یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د پوهې یو بل څلی هم ونړېد د ډوکتور عبدالرزاق پالوال...

د پوهې یو بل څلی هم ونړېد د ډوکتور عبدالرزاق پالوال مړینه

پوهندوی آصف بهاند

بیا هم د مړینې خبر، بیا هم د وطن د یو عالم او پوه د مرگ خبر خپور شو او په اورېدو سره یې د ډېرو فرهنگیانو زړونه وکړېدل او ونلېدل. دا دی یو ځل بیا د مرگ استازي زموږ د فرهنگ پر یو خدمتگار باندې لاس بر شو او د فرهنگ له بڼ څخه یې په ارامۍ سره وریبه او له موږ څخه یې جلا کړ.

په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي پخوانی استاد، توکمپوه، ژبپوه، د تاریخ محقق، شاعر، لیکوال او د افغانستان د ژبو د اطلس پروژې دانشمند غړی عبدالرزاق پالوال په کندهار کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شوی دی.

د ډوکتور پالوال د مرگ خبر ما ته استاد معصوم هوتک د تیلیفون پر کرښه راکړ، ما چې د معلوماتو غوښتنه وکړه، ده په عالمانه فرهنگي مهربانۍ سره دا لاندې معلومات او د پالوال صاحب د دریو چاپ شوو کتابونو د لومړي مخ عکسونه زما په پته راولېـږل:

«داکتر عبدالرازق پالوال د کابل پوهنتون د ادبپوهنځي پخوانی استاد نن په کندهار کي له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات سو او د کندهار پوهنتون د مشاهیرو په هدیره کي به خاورو ته وسپارل سي.

داکتر پالوال په کندهار کي زېږېدلی او له میرویس لېسې څخه فارغ سوی وو. لیسانس ئې د کابل پوهنتون له ادبپوهنځي پښتو څانګي اخیستی وو او سمدستي په کدر کي نیول سوی وو. په توکمپوهنه کي په امریکا کي دوکتورا اخیستې وه او په ژبپوهنه کي ئې پراخي څېړني کړې وې. د افغانستان د ژبو اطلس په پروژه کي د ده کار او ساحوي ریسرچ ونده ډېره غوښنه وه. دی په ژبپوهنه کي د دکتور زیار, دکتور تږي, بایزید اڅک په همردیفو کي کڼل کېدی.  په ادبپوهنځي کي زیات کلونه استاد وو. د «پښتو مصدر»، «معیاري ژبه» او «د پښتنو تاریخ» اثرونه ئې درانه علمي آثار دي چي چاپ سوي دي. دغه راز ئې د ژبي او ادب په باب په لسهاوو مقالې په هیوادنيو مطبوعاتو کي خپرې سوي دي.

علامه رشاد ليکلي دي چي د پښتوــ جاپاني قاموس ليکوال اود جاپان د شيمونوسکي نومي بندر په پوهنتون کي استاد ښاغلی نواتا تېڅو سن وايي ٌ زما د پښتو ژبي استاد ښاغلی عبدالرازق پالوال دی. ٌ (٤) .

(٤) پښتوڅېړني ـــ دوهم ټوک ـــ دوهمه برخه ــــ د پښتو، جاپاني قاموس په باب داکاډميسن عبدالشکور رشاد مقاله ـــ ٤ مخ ــــ ١٣٦٧ ش ـــ کابل»

د پالوال عملي ژوند او ژوندلیک ته په کتو سره داسې ښکاري چې ده په تانده ځوانۍ کې تر نورو فرهنگیانو څو چنده لا ډېر د زدکړې او پوهې د ترلاسه کولو شوقي و او د دې موخې د ترسره کېدو له پاره یې لرې، لرې ملكونو ته سفرونه وکړل، د زدکړو لړۍ یې بشپـړه کړه او تر خپله وسه یې د پوهې له سمندر څخه د خپلې خوښې وړ څاڅکې را واخیستل.

په خپله تانده ځوانۍ کې یې د زدکړو ترڅنگ، قلم چلول او لیکل هم وکړل. ده په خپله ویلي دي چې د اووم ټولگي زده کونکی و چې منظومې او منثورې لیکنې یې پیل کړې.

(بېنوا عبدالرؤف، اوسني لیکوال (بشپـړ متن)، ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال، علامه رشاد خپرندویه ټولنه ـ کندهار، ۱۳۸۸ ش ــ ۲۰۰۹ کال، ‍‍‍۱۸۶ ام مخ)

او په پای کې د ۲۰۲۱ ام کال د دسمبر پر شپـږمه نېټه (۱۴۰۰ ام کال د لیندۍ پنځلسمه) پر خلکو او وطن باندې مین زړه له تپېدو پاتې شو.

ویل کېـږي چې د پالوال د جنازې په مراسمو کې دومره خلکو گډون نه و کړي، دا خبره چې د یو محب وطن فرهنگي چې لوړې زدکړې یې درلودې، ښه قلم، او د کار ډېره ښه سابقه لري او گڼ اثار هم ورنه پاتې دي او د وروستې مخه ښې او خاورو ته سپارولو په مراسمو کې یې په دومره لږ شمېر  د خلکو گډون هر څوک حیرانوي. دلایل به یې د هر چا له نظره بیل وي: ښايي د کورونا وبا وېره، ښايي سیاسي ــ نظامي ستونزې، ښايي د گڼو فرهنگیانو بېځایه کېدل او…

د فرهنگي ژوند په اوږدو کې یې تر پنځوسو ډېر اثار ولیکل. ښاغلی مطیع الله روهیال د اوسني لیکوال د پالوال د بیوگرافۍ په لمن لیک کې د پالوال صاحب د اثارو په باب داسې لیکلي دي:

«د ښاغلي ډاکتر پالوال هغه چاپي اثار چې ما (روهیال) ته معلوم دي: (۱) پښتو نوی مصدر ۱۳۴۲ ش. (۲) د شاه مقصود زیارت او د هغه تاریخي او اجتماعي ارزښت ــ د خپلواکۍ مجلې په پرله پسې گڼو کي خپور سوی دئ. (۳) د کالام تاریخ ــ د دغه تاریخ لیکوال مولوي ماتکیرالي دئ، انگلیسي ترجمه یې ښاغلي ډاکتر پالوال کړېده، چي د جرمني د انتورپوس مجلې په څو پرله پسې گڼو کي خپور سویدئ. (۴) د پښتنو نوی پخوانی تاریخ ــ ۱۹۹۴ع. (۵) معیاري پښتو ــ ۱۳۸۴ ش.»

(بېنوا عبدالرؤف، اوسني لیکوال (بشپـړ متن)، ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال، علامه رشاد خپرندویه ټولنه ـ کندهار، ۱۳۸۸ ش ــ ۲۰۰۹ کال، ‍‍‍۱۸۷ ام مخ لمنلیک)

خو نن سبا په میډیا کې د پالوال صاحب د اوو چاپ شوو اثارو یادونه کېـږي چې ښايي د روهیال صاحب له خوا د پنځو یادو شوو اثارو نه وروسته دوه نور کتابونه چاپ شوي وي. د پالوال صاحب چاپ شوي اثار چې قلموال یې نومونه په میډیا یادوي. دا دي:

۱ ــ د پښتنو نوی او پخوانی تاریخ (لومړی ټوک، په انگلیسي ژبه او دوهم ټوک په پښتو ژبه)،

۲ ــ د پښتو نوی مصدر، د ۱۳۸۴ ل ل کال چاپ،

۳ ــ د شاه مقصود زیارت او د هغه تاریخي ارزښت،

۴ ــ د کالام تاریخ (له انگلیسي څخه ژباړه)،

۵ ــ معیاري پښتو،

۶ ــ موږ محوه کیږو،

۷ ــ وگړي دوزخیان دي.

د پالوال صاحب یو نږدې دوست او خواخوږی ښاغلي زلمي کرزي د یوې لنډې خو غنیمت مقالې (د دکتور پالوال مړینه یوه درد ناکه علمي او ادبي ضایعه ده) په ترڅ کې د پالوال صاحب د ژوند او له ده سره د ځینو خاطراتو یادونه کړې ده چې د ځانگړې پاملرنې وړ مقاله ده.

په مقاله کې ښاغلي زلمي کرزي د نورو خاطرو تر څنگ د ډاکتر پالوال له خولې داسې یوه خاطره هم راخوندي کړې ده چې د پالوال د فرهنگي شخصیت پر جوړونه باندې څنگه مشرانو فرهنگیانو اثر پرېـیښی و. د ښاغلي زلمي کرزي خاطره دا ده:

«… په ځواني کي مي شعري قریحه درلوده، کله، کله مي شعر وایه، هغه مهال زه د ادبیاتو د پوهنځۍ محصل وم له کابل څخه کندهار ته په رخصتي ولاړم، په ۱۳۳۹کال په کندهار کي د مطبوعاتو مدیر آغا محمد کرزی وو، شعر مي د ده دفتر ته وروړی، کرزی صاحب په ورین تندی راته وویل:

شاباس ډیر ښه شعر دی سبا به یي په طلوع افغان کي نشر کړم. خو ځوانه پالواله یوه خبره درته کوم، شعر ویل پریـږده د محصلی په جیب خرڅ هره میاشت یو کتاب رانیسه. د علمي، ادبي او تاریخي کتابونو په لوستلو سره ځان ورسوه او بیا په مقالو کښلو پیل وکړه. د محصلی په دوره کي مدام زما په غوږ کي دغه د فاضل کرزی صاحب خبره وه، کرار ـ کرار مي د کتابونه په رانیولو او لوستلو پیل وکړ او بیا مي څیـړنو او مقالو کښلو ته ملا وتړله نو پالوال په لږ وخت کي د ادب او فرهنگ ډګر ته یو نامتو او تکړه لیکوال راووت. شعرونه او مقالی یي د کندهار په طلوع افغان او د کابل په انیس ورځپاڼه کي نشر سویدي. همدا رنگه د پښتو په ځینو سمو کلماتو استعمالولو باندی یي ګټوری مقالی هم لیکلي دي…»

لکه د ډېرو نورو قلموالو او پوهانو د ژوند حالات او آثار، د پالوال صاحب بیوگرافي هم بېنوا صاحب په اوسني لیکوال کې ثبت کړې ده، چې د ځانگړي ارزښت درلودونکې ده. البته د پالوال صاحب د ژوند، زدکړو او فرهنگي کارونو په باب چې بېنوا صاحب څه معلومات په اوسني لیکوال کې خوندي کړی دی.

په اوسني لیکوال کې د پالوال صاحب د بیوگرافۍ لومړی مخ

په اوسني لیکوال کې د پالوال صاحب د بیوگرافۍ دویم مخ

په اوسني لیکوال کې د پالوال صاحب د بیوگرافۍ دریم مخ

د اوسني لیکوال له خپرېدو وروسته د پالوال صاحب په رسمي، شخصي او فرهنگي ژوند کې ډېر بدلونونه راغلي دي.

کومه بیوگرافي یې چې د قبر پر سر لوستل شوې، ګندهار میشنو فرهنگیانو په مرسته ما د همدې لیکنې د لا بشپـړتیا په غرض ترلاسه کړې ده، دا یې متن دی:

« پالوال صاحب وفات سو!

انا لله و انا اليه راجعون.

توکمپوه، ژبپوه، مؤرخ، لیکوال او څېړونکي ارواښاد ډاکتر عبدالرازق پالوال د حاجي عبدالخالق زوى د عبدالسلام لمسى او د ميراحمد کړوسى دئ، د ١٣١٧ل. کال د حوت پر ۲۱مه نېټه د کندهار ښار د کاکړو په کوڅه کي زېږېدلى او د باميزو په کوڅه کي لوى سوى دئ؛ په خټه پښتون خروټى دئ.

ډاکتر پالوال صاحب د لېسې زد کړي په ۱۳۳۷ل. کال په حاجي ميرويس نيکه لېسه کي بشپړي کړي او په ۱۳۴۱ل. کال د کابل پوهنتون د ادبياتو او انساني علومو له پوهنځي څخه فارغ سوی دئ.

په ۱۹۶۵م.کال ئې په اينډيانا پوهنتون کي د بشر پوهني په څانګه کي زدکړی کړي؛ په  ۱۹۷۱م. کال ئې د امريکا لویژيانا په دولتي پوهنتون کي په بشر پوهنه  کي ماسټري تر لاسه کړې او ۱۹۷۷م.کال ئې د بشرپوهني د مطالعاتو په څانګه کي د امريکا د پنسلوانيا په دولتي پوهنتون کي  دوکتوره (PH .D) لاسته  راوړې ده.

وروسته هیواد ته راستون او ۱۳۵۶ل. کال څخه تر  ۱۳۵۹ل. کال پوري په کابل پوهنتون کي د ادبياتو په پوهنځي کي د فلسفې او اجتماعي علومو په څانګه کي د پوهنوال په علمی رتبه کي استاد وو.

له ۱۹۸۰ –تر ١٩٩٧م. کال پوري  د جرمني په هايډلبرګ په پوهنتون د تدريس چاري او د مونشن په موزيم کي ئې کار کاوه.

له ۱۹۹۷څخه بيا تر ۲۰۰۲ م. کال د سهيلي پښتونخوا د پښين او سورخاب په سيمو کي ئې د مهاجرت ژوند کاوه ؛ په ۲۰۰۲ م. کال کندهار ته راغى او د کندهار ښار د څلرمي ناحيې د باميزو په کوڅه کي په خپل پلارني کور کي ميشت سو.

ډاکتر پالوال صاحب د ژبو د ثبت په برخه کي په زردیو، وردوج، زېباک، ایسکتول، سنګلېچ او مونجان کي د سنګلیچي او مونجي ژبو ثبت کړی دئ.

په ۱۳۴۳ل. کال ئې د کندهار ښار پښتو، هندويي، په فراه کي پښتو، د روزګان په میلکوه کي، په کنګ، په چخانسور، په ګاوني دورزي او په چاربورجک کي ئې بلوڅي ژبي ثبت کړي دي؛ همدغسي په رودباد، د هلمند په بلالکه کي ئې پښتو، په سپارک کي، په خلیج ، او بوست کی ئې هم پښتو ژبه ثبت کړې ده.

ډاکتر پالوال صاحب په پښتو، دري، اردو، عربي، انګليسي، ساسنکريټ او جرمني ژبو  پوهیدئ او په دې ژبو ئې ژباړي هم کړي دي؛  په انګليسي ژبه کي ناچاپ اثار هم لري.

منظومي او منثوري ليکني ئې دلېسې   له اووم ټولګي څخه  راپیل کړې او  د ژوند تر   وروستیو پوري ‎ئې دوام ورکړ؛ چي له مستقلو اثارو سره ئې  په ډېرو رسنیو کي لکه، وږمه، کابل، کندهار   مجلو طلوع افغان انیس ، هیواد او نورو اخبارو کي  په  متفرقه  ډول  خپرې سوي دي.

د لیکنو  په برخه کي مرحوم ډاکتر پالوال ګڼ شمېر اثار لیکلي، چي د چاپ سوو اثارو څخه ئې: د پښتو نوی مصدر اثر،  د پښتو نوی پخواني تاريخ دوهم ټوک، معياري پښتو، موږ محوه کيږو، وګړي دوږخيان دي اوسړيان هم لا د یادوني وړ دي؛ ناچاپ اثارو شمېر ئې تر ۲۶ عنوانو اوړي،  چي د ځینو اثارو نومونه ئې دادي: د پښتو نوی پخوانی تاریخ دریم او څلرم ټوک،د پټي خزانې تاریخي اصالت،  په اسلام کي د ښځو ازادي که ځان پوښ او کوربندي، د قران شریف ترجمه په کندهارۍ پښتو سره،  د تورات ترجمه او شننه،  د بودایت اصل او بنیاد، د ښوراوک بړېڅان،  د واده داستان په غاړو کښي،  پالوال په باغ  ارم کښي له شاپېریانو سره، د کابل د دارالتادیب مطالعه په انګلېسي ژبه، د پنځه شپږ کلن پالوال تېښته، ګوډ تېمور، ابراهیم (ع) په دین او تاریخ کښي او نور.

مرحوم ډاکتر پالوال صاحب  ټول ژوند له کتاب مطالعې او تحقق سره وو، چي د ژوند په وروستیو کي ئې حال د ډېر زړسوي وو او په خورا بېوسۍ او بېکسۍ کي ئې ژوند کاوه.

چي بلاخره د عمر په ۸۳کلنۍ کي د لیندۍ میاشتي پر ۱۵مه نېټه د دوشنبې په شپه وفات سو.

روح دې ښاد، جنت دې ځای وي.

جنازه ئې د دوشنبې په ورځ ماپښين ۳بجې د کندهار د مشاهيرو په هديره کي د ارواښاد پوهاند باوري صاحب تر څنګ خاورو ته و سپارل سوه.

مرحوم دوه اولادونه لري، چي یو ئې زوی او بله ئې لور ده، چي له هیواده لیری په جرمني کي اوسي.»

د پالوال صاحب د ژوند وروستي کلونه یو څه په کړاو سره تېر شول. ده له امریکا غږ سره یوه مرکه کړې وه چې ځینې برخې یې د ویدیو له مخې دلته لیکم:

«… په زپپوهنه او توکمپوهنه کې یې له امریکا څخه خپله ماستري او ډوکتورا ترلاسه کړې ده، د خپل عمر ډېره برخه یې په تدریس او څېـړنه باندې تېره کړې ده، په پښتو، دري، انگلیسي، عربي او جرمني ژبو باندې گڼ لیکل شوې آثار ورنه پاتې دي چې شمېر یې تر پنځوسو هم اوړي، اوه اثره یې چاپ شوي دي او نور یې ناچاپ دي.

د افغانستان د فرهنگ دا ځلانده ستوری د خپل ژوند وروستۍ شپې ورځې په یوه تیاره او نمجنه کوټه کې په یوازیتوب سره په ډېر بد حالت تېرې کړې. د ده گیله د ټولو افغانانو په پته دا ده چې ده د خپل ژوند ډېره برخه هېواد او خلکو ته په چوپړ کې تېره کړېده، خو اوس…

د ژوند په ورستیو کې یې دوې هیلې درلودې:

ډ ژوند کولو لږ ښه شرایط او د نا چاپ اثارو چاپېدل.»

په ځینو برېښنايي رسنیو کې گڼشمېر افغان فرهنگیانو د استاد پالوال پر مړینه د خواشینۍ مراتب څرگند کړي دي چې ځینې بېلگې یې دلته را اخلم:

د استاد معصوم هوتک تر تلیفونې خبر وروسته مې په تاند کې د پالوال صاحب د مړینې خبر ترسترگو شو، دا یې متن دی:

«تکړه لیکوال او څېړونکی عبدالرزاق پالوال وفات شو

تاند- لیکوال، څېړونکی، ژبپوه او د کابل پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر عبدالرزاق پالوال وفات شو.

استاد پالوال له یوې اوږدې مودې راهیسې ناروغ و. ډاکتر پالوال په خپل برکتي ژوند کې ډېر اثار پنځولي چې ځینې یې دا دي:

۱- د پښتنو نوی او پخوانی تاریخ (لومړی ټوک، په انگلیسي ژبه او د ويم ټوک په پښتو ژبه).

۲- د پښتو نوی مصدر، د ۱۳۸۴ لمریز کال چاپ.

۳- د شاه مقصود زیارت او د هغه تاریخي ارزښت.

۴- د کالام تاریخ (له انگلیسي څخه ژباړه).

۵- معیاري پښتو.

۶- موږ محوه کیږو.

۷- وگړي دوزخیان دي، سړیان لا هم.

ډاکتر پالوال د ګڼو اثارو د پنځولو ترڅنګ په پوهنتون کې ډېر محصلان هم روزلي دي.»

افغان جرمن پورتال د تسلیت یو پیام خپور کړ، متن یې په لاندې ډول دی:«

بسم الله الرحمن الرحیم

د خواشینۍ او تسلیت پیام

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي پخوانی استاد، توکمپوه، ژبپوه، د تاریخ محقق او د افغانستان د ژبو د اطلس پروژې دانشمند غړی عبدالرزاق پالوال په کندهار کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شوی دی.

انالله و اناالیه راجعون

استاد دوکتور پالوال د بېشمېره محصلینو د روزلو تر څنگ، په گڼو برخو کې د پاملرنې وړ علمي اثار او مقالې هم لیکلې دي چې د افغانستان، سیمې او نړۍ په علمي فرهنگې کړیو کې د ځانگړي علمي دریځ او ارزښت لرونکي دي.

موږ د استاد دوکتور پالوال مړینه یوه لویه او نه جبیره کېدونکې ضایعه گڼو او په دې لوی ویر کې د خدایبښلي له کورنۍ، شاگردانو او لارویانو سره ځان شریک گڼو، دوکتور پالوال ته جنتونه او کورنۍ ته یې د لوی زغم هیله کوو.

افغان جرمن پورتال کاري ټيم»

په افغان جرمن پورتال کې د تسلسیت پیام نه وروسته، د پالوال د مړینې له پاره د استاد هوتک

دا مرثیه راغلې وه:

د داکتر عبدالرازق پالوال په ویر کي

له کـنـدهــار څـخـه زنــګ راغــی د سـپـېدو پر مهال
زړه پــه لـــړزه سو چي ایلچي د بد خبر راوړي حال

حـدس مي سـهـي سو خـبــر وو د دانـشـمـنـد د مړیني
د داسي پــوه چي مونده نه سي په همعصرو کې سیال

هــم تــوکـمـپـوه هـم وو ژبــپـوه هــم مـحـقـق د تاریخ
هــم مـــربـي و هـم استـاد هـم پــه رشـتـیـا هـیـوادپـال

افسـوس خــوړلـي ئې هر وخـت وې د زمــان څپېړي
حسـادتــونــو ئــې جـــوړ کــړی وو و مـخ تـه دېــوال

راتــه نـــړېـــږي مـو و ستـرګـــو تـــه د پـوهـي څـلي
راتــه تـشـېــږي د ادب و د فـــرهــنــګ چـــاپـېــریـال

پــه پــردېـسي کـي ګـلــومـــه د وطــــن غـــمـــونـــــه
څوک نه لرم چي غمشریک مي سي پر مرګ د پالوال

رانـــازوه ئــې لــویــه خــدایـــه د غــفــران پــه تـحـفو
پـــه جــنــتــو کـي ئـې کـړه ځـای ورته تیار و سامبال

ورځ دوشـنـبې میاشت ده د قوس چي تویوم دا اوښکي
حساب د لــمــر راتــه ښــيــي زر څـلـور سوه دئ کال

اټاوا,  کانادا
6 دسمبر 2021

په بي بي سي پښتو ویبپاڼې باید د ډاکتر پالوال د فرهنگي شخصیت په باب مفصل رپوټ خپور کړی وای، خو دوی په یوه لنډ راپور بسنه وکړه، دا یې متن دی:

«افغان مورخ او څېړونکی عبدالرزاق پالوال د ۸۳ کالو په عمر وفات شو

مشهور افغان مورخ، ژبپوه او ټولنپوه ډاکټرعبدالرزاق پالوال د ۸۳ کالو په عمر په کندهار کې وفات شو.

عبدالرزاق پالوال د افغانستان له معاصرو ژبپوهانو یو و.

نوموړی نن په کندهار کې خاور ته وسپارل شو.

ښاغلي پالوال په هېواد کې دننه او بهر د لوړو زړکړو له ترلاسه کولو وروسته په کابل پوهنتون کې د استاد په توګه دنده درلوده او تر کلونو – کلونو یې ګڼ شمېر شاګردان روزلي دي.

ښاغلي پالوال د تاریخ، ټولنپوهنې او ژبپوهنې په برخه کې ګڼ شمېر اثار لیکلي، چې یو شمېر یې چاپ شوي هم دي.

د نوموړي تاريخي کتاب، “پښتنو نوی او پخوانی تاریخ” ‘لومړی ټوک، په انګلیسي ژبه او د ويم ټوک په پښتو ژبه ‘ ډېر علمي بحثونه راوپارول.

ډاکټر پالوال د انګرېزي، جرمني او عربي په ګډون په څو بهرنيو ژبو هم پوهېده.

ښاغلی پالوال په ۱۹۸۰ مو کلونو کې جرمني ته کډوال شوی و او نژدې درې لسیزې مخکې بېرته هېواد ته ستون شو او د ژوند تر پایه د لیک او لوست په چارو بوخت و.

د خواله رسنیو ډېرو افغان کاروونکو او ګڼ شمېر افغان فرهنګي او او علمي څېرو د استاد پالوال پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د علم او ادب لپاره یوه ستره ضایع بللې ده.»

د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست:

«د دوکتور عبدالرازق پالوال جنازه خاورو ته وسپارل سوه.

د دوکتور عبدالرازق پالوال جنازه د کندهار د نوميالیو په هديره کي خاورو ته وسپارل سوه، د نوموړي د جنازې په مراسمو کي سلګونو کسانو ګډون کړی وو، د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست معاون ملا شمس الله صمیم، د پوهنتون علمي مرستيال، د پوهنتون استادان، فرهنګیان، اديبان، ليکوالان، شاعران او لسګونه ځوانان نور هغه کسان وه، چي د ارواښاد دوکتور پالوال د جنازې په مراسمو کي ئې برخه اخيستې وه.

د اطلاعات او فرهنګ ریاست معاون ملا شمس الله صميم  د مرحوم پالوال د خدمتونو او تسلیت په اړه د اطلاعات اوفرهنګ وزارت له خوا رالیږل سوی پیغام ولوست، د وزارت د ډاډګیرني په پیغام کي د دوکتور پالوال مړينه د افغانستان د ادبیاتو او فرهنګ له پاره لويه ضایع بلل سوې ده. ښاغلي صمیم د باختر اژانس سره د خبرو پر مهال وویل، چي ځوانان دي د ارواښاد عبدالرازق پالوال له کتابونو ګټه واخلي، هڅه به وکړو، چي د ناچاپ اثارو د چاپ له پاره ئې هم زمينه برابره سي.

دوکتور عبدالرازق پالوال د 84 کالو په عمر وفات سو، د پښتو ژبي او توکمپوهني دغه لوی عالم په ميراث باندي يوازي خپل کتابونه پرېښول، هغه کتابونه، چي د افغان ولس د نن او سبا له پاره ستر درسونه لري.

دوکتور عبدالرازق پالوال د بشر پوهني ( انټرولوجۍ) په برخه کي ماسټري کړې وه، د دوکتورا سند ئې د امریکا د پنسلوانیا له پوهنتون څخه تر لاسه کړی وو.

ارواښاد پالوال په پښتو، دري، انګلیسي، عربي، جرمني او سانسکريټ ژبو پوهېدی، په دې ژبو باندي ئې ژباړي هم کړي دي او په انګليسي ژبه ناچاپ اثار لري.

دوکتور پالوال ګڼي رسالې او مقالې لیکلي، د چاپ او ناچاپ اثارو شمېر ئې تر 50 پوري رسیږي، مشهور اثار ئې وګړي دوږخيان دي، سړيان هم لا، پښتو نوی مصدر، معیاري پښتو او موږ محوه کيږو.»

د پالوال صاحب د مړینې په مناسبت امریکا غږ دا لنډکی رپوټ خپور کړ:

«افغان ژبپوه او د کابل پوهنتون پخوانی استاد عبدالرازق پالوال مړ شو:

افغان ژبپوه، لیکوال او د کابل پوهنتون پخوانی استاد عبدالرازق پالوال نن دوشنبه ډسمبر شپږمه (لېندۍ ۱۵) د ۸۳ کلونو په عمر وفات شو.

ډاکتر عبدالرازق پالوال په ١٣١٧ لمریز کال کې د کندهار ښار د کاکړو په کوڅه کي زېږېدلى او په ۱۳۳۷ لمریز کال کې د کندهار ولایت له حاجي میرویس خان نیکه له لیسې څخه فارغ شی دی.

نوموړی په ۱۳۴۱ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او انساني علومو له پوهنځي څخه فارغ سوی دئ.

د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي استاد پوهنیار سید احمد قانع امریکا غږ ته وویل چې ارواښاد پالوال د امریکا لویژیانا دولتي پوهنتون کې په بشر پوهنه کې ماسټري هم تر سره کړې وه.

هغه وویل: “په ۱۹۶۵م.کال ئې په اينډيانا پوهنتون کي د بشر پوهني په څانګه کي زدکړی کړي؛ په ۱۹۷۱م. کال ئې د امريکا لویژيانا په دولتي پوهنتون کي په بشر پوهنه کي ماسټري تر لاسه کړې او ۱۹۷۷م.کال ئې د بشرپوهني د مطالعاتو په څانګه کي د امريکا د پنسلوانيا په دولتي پوهنتون کي دوکتوره (PH .D) لاسته راوړې ده.”

د ښاغلي قانع د معلوماتو په اساس ډاکتر پالوال وروسته هیواد ته راستون او د ۱۳۵۶ لمریز کال څخه بیا تر ۱۳۵۹لمریز کال پوري په کابل پوهنتون کي د ادبياتو په پوهنځي کي د فلسفې او اجتماعي علومو په څانګه کې د پوهنوال په علمي رتبه کي استاد وو.

هغه زیاته کړه چې ډاکتر پالوال د دې ترڅنګ له ۱۹۸۰ –تر ١٩٩٧میلادي کال پوري د جرمني په هايډلبرګ پوهنتون د تدريس چاري او د مونشن په موزيم کي ئې کار کاوه.

نوموړي له ۱۹۹۷څخه بيا تر ۲۰۰۲ میلادي کال پوري د سهيلي پښتونخوا د پښين او سورخاب په سيمو کې د مهاجرت ژوند کاوه او په ۲۰۰۲ میلادي کال کې کندهار ته ستون شو او تر مړینې یې هلته ژوند کاوه.

د کندهار پوهنتون استاد پوهنیار سید احمد قانع امریکا غږ ته وویل چې ډاکتر پالوال د ژبو د ثبت په برخه کي په زردیو، وردوج، زېباک، ایسکتول، سنګلېچ او مونجان کي د سنګلیچي او مونجي ژبو ثبت کړی دئ.

په ۱۳۴۳ل کال ئې د کندهار ښار پښتو، هندويي، په فراه کې پښتو، د روزګان په میلکوه کي، په کنګ، په چخانسور، په ګاوني دورزي او په چاربورجک کي ئې بلوڅي ژبي ثبت کړي دي؛ همدغسي په رودباد، د هلمند په بلالکه کي ئې پښتو، په سپارک کي، په خلیج ، او بوست کی ئې هم پښتو ژبه ثبت کړې ده.

ډاکتر پالوال په پښتو، دري، اردو، عربي، انګليسي، ساسنکريټ او جرمني ژبو پوهیدئ او په دې ژبو ئې ژباړي هم کړي دي؛ په انګليسي ژبه کي ناچاپ اثار هم لري.

ډاکتر پالوال ګڼ شمېر اثار لیکلي چې د چاپ سوو اثارو څخه ئې د پښتو نوی مصدر ،د پښتو نوی پخواني تاريخ دوهم ټوک، معياري پښتو، موږ محوه کيږو، وګړي دوږخيان دي او سړيان هم لا د یادوني وړ دي.

د نوموړي د ناچاپ اثارو شمېر تر ۲۶ عنوانو اوړي چي د ځینو اثارو نومونه د پښتو نوی پخوانی تاریخ دریم او څلورم ټوک،د پټي خزانې تاریخي اصالت، په اسلام کې د ښځو ازادي که ځان پوښ او کوربندي، د قران شریف ترجمه په کندهارۍ پښتو سره، د تورات ترجمه او شننه، د بودایت اصل او بنیاد، د ښوراوک بړېڅان، د واده داستان په غاړو کښي، پالوال په باغارم کښي له شاپېریانو سره، د کابل د دارالتادیب مطالعه په انګلېسي ژبه، د پنځه شپږ کلن پالوال تېښته، ګوډ تېمور، ابراهیم (ع) په دین او تاریخ کښي او نور.»

د دې رپوټونو تر څنگ د ښاغلي محمد ابراهیم سپېڅلي یو رپوټ هم په دوچولې پښتو کې په مخه راغی چې تر نورو ډېر ښه او خورا په درناوي سره یې د پالوال صاحب د علمي فرهنگي شخصیت حق ور ادا کړی دی. دا هم د ابراهیم سپېڅلي د رپوټ بشپـړ متن:

«د ژوند په تیارو کي، یو له پامه لوېدلی ژبپوه او بشرپوه:

د کندهار ښار په کلا فصیل سیمه کي د پاتاو پر غاړه د یو زاړه کور زړه د لرګي دروازه معلومیږي. د دغه کور په يوه نمناکه خونه کي د ژبپوهني او بشرپوهني يوه لويه هستي ډاکټر عبدالرازق پالوال ژوند کوي.

د کوچنیانو نارې او چیغي د دغه زاړه کور په هغه نمناکه خونه کي سمي اوریدل کیږي، چي یوه لویه هستي پکښي د ژوند وروستۍ ورځي او شپې سبا کوي. د هیواد او سیمي په سطحه د ژبپوهني او بشرپوهني دروند استاد دلته پر زاړه چپرکټ پروت دی.

دغه ستره اکاډمیکه څېره، استاد ډاکټرعبدالرازق پالوال نومیږي.

د پښتو ژبي پيژندل سوی محقق محمد معصوم هوتک وايي، د پالوال صاحب د ځوانۍ په وختونو کي چي به په کابل پوهنتون کي د علمي سیمینارونو اوڅیړنیزو غونډو پرمهال د یو خارجي یا کورني څیړنکو لخوا کومه پوښته مطرح سوه، نو د جواب له پار به يې یوازي څو لاسونه پورته سول، چي په هغو کي به یو لاس د (پالوال) هم و.

پالوال پر مورنۍ ژبي سربیره په دري، انګلیسي، جرمني او عربي ژپو پوهیږي.

اوس په دغه زړه او چپه لاس ته جوړه سوې خونه کي، چي هیڅ بخارۍ نه سته ډاکټر عبدالرازق پالوال یوازي راډیو اوري، یا هم کله ناکله په رېږېدېدلو لاسونو یوه لیکنه کوي، خو د عمر د ډېروالي له امله خبرو او لیکنو ته تر ډېره تسلسل په هغه ډول نه سي ورکولای، چي ورته په کار دی.

ډاکټرعبدالرازق پالوال د حاجي عبدالخالق زوی په کال ۱۳۱۷ لمریز کال کې د کندهار ښار په کاکړو کوڅه کي زېږېدلی او ډېر وخت يې په بامیزو کوڅه کي تېرکړی دی.

په اته کلنۍ کي د حاجي میرویس خان نیکه لېسې ته شامل سوی دی.

پالوال په ۱۳۳۷لمریز کال په اوله نومره له یادي لیسې څخه فارغ او یو کال وروسته د کانکور امتحان له لاري ۱۳۳۸ لمریز کال کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي ته شامل سو، چي له یاد پوهنځي هم په لومړۍ درجه ۱۳۴۲م کال فارغ او همدلته د بشرپوهني استاد وټاکل سو.

ډاکټرپالوال د کابل پوهنتون له خوا امریکا ته د لوړو زده کړو له پاره ولیږل سو، چي په بشرپوهنه کي يې د امریکا متحده ایالاتو له ارزونا پوهنتون څخه د دوکتورا په سطحه تر لوړو زده کړو وروسته خپل هیواد ته راستون او د محصلانو روزني ته يې په کابل پوهنتون کي ملا وتړله.

ډاکټر عبدالرازق پالوال د محصلانو د  تدریس ترڅنګ د کابل او سویس پوهنتونونو د یو قرارداد له مخي د سویس هیواد له خوا د افغانستان د ژبو د یو اطلس جوړولو له پاره په بدخشان او د هیواد په یوشمیر نورو ولایتونو کي د اول وار له پاره یوشمیر ژبي لکه ( بلوڅي، پشه يې، شوغني،سنیچي، مونجي او پراچي) ثبت کړلې.

ډاکټرپالوال د ۱۳۵۸کال په نیمايي کي له افغانستان څخه ووت او د جرمني هیواد ( ایډلبورک) کي يې تر پنځلس کاله زیات وخت تیر کړ.

نوموړی استاد وروسته د پاکستان د بلوچستان د کډوالو په کمپ (سرخاب) کي د خپلي مهاجري کورنۍ سرپرستي پر غاړه واخیسته او په افغانستان کي د مخکني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د نوي ادارې تر فعالیدو وروسته کندهار ته راغلی او دلته يې د خپل هیواد په غېږ کي لیکوالۍ ته یو وار بیا لستوڼي راپورته کړل.

د دوی اکثره مقالې پر طلوع افغان ورځپاڼي او کندهار مجلې سربیره په کابل او د هیواد څخه دباندي په انګلیسي او جرموني ژبو هم خپرې سوي دي.

چاپ سوي اثار:

۱: د پښتنو نوی او پخوانی تاریخ ( لومړی ټوک په انګلیسي ژبه او د وهم ټوک په پښتو)

۲: پښتو نوی مصدر

۳: د شاه مقصود زیارت او د هغه تاریخي ارزښت

۴: د کالام تاریخ له انګلیسي څخه ترجمه

۵: معیاري پښتو

۶: موږ محوه کیږو

۷: وګړي دوزخیان دي سړیان لا هم

ډاکټرپالوال د چاپ اثارو ترڅنګ زیات شعرونه او نژدې ۳۵ ټوکه ناچاپ اثار لري، چي په دې کي د قرانکریم ترجمه، د انجیل او تورات پر ترجمو سربیره د دغو کتابوبونو پر ځینو برخو وضاحتونه هم لیکلي دي.

لوی ارمان:

ډاکټرپالوال وايي، ستر ارمان يې دا دی، چي ناچاپ اثار يې چاپ او تر لوستونکو پوري ورسیږي، ترڅو د ټولني هغه حق، چي پر ده يې لري هغه يې څه نا څه اداء کړي وي.

اوسمهال ډاکټرپالوال د عمر د ډېروالي له امله په خپله له ولاړیدو او ګرځیدو لویدلی او په یوه زړه نمناکه خونه کي د ژوند ترخې شپې تیروي.

دغه دروند استاد یو زوی او یوه لور لري، خو هغوی په جرمني کي ژوند کوي او د استاد په قول، چي څوک يې په کيسه کي  نه دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی»

دغه راز په خواله رسنیو کې هم د ډاکتر پالوال د فرهنگي ژوند او مړینې په باب ځینو فرهنگیانو مطالب خپاره کړي دې چې دلته به یې څو بېلگې را واخلم:

د هندوستان په نهرو پو هنتون کې د پښتو څانگې استاد انور خیري د یاد پوهنتون د پښتو څانگې په استازولۍ دا پیام خپور کړی دی:

«د کابل پوهنتون پخوانی استاد دکتور محمدرازق پالوال د مړینې له امله د نهرو پوهنتون د پښوڅانګې دغمرازۍ پیغام!

استاد پالوال  دیوه مسلکي ژبپوه او تکړه لیکوال په توګه د کابل پوهنتون  باصلاحیته استادانو څخه ګڼل کیده ،چي دژبې او ژبپوهنې په برخه  په تیره تاریخي برخه کې یې ځانکړی کار کړی اودیري علمي مقالې اوپه ژبپوهنې او ګرامر پورې اړوند کتابونه  یې لیکلي  دي.

استاد پالوال یوازنی مسلکي ژبپوهاند ګڼل کیده  چې خپله مطالعه یې له ژبې ، ژبپوهنې اوتوکم پوهنې چې په علمي نړۍ کې مهمه موضوع وه پر بله خوانه کړه او دژوند ترپایه پردغه علمي نظر ولاړپاتې شو که څه هم چې  انتروپالوجي او اتنولوجي سره یې هم اړیکه جاری ساتله .

آریایي ژبو په معرفی او په اطلس کې یې ثبتول دده   دنورو مهم کارنو څخه شمیرل کیږي.

دی د افغانستان  د ژبپوهانو په هغه شمیر کسان کې راځي چي ژبپوهنه یې په عصري، مسلکي او نړیوالو میتودونو او اصلو سره برابر مطرح کړل.

د لیکنو ځانګیړنه یې دا ګڼلای سو چې لیکنې یې عمیقي او منظمې دي اولستونکي په آساني پري دی پوهیدلای شي.

مرحوم استاد ډیر لیوال و چې دهندي او پښتو ژبو یوه پرتلزه څيړنه باید ترسره شي.او ده به تل دغه ټکي ته اشاره کوله.

په دې هیله چې لیکنې او آثار یې خپاره او ضایع نه شي.

جنتونه یې ځای

پښتو ځانګه

نهرو پوهنتون

دانشمند دوست رحمت اریا د پالول صاحب پر مړینې باندې داسې خواشیني څرگنده کړه:

«د یوﮤ ویر او غم لا خلاص نـﮥ وو چې بل لوی غر هم ونړید. زموږ د افغان ټولنې ستره فرهنگي څیره استاد نگارگر څو مخکې وفات سو دا دی اوس د یوﮤ بل غرﮤ د نړیدلو شاهد یو. ډاکټر عبدالرزاق پالوال، استاد پالوال د افغانستان نامتو مؤرخ، ژب پوه، ټولنپوه او ستره ادبي څیره نن د دسمبر شپږمه ۲۰۲۱ز کال د ۸۳ کالو په عمر کندهار کې وفات سو او خاورو ته وسپارل سو.

ښاغلي پالوال په هېواد کې دننه او بهر د لوړو زړکړو له ترلاسه کولو وروسته په کابل پوهنتون کې د استاد په توگه دنده درلوده او تر کلونو – کلونو یې گڼ شمېر شاگردان روزلي دي.

ښاغلي پالوال د تاریخ، ټولنپوهنې او ژبپوهنې په برخه کې ګڼ شمېر اثار لیکلي، چې یو شمېر یې چاپ شوي هم دي.

د نوموړي تاريخي کتاب، “پښتنو نوی او پخوانی تاریخ” ‘لومړی ټوک، په انگلیسي ژبه او د ويم ټوک په پښتو ژبه ‘ ډېر علمي بحثونه راوپارول.

ډاکټر پالوال د انگلیسي، جرمني او عربي په ګډون په څو بهرنيو ژبو هم پوهېدﮤ.

ښاغلی پالوال په ۱۹۸۰ مو کلونو کې جرمني ته کډوال سوی وو او نـېـږدې درې لسیزې مخکې بېرته هېواد ته راستون سو او د ژوندانـﮥ تر پایه د لیک او لوست په چارو بوخت وو.

استاد پالوال د افغانستان یوه هستي وه. جنتونه دې ځای وي. د استاد محترمې کورنۍ، ددﮤ شاگردانو او نورو مینه والو او د افغانستان د ادبي او علمي کهول ویرجنو ته صبر غواړم او تسلیت ورته وړاندې کوم. الله تعالی دې ښه ورسره وکړي. آمین.»

د پیاوړي محقق ډاکتر لطیف یاد د خواشینۍ پیام دا دی:

«په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دکابل پوهنتون پخواني استاد ، څیړونکي ،لیکوال ،ژبپوه او  تاریخپوه  ډاکټر  عبدالرزاق پالوال له دې فاني نړۍ نه  سترګې پټې کړې.

نو موړي دزیاتو علمي آثارو خاوند و چې دځینو نومونه یې دادي :

۱- د پښتنو نوی او پخوانی تاریخ (لومړی ټوک، په انگلیسي ژبه او د ويم ټوک په پښتو ژبه).

۲- د پښتو نوی مصدر، د ۱۳۸۴ لمریز کال چاپ.

۳- د شاه مقصود زیارت او د هغه تاریخي ارزښت.

۴- د کالام تاریخ (له انگلیسي څخه ژباړه).

۵- معیاري پښتو.

۶- موږ محوه کیږو.

۷- وگړي دوزخیان دي، سړیان لا هم.

ارواښادپالوال د خپلې استادۍ په وخت کې ډیرشاګردان وروزل . دده مړینه  یوه ستره علمي ضایعه ده . لوی خدای دې وبخښي.»

سردار ولي بیا په لږ څه تفصیل سره د پالوال صاحب حق ور ادا کړی دی. دا یې د لیکنې بشپـړ متن دی:

«ډاکټر عبدالرازق پالوال هم د ژونديو له کتاره ووت.

په کلونو روزل سوي ستر مغزونه

په یوه شېبه کي خاوري سي ایـرې

د کابل پوهنتون پخوانی استاد توکمپوه، ژبپوه، مؤرخ او څېړونکي پالوال ۸۳ کاله د مخه په کندهار کي وږېږېد، له کابل پوهنتون، جرمني او امريکا څخه يې په انترو پالوجۍ [وګړ/انسان پوهنه ( دې پوهنه کي د پخوانيو تاريخي مهالونو څخه تر اوسه د جغرافيايي وېشنو،  تاريخ او کلتوري اړيکو له مخه انسانيت ته کتل کېږي)] کي ډاکټري لرله او د کابل پوهنتون د همدې د همدې څانګي ښوونکی وو.

د ژبپوهني دغه کدر د زيار صاحب او بايزيد اڅک سره هغه پروژه کي برخه اخيستې وه چي د يونسکو له خوا د افغاني ژبو اطلس جوړولو په نيت جوړ سوی وو، د سویس هيواد له خوا د افغانستان د ژبو د یو اطلس جوړولو لپاره يې يو شمېر ژبي لکه بلوڅي، پشه يي، شوغني ،سنیچي، مونجي او پراچي ثبت کړې.

وروسته ئې د [پښتو مصدر] او [معياري پښتو] دوه نوښتگر اثره او هم پر ژبه په لسهاوو درنې څېړنيزي مقالې وليکلې، چي د ژبي د کره کولو په برخه کي يوه نوې هڅه ده چي په ډېرو برخو کي ئې سپارښتني د پاملرني وړ دي.

د ثور فاجعې وروسته جرمني بيا وروسته پښين [سرخاب] ته کډه او ١٩٩٧ع کال بيرته وطن [کندهار] ته ستون سو.

د سرخاب د کډوالو د کمپ د ځينو مشرانو له خولې چي هغه به هره ورځ سهار د شپېشتو پلورولو د پاره د ځايي ډاټسن موټر په باډۍ کي د پښين بازار ته تله او په دې ئې ځان ژوندی ساتلی وو.

استاد پالوال یو زوی او یوه لور لرله چي په جرمني کي ژوند کوي او د استاد په قول، څوک يې په کيسه کي نه وه، هغه تر مرګه يوازي وه اوسېد او له دې بدمرغه نړۍ په داسي حال کي ولاړ چي په نږدې راتلونکي کي ناممکنه ده چي څوک ئې ځای ډک کړي.

خدای دې وبخښي، روح ئې ښاد

د ډاکټر پالوال لاندي کتابونه چاپ وه:

۱- د پښتنو نوی او پخوانی تاریخ (لومړی ټوک، په انگلیسي ژبه او دوهم ټوک په پښتو ژبه).

۲- د پښتو نوی مصدر، د ۱۳۸۴ ل ل کال چاپ.

۳- د شاه مقصود زیارت او د هغه تاریخي ارزښت.

۴- د کالام تاریخ (له انگلیسي څخه ژباړه).

۵- معیاري پښتو.

۶- موږ محوه کیږو.

۷- وگړي دوزخیان دي…»

د خدایبښلي عبدالرزاق پالوال دژوند، زدکړو، وظایفو، تخلیقاتو، ژباړو، لیکنو او مړینې په باب چې زه پوهېدم او څه چې په میډیا کې راڅرگند شول، ما په امانتدارۍ سره ولیکل او د دې حاضرې مقالې په چوکاټ کې مې راټول او خوندي کړل او خپلې څرگندونې مې هم ورسره مل کړې.

او په پای کې یې د منظوم کلام یوه بېلگه:

خوله

راغـلی وچـي شـونــډي یــم چـابـک پـه سـوې سا

تر پښو مې جهان وکیښ خو پوه نه سوم په ستړیا

د تـنـدي سـره لـمـبـه وه چي وجـود یـې نـنـه وسو

د مــیــنــي غـلـبــه وه چـي یــې راوسـتـم تـــر تـا

سراب تـر کـوم حجاب لانـدي چـولــونـه بـهـېـوله

چي مځـکـه او آسمان راتـه تـر ستـرگـو وه دریــا

اهــاړ د لـمـر لــه لاسـه، لـه مـعـکـوسه انـعـکاسه

جـــوړ کـــړی اهــتـــزاز پـــــه لایـــو کې د هـوا

آسـمـان مې پــر اوږه راسـره وژړل دعـوت سوم

اوریــځـې سـوې چـاپــېـره سترگکان وهل برېښنا

ور گــډ ســوم ژر تـر ژره سـمـنـدر ته بې گودره

یـــو بــحــر غــوړېـــــدلی و پـــرمــخ بې انــتــها

امــواج یې د احـتـیـاج راتـه پـه وار پـورتـه کېدله

کـښـتـۍ مــي پــاکـــه مــیــنــه لـوړېـده ورسره لا

سـاقـي د کـوم بـهـشت راتـه ویــل تـر فهم لو کړه

راځــه چــې نـن خـبـر یې درتــه سـوې مـیلمستیا

د سـرو مـیـو، شـیـدو سـپـیـنو او روڼو اوبو عسلو

خـماڼ، ولې، چـیـنې، لـوښي مي پـرېـښودل ترشا

پـه کټ ـ کټ چي صـراحي زمـا قصه ورته کوله

پـه سره خـولــه بـې پـــروا رابــانــدې ومسل مینا

د خـضـر لـه توښې مې په امید پښې راخطا کړې

راتـېـر سـوم د حـیـوان تــر اوبـو تـږی په ځغستا

راغـلی وچـې شـونـــډې یـــم پـالـوال په سوې سا

کـه دونې ځـواني وکړي چي خوله راکي په خندا

(بېنوا عبدالرؤف، اوسني لیکوال (بشپـړ متن)، ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال، علامه رشاد خپرندویه ټولنه ـ کندهار، ۱۳۸۸ ش ــ ۲۰۰۹ کال، ‍‍‍۱۹۱ ام مخ)

روح يې ښاد،

 جنت الفردوس يې ځای.

ډاکتر عبدالرزاق پالوال دې خدای وبښي،

له درنې کورنۍ، شاگردان او د افغانستان

د فرهنگ له کورنۍ سره په دې لوی ویر کې  

ځان شریک گڼم او ټولو ته د جمیل صبر غوښتنه کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب