دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد هیلري کلینټن د جایزې ګټونکې: ط د نجونو د زده کړو...

د هیلري کلینټن د جایزې ګټونکې: ط د نجونو د زده کړو ممانعت ته هيڅ دليل نه لري

تاند:( چارشنبه ، د قوس اوولسمه)‏‏‏ د افغانستان د ښځو د روزنیز مرکز مشرې پلوشه حسن، چې تازه يې د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلينټن په نوم يوه مهمه ښځینه جايزه ګټلې، پر طالبانو د ښځينه وو د زده کړو د ممانعت له کبله نیوکې کړي دي.

نوموړې ويلي، چې طالبان د دغه کار لپاره هیڅ کومه توجيه نه لري.

د مېرمن حسن په وينا، طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال يې هم په مختلفو پلمو شپږ کاله له ښځينه وو د زده کړو حق اخيستی و.

هغه په دې اړه، چې ولې له افغانستانه د باندې ده او په کور دننه طالبان نه ويني او د ښځينه وو د حقونو د تامين لپاره مبارزه نه کوي، وويل: طالبانو د کابل له نیولو مخکې وښوده، چې پر سولې، تفاهم او خبرو باور نه لري.

پلوشه حسن په دې برخه کې د طالبانو لخوا هغو هدفي وژنو ته اشاره کوي، چې د جمهوري نظام په وروستيو کې يې شدت ورکړی و او يوازې کابل کې یې ګڼ ښځينه او مدني فعالان او نور مطرح کسان قربانیان شول.

د ښځينه حقونو دا مبارزه زياتوي، چې د هماغو هدفي وژنو له وېرې دې او نورو ډېرو فعالانو هېواد پرېښود او نورو هېوادونو ته لاړل او په افغانستان کې يې د اوسني نه موجوديت دليل هماغه د طالبانو هدفي وژنې وې.

طالبانو، چې له واکمنیدو سره يې د افغانستان شاوخوا څلور میلیونه ښځينه له زده کړو محرومې کړي، ټینګار کړی چې د شرايطو له برابرولو سره به د ښځينه وو د زده کړو موضوع حل کړي.

د طالبانو د رييس الوزرا يوه مرستيال مولوي عبدالکبیر بیا ویلي، چې په راتلونکي کال کې به د ښځينه وو ټول تړل شوي مرکزونه پرانيستل شي.

د‌ ښځينه وو د تعليمي، کاري حقونو او نورو فعاليتونو د نقض له کبله طالبان په نړيواله کچه تر سختو فشارونو لاندې دي.

دوی بيا ادعا لري، چې په نړیواله کچه تر هر چا ډېر دوی دغه حقونه په ښه ډول تامين کړي دي.

د طالبانو د قطر سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ خو لا دا هم ویلي، چې دوی چمتو دي څو خپلو نړیوالو منتقدینو ته د بشري او ښځينه حقونو د تامینولو په اړه ورکشاپونه جوړ کړي.

1 COMMENT

  1. دا بیا په کومه مرغانچو کې لویه شوې چې نه مو ليدلي او نه مو اوريدلې سر يې راپورته که؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب