یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهانس حقاني: موږ نړۍ ته نه، نړۍ موږ ته محتاجه ده، په...

انس حقاني: موږ نړۍ ته نه، نړۍ موږ ته محتاجه ده، په رسمیت به مو پېژني

تاند:( چارشنبه ، د قوس اوولسمه)‏‏‏ د طالبانو د حقاني شبکې یو مخکښ غړی انس حقاني وایي، چې طالبان به د دوی د رسمیت پېژندلو لپاره نړۍ ته له خپلو اصولو په شا نه شي.

د ده په وینا، دوی نړۍ ته دومره مجبوره نه دي، لکه نړۍ چې ورته محتاجه ده او په رسمیت پېژندلو ته به یې د همدې لپاره غاړه ږدي.

هغه روښانه نه کړه، چې نړۍ طالبانو ته په څه محتاجه ده، خو ډېری نور طالب چارواکي په ضمني ډول نړیوال په دې ګواښي، چې که دوی سره مرسته ونه کړي، افغانستان به بیا د ترهګرو په پټنځای بدل او د نړۍ ثبات به وګواښي.

انس حقاني له دویچه ویله سره په یوه وروستۍ مرکه کې دا هم ویلي، چې ډېرو هېوادونو په خاموشانه ډول د دوی د په رسمیت پېژندلو لړۍ پيل کړې او په کابل کې یې د سفارتونو پرانیستل کیدل په همدې مانا دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی بیا په دې باور دی، چې د امریکا متحده ایالاتو سره د دوی ممکنه جوړجاړی به د ټولې نړۍ له لوري د دوی د رسمیت پېژندلو سبب شي.

هغه تېره اونۍ په یوه وینا کې وویل: امریکا به زر انشالله په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي او له دې سره به په نیم ساعت کې ټوله نړۍ موږ په رسمیت وپېژني.

امریکایي چارواکو بیا په ډېر صراحت ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو شرطونو تر نه پوره کیدو به دوی د طالبانو پر وړاندې هیڅ ډول نرمښت ونه ښيي.

د نړیوالو چارو شنونکی ادریس رحماني باور لري، چې امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو تر ویستو مخکې یې طالبانو ته مجبوریت درلود او ډېرو مسایلو کې یې نرمښت ورسره کاوه، خو اوس هم امریکا او هم نور هېوادونه طالبانو ته کوم احتیاجت نه لري او دا طالبان دي، چې د نړۍ غوښتنو سره به ځان برابروي.

د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا یو غړی انجینر کریم امین بیا د انس حقاني برعکس په کابل کې د اروپایي ټولنې لخوا د یوه ګډ دیپلوماتیک دفتر پرانیستل کیدل د خواشینۍ وړ او په دې مانا ګڼي، چې نړیوال به تر اوږدې مودې پورې د طالبانو واکمني په رسمیت ونه پېژني او دا به افغانستان ته د نړیوالې انزوا د دوام په مانا وي.

انس حقاني دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د ملګرو ملتونو په حواله تر ۲۴ میلیونه پورې افغانان دمګړۍ د شدید فقر سره مخ دي او میلیونونه یې ممکن په وژونکي ژمي کې له دې کبله تلف هم شي.

د طالبانو منتقدین پر دوی تور لګوي، چې نړیوالې ټولنې او خپلو سیاسي مخالفینو سره د ضد پوره کولو او خپل ایډیالوژیک حاکمیت د ټینګښت لپاره یې میلیونونه عام او بېوزله افغانان یرغمل کړي.

طالبان بیا تورونه ردوي او وایي، چې نړۍ ترې د رسمیت پېژندلو لپاره بې ځایه غوښتنې لري او دوی به ورسره غاړه نه شي.

 د ټول شموله حکومت جوړول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې نړیوالې ټولنې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي.

7 COMMENTS

  1. afghans are hungry/no jobs/no foods/no medicine/no doctors and no security&safety for publics
    this is words problems..
    this way world need to talibs.
    shame.for pakistani agents
    thanks

  2. دغه جاهل د ب ب ث له ژورناليستې سره هم په مرکه کې ويل روزي به موږ ته خدای راکوي. خو دغه ته به څنګه خدای روزي ورکړي سي دوۍ د خلکو له خولې خدای ورکړې روزي واخيستله. خلک ټول بيکاره لوږه او فقر مګر دوۍ عينن لکه اشرار په مزو او چړچو کې دي. دوۍ ته څوک څه اړتيا لري سي په رسميت يې وپيزني ؟

  3. ښاغلی انس،
    له جهادي انګله
    دا به د ولس او هېواد په کچه لا څه، بلکې په سيمه ييزه او نړيواله کچه له مسووليته ځان خلاصول او تېښته او هم بې پروايي وي.
    ارواښاد ډاکټر نجيب الله خپلو ګونديانو او ولس ته د تلويزيون له ليارې وويل چې :
    زه خو پر مړو حکومت نه شم کولی. مړي هم په هديرو کې په ارام پراته وي، نو زه به پر هديرو او هلته پر پرتو مړو څه وکړم؟ حکومت خو خلک پر ژونديو کوي او د ژونديو لپاره يې کوي. همدغه وو چې د سولې ليار يې خپله وکړه، خو له بده مرغه تر ننه چې هغه هم نن زموږ په مينځ کې نشته، خو تر ننه ستاسې په راتګ سره هم ارامي رانغله.
    هغه نخرې به چې مخکې تاسې کولې هغه به له دې وروسته داعش خراسان ډله کوي. تاسې خو پخوانيو دواړو لسمشرانو کرزي او غني ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، خو دوی به يې تاسې درکړي.
    په دې خو هم ښه خبر ياست چې دنيا طالب ستاسې په تړاو څه وايي؟
    طالب په دوو کې نښتی دی.

  4. ښاغلی انس ساب!
    ستا څرګندونه یو بل مرموز ( خو واقعی ) اړخ هم لری.
    ستاسی تروریسټی ډلی ( طالب + حقانی ) موجودیت ته کلونه مخکی ” استعماری نړۍ ” اړه وه او په غیر مستقیمه توګه ئې په غېږه کی نیولی او په رسمیت پیژندلی واستئ او نن ورځ همدا ” استعماری نړۍ ” ستاسی د شتون له برکته د پراخو او خطرناکو لوبو کارنیوال په کار اچولئ دئ او تاسی او عام وولس ئې په جمعه بازار کی معامله کړی یاستئ البته د زړه سوی وړ به یوازی همدا بیچاره وولس وی کوم چی د دوبی په څِله کی وړینی جامې پر تپَل سوی او د ژمی په څِله کی حتی کمیس هم ترې ختلئ او غلا سوی دئ.
    د خدای او ټولو سپېڅلو موجوداتو لعنت او نفرین دی وی هم پر تاسو او هم ستاسو پر هغو پټو او ښکاره بادارانو کوم چی تاسی ته ” اړ ” ! او محتاج دی.

  5. وایی که ټوله دنیا اوبه ونیسي د مرغاوۍ تر لینګیو پورې رسیږي .
    که د افغانستان ټول خلک له لوږې مړه شي او یا له هېواده کډه وکړي د حقانیانو تر خ…
    د دوی کورنۍ د پنجاب په ابیټ آباد کې سوکاله پراته دي ، د پنجاب له خوا روزي ورته حواله ده . ورونه یې وزیران او قوماندانان یې په لنکروزرو او زره موټرو کې چکرونه وهي او ملامتقیان یې قطر ته په چارتر الوتکو کې اته اتیازره دالرو په مقابل کې سفرونه کوي چې مصرف به یې د مالیې وزارت پرځای د عدلیې وزارت ورکوي .
    دوی چې د کبر او غرور خبرې ونکړي ، نور به یې څوک کوي ؟دا هم عمري او اسلامي عدالت شو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب