یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کادرونو د جلا وطنۍ بحران، د هيبت الله اخوند پیغام به...

د کادرونو د جلا وطنۍ بحران، د هيبت الله اخوند پیغام به یې مهار کړي؟

تاند:( چارشنبه ، د قوس اوولسمه)‏‏‏د طالبانو له واکمنیدو او لسګونه زره افغان کادرونو او ځوانانو له جلا وطنۍ وروسته، طالبان ظاهرا دغه وضعيت انديښمن کړي دي.

د دوی عمومي مشر چې خپله طالبان یې امیرالمؤمنین ګڼي، له خپلو واليانو غوښتي څو بهرنيو هېوادونو ته له تلونکو کسانو سره وګوري او د ستونزو له ممکنه حل سره يې هېواد نه د وتو مخه ونيسي.

ملا هیبت الله اخوند ويلي، چې واليان دېد اړونده مسوولینو او علماوو په ملتيا هېواد نه وتونکو خلکو سره وويني او په هېواد کې پاتې کیدو ته دې وهڅوي.

پرون د طالبانو د رييس الوزرا يوه مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په لیدنه کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پاتې پروژې بشپړې کړي څو له هېواده د کادرونو د تېښتې مخه ونيول شي.

د طالبانو وروستۍ څرګندونې تر پخوا نرمې شوې ښکاري او څرګندوي، چې دوی د متخصصينو له ګډون او همکارۍ پرته د انحصاري حکومتولۍ په ناکامیدو یې ورو- ورو پوهیږي.

له دې سره ځينې شنونکي باور لري، چې طالبان به زر له هېواده د تېښتې پراخ بهير په داسې اعلاميو زر مهار نه کړای شي.

د دوی په باور، په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د طالبانو د ناسمو سياستونو، نړۍ سره د تقابل او خپلو مسلکي ظرفیتونو ته په سپک کتلو سره رامنځته شوی، له هېواده د متخصصينو او مغزونو د فرار په مخنيوي کې به د طالبانو هڅې ناکامې کړي.

له هېواده يوه وتونکي افغان متخصص د نوم نه خپريدو په شرط تاند ته وويل: د طالبانو د مشر په تازه اعلامیه کې له نصیحتي خبرو وراخوا، داسې د پام وړ څه نه ښکاري، چې هېواد نه وتونکي وزګار شوي، فقر ځپلي او نا څرګند برخلیک سره مخامخ کادرونه پاتې کیدو ته وهڅوي.

4 COMMENTS

  1. لومړی باید طالب چارواکی خپلو کورو نه او کورنی هیواد ته راواغواړی او هر هغه څوک چه غواړی په دولت کی و ظیفه ولری د کور موجودیت یی باید لومړی شرط وی ، دوهم دا چه هر هغه څوک چه په هیواد کی غیر منقول جایداد لری او د هغی حاصل ، کرایه او عاید خارج ته لیږدوی باید منع شی او د هغه د کورنی تر راتلو پ،ری یی عواید دولت ته ورکړل شی

  2. دا هغه کدرونه دی چی تیر شل کاله کی تربیه شوی دی په لحاظه دوی ورته هیڅ ضرورت نلری او نه یی په درد دوا دی

  3. ملا هبت که احیانا ژوندی وي ، خپله د افغانستان ته راشي او رسما د په خپله دنده پیل وکړي. د هغه فرمانونه له هدیرې او قبر نه صادریږي او ژوندیو ته نصیحتونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب