یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د پنجاب والي له بریتانوي او ترک چارواکو سره پر...

د پاکستان د پنجاب والي له بریتانوي او ترک چارواکو سره پر افغانستان غږیدلی

تاند:( چارشنبه ، د قوس اوولسمه)‏‏‏ د پاکستان د پنجاب ایالت والي چوهدري محمد سرور، چې له څه مودې راهیسې په یو شمېر بهرنیو سفرونو وتی، په پرله پسې ډول د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کوي.

پاکستاني رسنیو له څو ورځو راهیسې بریتانیې ته د نوموړي د سفر راپورونه خپرول، چې په پرله پسې توګه یې د افغانستان د وضعیت په اړه بریتانوي چارواکو سره خبرې کولې.

هغه له افغانستان سره د بشري مرستو د غوښتنې تر څنګ، د مرستو د نه رسیدو بدې پایلې بیانولې او د افغانستان په اړه یې د خپل هېواد سیاستونه تشریح کول.

اوس د پنجاب والي ترکیې ته په سفر رسیدلی او هلته یې یو شمېر چارواکو او سیاستوالو سره د کشمیر، افغانستان او فلسطین پر موضوعاتو خبرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې بریتانیې ته د سفر پر مهال د هغه د لیدنو عمده اجنډا افغانستان وه، خو ترکیې ته د سفر پر مهال یې پر کشمیر او فلسطین هم بحثونه کړي.

چوهدري محمد سرور ترکي او بریتانوي چارواکو ته د خپل هېواد د صدراعظم عمران خان د هغو اقداماتو یادونه کړې، چې د افغانستان د سولې او ورته د بشري مرستو د همغږي کولو په اړه یې کړي دي.

هغه ویلي، چې یو ځواکمن افغانستان د ټولې سیمې او نړۍ ضرورت دی او هڅې باید ورته وشي.

د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو دا ډول هڅې د یو شمېر افغان سیاستوالو د نیوکو وړ ګرځیدلي.

څه موده مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي په ښکاره له پاکستان څخه وغوښتل، چې د افغانستان په استازیتوب په نړیوال سټېج کې له رول لوبولو ډډه وکړي.

طالب چارواکي ټینګار کوي، چې دوی مستقل دي او څوک یې په چارو کې مداخله نه شي کولای، خو د دوی او پاکستاني چارواکو د اوږدو لسیزو د پېچلو اړیکو او پر طالبانو د پاکستان د اوسني سیوري په اړه خلک ډېرې پوښتنې لري.

3 COMMENTS

  1. د پنجاب والی دی د هیرا مڼدۍ غم وخوري، او انګلیس دی نور وشرمیږي!
    ترکیه خو خپله کله خامی و ښودله!
    طالبان څه غیرت لری چې پوښتنه وکړي؟

  2. أتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسكم٠٠٠٠٠قرآن كريم -من سرحداتم را ميبندم تا ميوه جات افغانستان  گنده شود،مریضان بمیرند و غیره و به دگران میگویم کمک کنید که فاجعه بشریست نهایت احمقانه ،ظالمانه و غیرانسانی میباشد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب