جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبښنې نړیوال سازمان ته غبرګون، ط وايي ټول افغانستان د ښځو د...

بښنې نړیوال سازمان ته غبرګون، ط وايي ټول افغانستان د ښځو د امن کور دی

تاند:( سې شنبه، د قوس شپاړسمه)‏‏ د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې د افغان ښځو د امن تړلې خونې زر بیرته فعاله کړي.

دغه سازمان د تاوتريخوالي د قرباني شویو ښځو د وضعیت په اړه انديښنه ښودلې او ویلي، چې د دغه مرکزونو مخکيني کارکوونکي او پکې پناه لرونکې مېرمنې له ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه سازمان په حواله، انديښنه یې په دې ده، چې طالبانو د واکمنۍ له پیل سره یې زرګونه زندانيان او له هغې ډلې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي عاملين هم له زندانونو خوشې کړي، چې د امن خونو د پناه لرونکو ښځو او د هغوی د مدافعینو په فشار بندیان شوي وو.

د طالبانو واکمنيدل، تر ټولو افغانانو ښځو ته ډېر خطرناک ځکه ګڼل کېږي، چې هم يې په عمومي ځايونو کې د هغوی د ګرځيدو او پوښاک لپاره جبري قیودات وضع کړي، هم يې د زده کړو، دندو او فعاليتونو حقونه ورڅخه اخیستي او هم یې راتلونکی برخلیک ورته ګونګ کړی دی.

د طالبانو يوه وياند بلال کريمي بيا د بښنې نړیوال سازمان د دغې تازه غوښتنې په غبرګون کې ويلي، چې دوی ټول افغانستان د ښځو د امن کور ګرځولی.

هغه ښځو ته د هر ډول ګواښونو موجوديت رد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب