یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په ۲۰۲۱ کې په ګوګل کې افغانستان تر ټولو ډېر لټول شوی

په ۲۰۲۱ کې په ګوګل کې افغانستان تر ټولو ډېر لټول شوی

تاند- ګوګل د هر کال په پای کې هغه کلمې، چې ډېرو خلکو لټولي یا سرچ کړي، اعلانوي. د دې کمپنۍ پر اساس په ۲۰۲۱ کال کې په دې تر ټولو ستر سرچ ماشین (د انترنیټ د لټون تر ټولو سترې سرچینې کې) د افغانستان نوم تر ټولو ډېر پلټل شوی دی.

په دې کال د امریکا او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووتل، د افغانستان جمهوري نظام وپرزېد او طالبان له ۲۰ کلونو وروسته یو وار بیا پر کابل او ټول افغانستان واکمن شول.

ډېر خلک د خبرونو یا هرې هغې موضوع په اړه چې لېوالتیا ورسره لري، د ګوګل سرچ/ لټون ته مراجعه کوي.

افغانستان په ۲۰۲۱ کې تر ټولو توده خبري سوژه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب