دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامریکايي قوماندان وايي، په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړیو شمېر...

امریکايي قوماندان وايي، په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړیو شمېر زیات شوی

تاند (شنبه، د قوس ۱۹ مه) په منځني ختیځ کې د امریکا عمومي قوماندان جنرال فرانک مکینزي وايي، د اګست په نیمايي کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د القاعده شبکې د غړیو شمېر په افغانستان کې زیات شوی دی.

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو او استتخباراتو له وتلو وروسته په افغانستان کې د القاعده او نورو سختدریځو ډلو څرک لګول سخته شوي دي.

دی وايي، د پخوا په پرتله یې په افغانستان کې د سختدریځو ډلو د څرک معلومولو وړتیا ښايي اوس شاوخوا یو یا دوه سلنه وي. خو که ناممکنه نه وي نو ډېره سخته ده چې یقیني کړي القاعده یا اسلامي دولت ډله له افغانستانه امریکا ته ګواښ پېښولی شي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، جنرال فرانک مکینزي وویل، د افغانستان نوي طالب واکمنان په خپل منځ کې پر دې اختلاف لري چې له القاعده شبکې سره د اړیکو د شلولو په اړه د ۲۰۲۰ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې ژمنې عملي کړي او که یې سرغړونه وکړي.

د جنرال میکنزي په وینا دا بیخي ښکاره ده چې القاعده هڅه کوي؛ په افغانستان کې ځان فعاله کړي خو ځینې سختدریځي افغانستان ته له بې کنټروله پولو ورځي چې د امریکا لپاره د هغو د شمېر معلومول ګرانه کار دی.

مکینزي او نورو امریکايي چارواکو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو تر وتلو مخکې هم ویلي و چې د ځواکونو له ایستلو وروسته دا خطر شته چې طالبان خپلې ژمنې ماتې کړي او د القاعده په شان سختدریځو ډلو ته پناه ورکړي.

ده وویل چې د اګست له دېرشمې وروسته، چې ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل، امریکايي پوځیانو په افغانستان کې هیڅ برید نه دی کړی او بریدونو ته استخباراتي معلومات پکار دي.

مکینزي القاعده د طالبانو لپاره هم لویه ستونزه وبلله ځکه چې له دې ډلې سره یې د اوږدې مودې لپاره اړیکې پاللي دي.

القاعده شبکې په ۲۰۰۱ م کال د امریکا په نیویارک او واشنګټن کې د سپټمبر د یوولسمې حملې تنظیم کړې وې.

او له همدې کبله امریکا په ۲۰۰۱ م کال د طالبانو پر رژیم برید وکړ او هغه یې نسکور کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب