تاند:( چارشنبه ، د قوس اوولسمه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ناټو مرکز بروکسل ته په سفر ورغلی او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره یې لیدلي.
قریشي د دغې لیدنې پر مهال خبردرای ورکړی، چې د افغانستان بشري ناورین په چټکۍ سره مخ په پراخیدو دی او دوی ورته سخت اندیښمن دي.
د ده په وینا، که طالبانو سره تعامل ونه شي، وېره ده چې افغانستان نه به د کډوالو د وتو بحران هم پياوړی او دغه هېواد د ترهګرۍ د پټنځای ترڅنګ د نیشه یي توکیو د تولید په عمده مرکز بدل شي.
پاکستاني وزیر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په عاجل ډول افغانستان ته د بشري مرستو په سمبالولو کې ګام واخلي.
هغه ادعا کړې، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات ژمنو ته ژمن دی.
شاه محمود قریشي په دې برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې کوربه توب ته اشاره کړې، چې د دسمبر په نولسمه به پاکستان کې د افغانستان د بشري ناورین په اړه جوړه شي.
پاکستاني رسنۍ وایي، چې د ناټو سرمنشي له قریشي څخه افغانستان ته د دوی د پاملرنې له کبله مننه کړې ده.
یو شمېر افغان سیاستوال او دیپلوماتان بیا وایي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره افغانستان په نړیوال سټېج کې په شدت سره منزوي شوی او دا هغه لوی ارمان و، چې پاکستان له پخوا نه درلود.
د دوی په وینا، پاکستان ته له دغه وضعیت سره په نړیوال سټيج کې د مطرح کیدو ښه فرصت په لاس ور غلی او کولای شي د افغانستان د استازیتوب په پلمه ځانته لابي وکړي او نړیواله پاملرنه ور جلب شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو سیاستوالو له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغانستان د استازیتوب حق دې ځانته نه ورکوي.
پر طالبانو هم نیوکه ده، چې ولې یې د بهرني سیاست واګې تر ډېره پاکستانیانو سره دي.
طالبانو په دې اړه عامه نیوکو او افکارو ته کوم قانع کوونکی ځواب نه دی ویلی.
درنو او قدرمنو
دا څه چل دی چې تر افغانانو هم دا سړی او دا پنجاب د افغانستان ډیری بغاری وهی
د ورځې لس ځله دنیا ته بغاری وهی چی افغانستان… افغانستان او افغانستان دا ولی ؟
الله رب العزت او قهار ذات د دا ناورين پر ظالمانو مسلط کری
یقولون پافواههم مالیس فی قلوبهم
که ولس ريښتينی وي او ځان افغانا ويني، نو ولې داسې چوپ ناست ده. له دې نور شرم او بې اختیاره ژوند د بل بادار په لاس کې نور څنګه وي؟؟؟. طالب که ځان ته افغان وايي ولې چوپ ناست ده؟؟؟ تر کله به زموږ ژوند او وطن د بل په واک کي وي؟؟؟ هغه افغانيت او ستاسو قرباني د پنچيانيانو لپاره وې؟؟؟