ډاکتر سلیم ساپی
ډاکترانو په ډاګه کړې ده که چېرې تاسو د خوب په وخت کې تر بړستنې لاندې برېښنايي لوستونکي کاروی دا ستاسو پر روغتيا او خوب بد اغېز کوي.
د هارورډ روغتيايي برخې، د برېښنايي او کاغذ له مخې لوستل څېړلي دي. د دوی څېړنو دا ښودلې ده هغه کسان چې برېښنايي لوستونکي الې کاروي نه شي کولای په اسانۍ سره ويده شي او سبا سهار د ستړيا احساس کوي.
کارپوهانو خبرداری ورکړی، خلک بايد د شپې له خوا له تېزې رڼا څخه ځان وساتي، ځکه له خوب مخکې تېزه رڼا د صحت لپاره د تشويش وړ خبره ده.
د څېړنو لپاره دوولس کسان د دوو اونيو لپاره د خوب په لابراتوار خونه کې بند کړل شوي وو. دغو کسانو پنځه ورځې د کاغذ له مخې او پنځه ورځې له له ای پډ (IPad) څخه لوستل کول.
د دوی د وينو نمونې ښودلې چې له برېښنايي الو لوستل د دوی د خوب هارمونونه کم کړي وو او ويده کېدلو يې هم ډېر وخت اخيستی و.
څېړنو دا هم ښودلي چې نورې برېښنايي لوستونکې الې لکه نوک او کېنډل فاير د انسان پر صحت همدا ډول بد اغيز اچوي.
دغه څېړنې د پروسېډېنګ اف د نشنل اکډيمي اف ساينس (Proceedings of the National Academy of Sciences) په نامه جورنال کې خپرې شوې دي.
د څېړونکو مشر پروفيسور چارلس سيزر، بي بي سي ته وويل له برېښنايي لوستونکو الو خپرېدونکې رڼا سيخ په سترګو پرېوځي، خو له کاغذي هغه منعکسه رڼا ده چې د سترګو او صحت لپاره زيان نه شي لرلی.
کم خوب کېدای شي چې د زړه او مېټابوليکو نارغيو لکه د وزن زياتوالي، شکرې او د سرطان په اخته کېدو خطره نوره هم زياته کړي.
ډاکترې ويکټوريا ريول د برتانيا د سرې (Surrey) پوهنتنون د برېښنا د د تاثيرونو د څانګې مشرې وويل دا څېړنې ډېرې مهمې دي او موږ بايد ټول خلک او په خاصه توګه ماشومان دې ته وهڅوو چې له برېښنايي لوستونکو الو د تېزې خپرېدونکې رڼا ځان وژغوري.