی ورونه او د کور نور غړی له لاسه ورکړی دی.

    تالبانو افغانستان ته هیڅکله خوښی او ښیرازی نه ده راوړی او نه يی راوړی او نه ورنه افغانان او افغانستان
    هیڅ امید لری.
    نړیوال باید د افغانستان د رښتینو خواخوږو سره که په افغانستان کی وی او که د افغانستان نه بهر وی په منظم ډول خبری وکړی او نظر پوښتنی ورنه وشی چی د افغانانو د برخلیک په هکله په ګډه تصمیم ونیس او عملی يی کړی.
    یو وار بیا باید ووایم چی د تالب نه د خیر امید داسی دی لکه د نر خر نه د سپینو شیدو د چینو د رابهیدلو انید کول.

    د تالب سره په خبرو وخت ضایع نه کړۍ بلکه بی وزله افغانانو سره چی د فقر له لاسه د مرګ په پوله ولاړ دی مرسته وکړۍ او لکه د رمضان بشر دوست او نورو په هیواد مینو او د افغانانو په درد دردمنو هیواد والو سره ددې بحران د حل لاری ولټوۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب