جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمياخېل: ط د ناکامورا یو بندي قاتل خوشې کړی

مياخېل: ط د ناکامورا یو بندي قاتل خوشې کړی

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست او د ننګرهار پخوانی والي شاه محمود مياخېل وايي، چې طالبانو له واکمنیدو سره سم، د زرګونو نورو خطرناکو بنديانو تر څنګ د جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا يو بندي قاتل هم له زندانه خوشې کړی دی.

ښاغلي میاخېل پر خپلې فيسبوک پاڼې لیکلي: د ډاکتر ناکامورا قاتل امیر نواز محسود چې په حاجي دوبی مشهور و، د جنورې په میاشت کې په کابل کې د یو کس د اختطاف کولو په پیښه کې ووژل شو.

د هغه په وينا، نوموړی همیشه په تغیر د قیافې او جعلي اسنادو سره ګرځیده.

دغه پخواني افغان چارواکي زياته کړې: کله چې طالبانو په زرهاو نور مجرمین د بندیخانو نه خلاص کړل، د حاجي دوبی ملګری، خان ولي چې په دغه پیښه کې نیول شوې و، هم خوشې کړی دی.

شاه محمود مياخېل نه دي ويلي، چې طالبانو د ناکامورا له قاتلانو سره اړیکې لرلې کنه، يا طالبانو په دې قتل کې لاس لرلی کنه؟

څو ورځې مخکې د ناکامورا د وژل کيدو د دویم تلین په مناسبت د طالبانو یوه ویاند ویلي وو، چې د ناکامورا قاتلان به نيسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ځینو منتقدینو خپله همدوی د پاکستان په اشاره د ناکامورا په وژلو کې په لاس لري لرلو تورن کړي وو.

ناکامورا د افغانستان په ختيځ کې، پاکستان ته د کونړ سيند د وړیا بهېدونکو پریمانه اوبو یوه د پام وړ برخه مهار او لسګونه زره جریبه ځمکه کرنیزه کړه.

طالبانو بيا د هغه په وژلو کې لاس لرل ردکړی وو.

2 COMMENTS

  1. شامحمود خانه میاخله
    ټول بنیدیان خوشی شول ته خبر نه یی هغه قاتل چی ته یی ښیی هغه هم طالب و
    ته ویده یی فکر کوی چی طالبانو یوازی ناکامورا وژلی نو دا نور لکونه خلک دی شلو کلو کی چا ووژل لږ را ویښ شه خو برده والی
    ګوز مرده معاون داخله وی سهار به نهه بجی له خوبه ویښیدی اوس بغاری وهی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب