دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ښځو په اړه د ملا هیبت الله فرمان، غبرګونونه او تبصرې...

د ښځو په اړه د ملا هیبت الله فرمان، غبرګونونه او تبصرې څه دي؟

تاند:( شنبه، د قوس ديارلسمه)‏ د ښځو په اړه د طالبانو د عمومي مشر (اميرالمومنين) ملا هیبت الله اخوند زاده پرونی فرمان د يو شمېر نړیوالو بنسټونو، افغان سياسي څېرو او ښځينه فعالانو له مختلفو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټایم ویس د دغه فرمان هرکلی کړی او ویلي، چې له طالبانو څخه د نورو داسې مثبتو ګامونو تمه کیږي.

هغه ټینګار کړی، چې د ښځينه وو د زده کړې، کار، سیاسي او رسنیز فعالیت د مساعدیدو لپاره هم باید اقدامات وشي.

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل هم د طالبانو د مشر د دغه فرمان هرکلی کړی او ویلي: ‏د ا.ا.ا تازه فرمان ،چې د ښځو مهم حقوق یې تضمین او د دې محروم قشر ملاتړ یې وکړ؛ د ستاینې او قدردانۍ وړ دی.ښځې زموږ د ټولنې نیمایي برخه ده. هیله مو دا ده چې د دوی د تعلیم، کار حقوق او هغه ټولې ازادۍ یې تضمین شي چې زموږ دین او غني کلتور یې هم ننګه کوي.

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي بیا وایي، چې په فرمان کې راغلي ټول موارد د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په تصویب شوي قانون کې راغلي او غوره ده، چې د ښځو د انساني او اسلامي حقونو د تامین لپاره هماغه قانون نافذ شي.

 د ولسي جرګې بلې مخکینۍ غړې فرزانه کوچۍ بیا د ملاهیبت الله دغه فرمان په توندو ټکیو نقد کړی او لیکلي: د ښځو حقونه د یوې پاڼې فرمان څخه ډیره لویه خبره ده.

د هغې په خبره، پنځلس ملیونه وګړو( ښځینه وو) ته د هغوی ټول حقه حقوق رسول د علمای کرام او قومي مشرانو له صلاحیت و مسؤلیت و وړتیا ډیره لوړ کار ده ځکه د دې په وینا پسه یې په لېوه سپارلې ده.

فرزانه کوچۍ طالب مشر ته په خطاب کې وایي: که ښځه اصیل انسان ګڼئ نو ولې مو ښځې د پالیسی جوړیدو په تمه په کورونو کینولي حال دا چې باید لکه نارینه د خپل کړنو کې لکه نارینه آزادې وي. (اوښ په بډه نه منډل کیږي).

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنرې شبنم صالحي بیا ویلي:طالب یا خپله همدومره ساده دی یا یې په ملت د ساده ګمان کړی دی، دوی فکر کوي چې په دی ډول فرمانونو به ملی او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي.

شبنم صالحي زیاتوي: په دې فرمان کې راغلي ټول حقونه په شریعت او د افغانستان په قوانینو کې شته، فرمان ته ضرورت نلري،فرمان یې باید په شکلي موضوعاتو کې صادر شي.

هغه وړاندې وایي:موږ چې کله د ښځو د حقوتو غوښتنه کوو هدف مو د هغوی اساسي حقوق لکه د زده کړو،کار سیاسي مشارکت حقونو دی نه فرعي حقونه.

نوموړې دا هم وایي، چې طالبانو ۴،۲ میلیونه نجونې په عمدي ډول له زده کړو بې برخي کړي او بیا په فرمان کې د هغوی په اړه هیڅ نه وی برعکس داسي فرعي موضوع لکه بد ورکول راوخلئ چې په ټول ۲۰۲۰ کال کې یې دوې پیښې په ټول افغانستان کې ثبتې شوې وې.

 د بشري حقونو د کمیسیون دا کمیشنره زیاتوي: دا فرمان هیڅ عملي ګټه د ښځو د وضعیت په ښوالي کې نلري، بې ځایه دی څوک پر ښځو احسان نه باروي او نه دې په ملت د ساده ګمان کوي.

 د طالبانو یو شمېر مطبوعاتي مبلغینو بیا دا فرمان ستایلی او د مختلفو جملو له تحلیلولو سره یې د ښو پایلو وړاندوینه کړې ده.

د طالبانو عمومي مشر ( امیرالمؤمنین) ملا هیبت الله اخوند زاده په داسې حال کې، چې هغه او پلویان یې په نړیواله کچه د ښځو د حقونو په پراخ نقض تورنيږي، پرون د ښځو د حقونو د تامين په اړه يو ځانګړی فرمان ورکړی.

هيبت الله اخوند زاده په دې فرمان کې د نکاح په اړه د نجونو او کونډو رضايت شرط کړی.

هغه دغه راز د ميراث او مهر په اړه هم د ښځو د حقونو د تامين امر کړی او د څو ودونو لرونکي کسان یې د مېرمنو تر منځ عدالت ټینګولو ته بللي.

د طالبانو اميرالمومنين په دې فرمان کې ستره محکمه، د حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه د فرمان عملي کولو ته مؤظف کړي دي.

هغه د ښځو د زده کړو او کار د حقوقو په اړه چې طالبان يې په نقض ډېر تر نیوکو لاندې دي، څه نه دي ويلي.

ویل کیږي، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو سره سم، له شاوخوا ۴ ميليونه ښځينه وو څخه د زده کړو او کار حقونه اخيستي دي.

دوی له دې کبله په پراخه کچه د افغانانو او نړیوالو تړ نیوکو لاندې دي.

د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخند څو ورځې وړاندې مدعي شو، چې د ښځو حقونه په نړۍ کې هیچا د دوی په شان نه دي تامين کړي.

1 COMMENT

  1. د تالبانو د مشر فرمان د ښځو د حقونو د خوندیتوب په هکله که څه هم نیمګړی او د میرمنو او نجونو هغو بنیادی حقونو ته پکی اشاره نه ده شوی چی په یوه متمدنه او سلامی ټولنه کی د بحث وړ موضوعات اصلً نه بلل کیږی.

    د نجونو او میرمنو د تعلیم او تحصیل او د کارونو تر څنګ د ژوند په هره برخه کی باید ددوۍ حقونه خوندی وی او هم باید د خپل برخلیک په هکله ازادی او بی له ویری فیصلی وکولی شی.

    پدی کی شک نشته چی زمونږ په ټولنه کی نجونی او میرمنی د هغه حقوقو څخه هم محروم شوی چی د خپل سرنوشت په هکله له دوۍ نه نظر پوښتنه وشی او د خپل ژوند د مهمی پریکړی په هکله يی رايی ته احترام وشی.

    ددې ګام هرکلی کوو خو لکه چی مو وویل په یوه ګل نه پسرلی کیږی او د نجونو او میرمنو حقونو خوندیتوب ته باید لمړیتوب ورکړل شی تر څو د ژوند په هر ډګر کی خپل رول ولوبولی شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب