یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد داودزي پوښتنه، که کوم هېواد ط په رسمیت وهم پېژني، سفیر...

د داودزي پوښتنه، که کوم هېواد ط په رسمیت وهم پېژني، سفیر به بې باور لیک چا ته وړاندې کړي؟

تاند:( شنبه ، د قوس شلمه)‏‏‏ ‏ د پاکستان لپاره د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني پخواني ځانګړي استازي محمد عمر داودزي په یوه ټلویزوني مرکه کې د طالبانو د واکمنۍ د په رسمیت پېژندلو په اړه ځینې ننګونې په ډاګه کړې.

هغه د پوښتنې په ډول وویل: که کوم هېواد احیاناً د طالبانو واکمني په رسمیت هم وپېژني، سفیر به یې خپل باور لیک چا ته وړاندې کړي؟

د داودزي په خبره، په دیپلوماتیک لحاظ عرف دا دی چې یو بهرنی سفیر به خپل اعتبار لیک د کوربه هېواد اوله درجه واکمن ته وړاندې کوي.

د ده په وینا، که کوربه هېواد جمهوري نظام ولري، بهرنی سفیر به یې خپل باور لیک د کوربه هېواد جمهور رئیس او که کوربه هېواد شاهي نظام ولري، بهرنی سفیر به یې باور لیک پاچا ته وړاندې کوي.

عمر داودزي په کنایوي ډول دې ته اشاره لرله، چې د طالبانو د واکمنۍ په سر کې خو د دوی په وینا، د هغوی عمومي مشر چې امیرالمومنین یې ګڼي، واقع دی.

هغه( ملاهیبت الله اخندزاده) کلونه کیږي، چې له سترګو او غوږونو پناه دی او د مرګ و ژوند په اړه یې طالبان او د دوی منتقدین بېلابېلې خبرې لري.

طالبان ټينګار کوي، چې امیرالمومنین یې ژوندی او په کندهار ولایت کې دی، خو منتقدین یې د بلوچستان په کوټه کې پر نوموړي د څو کاله مخکې چاودنې پر مهال د هیبت الله د وژلو ادعا لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي،چې تراوسه د طالبانو د تر ټولو اساسي متحد او مدافع( پاکستان) په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هېواد د دوی واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې.

د تېرې دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په دغه نړیوال سازمان کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ یو ځل بیا رسماً د پرځول شوي جمهوري نظام استازي غلام محمد اسحاقزي ته تصویب کړه.

دغه سازمان تېره اونۍ په یاد شوي سازمان کې د طالبانو د استازي منل رسماً رد کړل.

یو شمېر افغان شنونکي او سیاستوال ټینګار لري، چې طالبان به د ملي مشروعیت له ترلاسه کولو مخکې نړیوال مشروعیت پيدا نه کړای شي.

د ټول شموله حکومت جوړول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې نړیوالې ټولنې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب