Home+د کورونا د خپرېدو مخنیوونکې ژاولې

د کورونا د خپرېدو مخنیوونکې ژاولې

تاند- یو ډول نوې ژاولې جوړې شوي چې د انسان د خولې په اوبو یا لاړو کې د کورونا وایرس وژني او نورو ته یې د سرایت مخه نیسي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د پینسلوانیا پوهنتون څېړونکو ژاولې له یو ډول نباتي پروتینو سره ترکیب کړي او په نتیجه کې یې د (SARS-CoV-2) په نوم وایرس جوړ شوي چې د کووید ۱۹ وایرس له منځه وړي.

هغه پروتین، چې (ACE2) نومېږي، له (SARS-CoV-2) سره په تعامل کې د انسان د بدن له حجرو سره د نښلېدو مخه نیسي.

څېړونکي اوس غواړي د کلینیکي ازمښتونو لپاره جواز ترلاسه کړي چې په (SARS-CoV-2) پر اخته کسانو د دې ژاولو د اغېز او خوندیتوب اندازه معلومه کړي.

د دې څېړونکو د ډلې مشر هینري ډانیل ویلي چې (SARS-CoV-2) د لاړو غدې کاپي کوي. له بلې خوا کله چې په کورونا وایرس اخته کس ټوخېږي یا پرنجی کوي یا خبرې کوي، له بدنه یې یوه اندازه وایرس وځي او نورو ته خپرېږي. خو دا ژاولې په لاړو کې موجود وایرس شنډوي چې دا د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي تر ټولو اسانه لار ده.

Play

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...