Home+د افغانستان د غمیزې سناریو| دولت وزیري

د افغانستان د غمیزې سناریو| دولت وزیري

لومړی د فلم سناریو جوړېږي، وروسته دا متن د ډیالوګ په بڼه لیکل کېږي، په فلم کې لوبغاړي او د هغوی کړنې ټول د سناریو په چوکاټ کې تر سره کېږي. د لوبغاړو حرکات، احساسات او ډیالوګ د فلم د داستان په ژوندي کولو او تمثیل کې مهم رول لوبوي.

څوک چې فلم ګوري د هغه چا په هکله هېڅ فکر نه کوي چې د فلم سناریو يې جوړه کړې وي او په کومه موخه يې جوړه کړې وي. دوی یوازې د اداکارانو کړنو ته ګوري او د فلم په هکله د ښه او بد نظر ورکوي.

اوس،

د افغانستان د کړکېچ سناریو له لویه سره انګرېزانو لیکلې وه.

انګرېزانو د هند د خپلولو لپاره هغه لوبې په افغانستان پلې کړې، چې تر اوسه يې ټپونه تازه دي. نه رغېږي او نه یې درمل شته.

وروسته يې سناریو د دوام لپاره امریکا ته وسپارله.

  امریکا د سناریو له مخې:

– د پاکستان په رسمیت پېژندل.

– په ۱۹۵۴ م کال له پاکستان سره د امنیتي تړون لاس لیک کول.

په دې پلمه چې افغانستان په سینټو او سیاتو کې شامل نه شو، د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل.

– د شاه محمود خان او محمد داود خان غوښتنو ته چې د وسله وال پوځ سره مرسته وه منفي ځواب ویل.

– افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو راکشول.

– په ویټنام کې د خپلې ماتې د غچ اخیستلو په خاطر افغانستان د پاکستان -غېږې ته ورټېل وهل.

– د جهاد پر مهال يوازې له جګړه مارو سره مرسته کول.

– په افغانستان کې په لوی لاس د ملګرو ملتونو د سولې پروګرام ناکامول.

– د شمالي ټلوالې او طالبانو تر منځ جګړو ته پکی وهل.

– د امریکا د تجارتي مرکزونو د برجونو ويجاړول او د افغانستان د ویجاړولو لپاره د اسامه پلمه نیول.

– شل کاله په ډول ډول پلمو په افغانستان کې د جګړې تازه ساتل.

– د جمهوریت په کلونو کې د ستر فساد رواجول.

– په شلو کلونو کې د ټوپکسلارانو او فاسدینو سره همکاري او د ملت ځورول.

– په وسله وال پوځ کې د تقاعد په نامه د سقوط لپاره د شرایطو اماده کول.

او اوس،

د طالبانو په رسميت نه پېژندل، په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ نه ورکول، د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل کول، له هېواد له وحشت نه په ډکه طريقه د افغانانو ویستل،

دا ټول د همغه جوړې شوې سناریو برخه جوړوي، چې انګرېزانو ور سپارلې وه.

تر اوسه سناریو د انګرېزانو او امریکایانو له خوا د دوی د غوښتنو سره سمه تر سره شوې ده او لوبغاړي یې په ښه ډول لوبوي.

که افغانان غواړي چې د فلم پای ګډوډ کړي یوه لاره لري او هغه ملي یووالی دی.

1 COMMENT

  1. جنرال وزیري صیب سلام!
    ملي یو والی به څنګه رایشي څې:
    ۱-د امارت خارجه استازیتوب کریشي کوي ! او حقانیان درته ای اس آی په کابینه کې درمڼډي!! او …
    ۲- د تاجک ټبر تش په نامه هیرو ګان په پاریس کې د داعش دعوا مخکې بیایی؛ خو د پیریس ښاروال د آمر میډال د خپل سپي غاړه کې اچوي. او نور نخبه ګان !! ېې تاجکوستان او دوبی کې بیانات ورکوي او له خپلو فسادي ملیاردونو نه عیش کوی!!!
    ۳- فارسي-ایراني-اهل تشیع هم غلي نه شي کیناستلای !!!لکه د ملا نصر دین نو شادر ېې آخوندانو استعمال کړي وي!!!!
    ۴- او هغه چار ستاره يي تش په نامه مارشال هم بلاتشبیه جنت نشانه ویلاګانې په تیښته پریښودې او دانقرې وچو کوڅو کې به ایشچ مشچي لټوي !!!!!خه هه.
    ۵- او هغوی چې ځان افغان نه ګڼي لکه فدرام مدرام!! او ځینې بلوڅان او …….
    نو ښه به ملي یو والي (وحشت ملي ګلمرجانیزم!) جوړ کړې!
    E=MC۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...