یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهافغانستان بانک د امرالله صالح څرګندونې رد کړې

افغانستان بانک د امرالله صالح څرګندونې رد کړې

تاند:( چارشنبه ، د قوس اوولسمه)‏‏‏د افغانستان بانک په يوه اعلاميه کې د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستيال امرالله صالح پرونۍ څرګندونې، چې د افغانستان د بانکونو د سقوط په اړه وې، رد شوي دي.

افغانستان بانک ويلي، چې دوی د ټولو خصوصي بانکونو او بانکي نظام پر چارو نظارت لري.

دغه بانک ويلي، چې د افغانستان بانکوالي په عادي توګه روانه ده او د نقدو مرستو له ترلاسه کولو سره یې چارې تر مخکینيو ورځو ښه شوي هم دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک دغه راز ويلي، چې له بانکونو سره د خلکو ايښودل شوي نقدي او نور امانتونه خوندي دي.

امرالله صالح پرون پر خپلې ټویټر پاڼې وليکل، چې د افغانستان له نړیوال بانکAIB پرته نور ټول بانکونه په افغانستان کې سقوط شوي او د خپلو مسوولیتونو د ترسره کولو وړتيا نه لري.

د هغه په وينا، طالبانو په خاموشه توګه د ټولو بانکونو واګې په لاس کې نیولي او شتمنۍ يې غصب کړي دي.

د امرالله صالح د معلوماتو له مخې، د بانکونو مالکان او مديران د طالبانو د شکنجې، اختطاف او غیر انساني چلند له وېرې له هېواده تښتیدلي دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو بيه په بېساري ډول پريوتې، چې د خوراکي توکيو بيې هم ورسره خورا لوړې شوي دي.

يو شمېر نړيوالو اقتصادي بنسټونو هم د افغانستان بانکونه او اقتصاد د سقوط په درشل کې ګڼلي او د ژغورنې لپاره يې د عاجلو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب