دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپر یوه زاړه واده شوې ماشومه وژغورل شوه

پر یوه زاړه واده شوې ماشومه وژغورل شوه

تاند (شنبه، د قوس ۱۳مه) یوه افغان ماشومه چې کورنۍ یې د بېوزلۍ له لاسه پر یوه زاړه سړي پلورلې وه، بېرته خپل کور ته ستنه شوه.

د سی این این د راپور له مخې، وروسته له دې چې د ۲۲۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې د ۹ کلنې پروانه ملک د پلورل کېدو خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول، خلکو پرې سخته غوسه ښکاره کړه.

د پروانې کورنۍ سي این این ته وویل چې دوی د هغې پلار ته زارۍ وکړې چې لور ونه پلوري خو هغه ورته وویل چې د ډوډۍ او ژوندي پاتې کېدو لپاره بله چاره نه لري.

سي این این وايي، وروسته له دې چې پروانه خپلې کورنۍ ته ستنه کړای شوه، په امریکا کې یوې دېره غیرانتفاعي ټولنې، چې ټو یانګ ټو ویډ (Too Young To Wed) نومېږي، د هغې له کورنۍ او نورو کورنیو سره، چې د لوږې له لاسه یې خپلې ماشومانې پلورلې وې، مرسته وکړه.

دې مرستندویې ټولنې پروانه، د هغې خویندې، وروڼه او میندې یوه خوندي کور ته ولېږدولې.

پروانې د ژغورل کېدو په مهال سي این این ته ویل «‌ډېره خوشاله یم. خیریه موسسې له خپل خاونده وژغورلم، زما مېړه ډېر زوړ دی.»

دا وايي چې مېړه ورسره ډېر ځیږ چلند کاوه، سخت کارونه یې پرې کول.

د دې مور هم وویل چې لور یې وهل شوې او زارۍ یې ورته کولې چې بېرته یې کور ته ولیږي.

د ټو یانګ ټو ویډ ټولنې موسسې اغلې سټېفن سینکلېر سي این این ته ویلي چې په یوه بل کور کې د دې کورنۍ مېشتول د یوې لویې ستونزې موقتي چاره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب