شنبه, مې 18, 2024
Home+کونډه کله خداي‌ لري؟!/ فرشته جلالزۍ

کونډه کله خداي‌ لري؟!/ فرشته جلالزۍ

زموږ یوه خپله وه ، زړه وه.‌

کله – کله به زموږ کره راتله.

تر ډېرو به ږغېده.‌

چاي به یې څښل ، چاي‌ به یې څښل!

خلکوبه ویل چې نوې خبرې یې په یاد کې نه پاتې کېږې.

یوازې د پخوا وختونو کیسې به یې کولې.‌

خلکو به ویل چې لیونۍ شوې ده.

زه به ورڅخه بېرېدم.‌

خداي پاک دې وبخښي.‌

اوس فکر کوم چې هغه لیونۍ نه وه.‌

اوس زه خپله دغسې شوې یم.‌

زه لیونۍ نه یم.

هسې مې نوې خبرې هېرېږي.

خو د پخوا خبرې مې سمې په یاد دي.‌

مثلا، زه کلي ته تللې یم ، ناوکۍ یې راوړې ده .

داسې  مې په یاد ده لکه دا اوس چې په اورجي کې سر ږمنځوي.‌

د سر تېل یې د ګل ګلابو بوي لري.‌

ما پښې په تناره کې ځړولې دي، ګازرې خورم.

ناوکۍ ته ناسته یم، هغه ځان جوړوي.

ږمنځ یې زرغونه ده،‌ زري‌-زري خالونه لري.

په زړه کې وایم چې که دا غرمه ویده شوه او ما یې له صندوقچې دا ږمنځ‌ غلا کړه ؟

ناوکۍ په دواړو لاسونوکې تنګ بنګړي‌ اچولي دي.

په زړه کې وایم چې داسې بنګړي‌ څه کوم چې شرنګا نه کوي؟‌

پیکی یې په  رنګه سیخکو جلا کړی دی.‌

شاته یې دوې اوږدې – اوږدې چوټۍ کړي.‌

اخ! زما مور ظالمه ده.

مور مې وايي‌ چې نجلۍ واده شي بیا به پیکی ړنګوي، په منځ به یې جلا کوي.‌

زه چرت وهم چې کله به ودېږم؟

څه د سره بخمل کمیس یې اغوستی دی!

څه د زري لاک سپینه ګامچه به یې پر سر ده!

تر کلوشو یې څه مرۍ او وټي ختلي دي.‌

سپینې د خامکو پایڅې یې دي.‌

اخ! زما مور ظالمه ده.‌

زما مور وايي‌ چې نجلۍ واده شي بیا سپینې پایڅې اغوندي.

زه چرت وهم چې کله به ودېږم؟

د ناوکۍ سترګې تورې دي.‌

څه د زرتارو رنجمله لري.

ځه د زرو میخکی یې په پوزه دی.‌

پښې یې هم سرې کړې دي.‌

اخ! زما مور ظالمه ده .‌

زما مور وايي‌ چې نجلۍ  واده شي  بیا پښې سرې کوي.‌

زه چرت وهم چې کله به ودېږم؟

ناوکۍ واده وه چې دا دومره شیان یې درلودل.

د ناوکۍ میړه چې مړ شو ، زه کلي ته تللې وم.‌

ناوکۍ تور ټیکری پر سر و.‌

سیخکي یې ټول ایستلي‌ وو.

صندوقچه یې ماته راکړه .‌

لاسونه یې سپیره وو.

بنګړي یې ټول ایستلي وو.

وایم: ناوکۍ ته دا شیان نه غواړې؟

وايي: یا ، دغه دي‌ ستا یی.

وایم: خداي به تا ته نور درکړي؟

وايي: یا ،‌کونډه کله خداي لري.

ناوکۍ ما ته نه کتل، ولټېده ، پښې یې سپېرې وې.

د ناوکۍ کلوشې نه وې.

د تناره غاړې ته ایرې پرتې وې.

په اورجي کې د خاورو بوي و.

له کلي تر کابله په چرت کې وم چې ناوکۍ ولې خداي نه لري؟

زما مور خو به ویل چې خداي د هر چا خداي دی.

د ناوکۍ صندوقچه مې تر ډېرو ساتلې وه.

هغه زرغونه ږمنځ‌ پکښې وه.‌

هغه د زرتارو رنجلمه پکښې وه.‌

بنګړي پکښې وو.

خو لا هم کله کله فکر کوم چې  ناوکۍ به هغه خپله غاړکۍ څه کړې وه؟

سره مرجان او لونګ یې ګډ، په زرغونه سپڼسي کې پییلي وو.

یو هغه په صندوقچه کې نه وه‌.‌

 اورجی: اورجاي، دتناره خونه ، لکه اشپزخانه

رنجلومه: د رنجو ګوډی

پیکی ړنګول: پخوا به ټولو نجونوتر واده مخکې پیکي درلودل او د واده په ورځ‌ به یې پیکی په منځ ور جلاکاوه . پیکی د مجردي (پيغلتوب )‌ نښه وه.

زري لاک: پخوا به د زرکو یا زري ټاپې ته ویل کېدل چې پر ساده ټوکرانو به لګېدلې وې.

ګامچه: یو ډول پوړنی و چې ناویانو او ځوانو ښځو به پر سر کول.

ناوکۍ: پخوا داسې رواج و چې کله به یې ناوي راوړه ، د کور خلکو به د هغې په خپل نوم نه بلله، د ناز نوم به یې پرې ايښود، ډیرو خلکو به ناوکۍ بلله.

4 COMMENTS

  1. دغه میرمنه وهڅوئ چې لیکنې وکړي قلم یی خوږ دی
    خو داعکس یی وربدل کړئ یوبل داسې عکس یی غوره کړئ چې واضح او روښان وي

  2. عزتمني خوري سلامونه،
    د راتلونکي عيسوي کال پوره پنځوس کاله کيږي چي له خپل کلي نه وتللي او په يوه اروپايي ملک کي ميشت يم يوه خاطره مي راپه ياد شوه:
    دا ستاسو ليکنه له همداسي يوي واقعي سره لګيږي چي زموږ په کلي کي پريوي پيغلي لږ وخت له واده ورسته پيښه شوه چي ميړه يي مړ شو اودا ناوي کونډه شوه.
    ستاسو په کوتو برکت ليکني مو ډير په ومينه لولم

  3. درویش ملنګ او لوګی صاحب،
    ستاسو دواړو له لطف او مهربانۍ یوجهان مننه کوم! تاسو چې زما لیکنې لولئ ماته د زړه قوت راکوي او ما تشویقوي .

    درویش صاحب ، دا عکس ما قصدی انتخاب کړی دی. دا غیر واضح او غیر روښان عکس لکه زما ژوند داسې غیر واضح اوغیر روښان دی. پرېږده چې همداسې وي. که حالات بدل شول بیا به یې بدل کړو.

    خداي تاسو په عزت کې لري.

  4. وایم: خداي به تا ته نور درکړي؟
    وايي: یا ،‌کونډه کله خداي لري.

    جلالزۍ خوري په متن کي مو یو ستر روښانه او تریخ حقیقت نغښتی دی. قلم دی روان اوسه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب