Homeخبرونهد آيينه ټلویزیون د نشراتو بيا پيل، د دوستم د عکسونو پر...

د آيينه ټلویزیون د نشراتو بيا پيل، د دوستم د عکسونو پر ځای د ط بيرغ خپروي

تاند:( چارشنبه ، د قوس اوولسمه)‏‏‏د ملي جنبش ګوند د مشر عبدالرشيد دوستم اړوند آيينه ټلویزیون، چې د طالبانو له واکمنیدو سره يې نشرات دريدلي وو، پرون يې بيرته نشرات پيل کړل.

په دې اړه د ياد شوي ټلويزيون په راپور کې راغلي، چې په نوې بڼه به خپل نشرات تر سره کړي.

سرچينې له نوې بڼې څخه خپل هدف نه دی څرګند کړی.

د ټلویزیون په اړوند راپور کې د دوستم او ملي جنبش ګوند کومه يادونه نه ده شوې او نه يې د پخوا په شان د عکس يا ګوندي بیرغ کوم څرک معلومیږي.

د دې پر ځای د آئينه ټلویزیون لوحه په پرله پسې توګه ښيي، چې د طالبانو سپین بیرغونه ورسره ځړول شوي دي.

د ټلویزیون ویاند ویلي، چې خپلو نشراتو ته به د پخوا په شان په پیاوړي ډول دوام ورکړي، خو بڼه به یې نوې وي.

په دې اړه په راپور کې د ټلویزیون د کوم مسوول نظر نه دی خپور شوی او نه معلوميږي، چې د ټلویزیون مشري اوس د دوستم پلویانو که د طالبانو له اړوندو کسانو سره ده؟

طالبانو د دوستم کور او د ټلويزيون دفتر یې چې د کابل په شېرپور سیمه کې سره څنګ په څنګ دي، د دوی له واکمنیدو سره قبضه کړي دي.

مخکې د دغه کور او اړوندو ملحقاتو د لیلام اوازه هم وه، خو داسې ښکاري چې طالبانو ورسره د زياتيدونکو تقابلونو د مخنيوي لپاره دغه کار نه لاس اخيستی.

د دوستم پلویانو د آئينه ټلویزیون د نشراتو د پیل په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې د زاویه میډیا په نوم نشراتي شبکې، چې د جمهوري نظام د ملي امنيت د سلاکار حمد الله محب اړوند ګڼل کېده، ادعا وکړه چې د طالبانو له واکمنیدو سره، حقاني شبکې د دغې شبکې واګې په لاس کې نيولې او پخپله ګټه نشرات ورڅخه کول.

د يادې شبکې له ټولنیزو رسنیو څخه د انس حقاني یو شمېر عکسونه هم خپاره شوي وو، چې د زاویه میډیا له دفتر څخه یې لیدنه کوله.

معلومه نه ده، چې آئينه ټلویزیون خو به د‌ زاويه ميډيا له ادعا شوي برخليک سره نه وي مخامخ شوی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...