کله- کله انسان ته چانس ورکول کېږي، چې له مرګه وژغورل شي، یا هم لږ واک ورکول کېږي، چې د خدای د نورو مخلوقاتو خدمت وکړي. دا انسانان دي چې د دغو شېبو په درک کولو کې ناغېړي کوي.
په سمندر کې د یوه پرهېزګار شخص کښتۍ ته اوبه ننوتې. پرهېزګار خدای« ج » ته سوال وکړ چې ده ته نجات ورکړي.
پر دې مهال له لرې یوه کښتۍ راغله، سپرو کسانو يې پرهېزګار ته وویل، ژر کوه راوخېژه چې وژغورل شې. پرهېزګار ور ته وویل، ما له خپل خدای«ج » څخه مرسته غوښتې ده، ستاسو مرستې ته اړتیا نه لرم.
دا کښتۍ ورڅخه لاړه او څه شېبه وروسته بله کښتۍ راغله او بیا پرهېزګار په خپله خبره ټينګ و او کښتۍ ته ور ونه خوت.
له دې وروسته پرهېزګار په اوبو کې ډوب او مړ شو.
څرنګه چې پرهېزګار او ښه سړی و، په هغه دنیا کې يې له خپل خدای «ج» څخه ګیله وکړه چې له ډوبېدو يې ونه زغوره.
لوی خدای«ج» په ځواب کې پوه کړ، چې ستا د نجات لپاره مې دوه کښتۍ در ولېږلې، خو تا په خپله نه غوښتل چې نجات ومومې. خپله دې دا چانس په اوبو لاهو کړ.
پر طالبانو خدای ج نصرت وکړ، که له دې وروسته يې دغه د خدای«ج» نصرت سمبال نه کړي او شکر يې ادا نه کړي، لاره يې ډوبېدو ته ده.
د شکر ادا کول! په واقعي توګه عمومي عفوه ده.
د ملت خپلول دي،
له تکبر او غرور څخه پرهېز دی،
ښځو ته د کار او تحصيل اجازه ده،
له تبعیض څخه نفرت دی،
له فساد سره مبارزه کول دي،
ټولو قومونو ته په حکومت کې ځای ورکول دي،
په اداره کې د مسلکي کسانو څخه ګټه پورته کول دي، که طالبان هم نه وي،
له تېرو تجربو څخه ګټه پورته کول دي،
تېرې تجربې!
د داودخان نه ماتېدونکی جمهوریت مات شو،
د خلقیانو برګشت ناپذیر انقلاب برګشت پذیر شو،
د پرچميانو سپینه قطبي یږه په تېښته بریالۍ شوه،
د مجاهدینو رهبران د خدای په قهر ککړ شول،
طالبانو هم په خپله لومړۍ دوره کې ښه ورځ ونه لیده،
حامد کرزی ته بې له چپنې بل وياړ ورپاتې نه شو،
د ډاکټر محمد اشرف غني د ټولي هوښیارۍ او علم سره دوبۍ ځای شو,
پر ملت او هېواد رحم په کار دی!
دوزخ او جنت د خدای « ج »په واک کې دي، د خدايي دعوه فرعون کړې وه چې رود نیل يې ځای شو.
د جنت او دوزخ پرېکړې خدای«ج» ته پرېږدئ، خپله دنده چې هېواد او د خدای «ج» خلکو ته خدمت دی، تر سره کول پر ملت او هېواد رحم کولو ته وايي.