دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهفرانسې ۳۳۰ بهرني او افغان اتباع له کابله وایستل

فرانسې ۳۳۰ بهرني او افغان اتباع له کابله وایستل

تاند:( شنبه، د قوس ديارلسمه)‏فرانسوي چارواکو اعلان کړی، چې د فرانسوي، افغان او نورو هېوادونو د اتباعو په ګډون یې ۳۳۰ تنه له کابله په یوه ځانګړي پرواز کې ایستلي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، چې دغه کسان یې له کابل هوایي ډګر څخه د قطر هېواد په همکارۍ ایستي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې به ویستل شویو کسانو کې 258 تنه افغانان، 11 فرانسویان او شاوخوا 60 تنه هالینډیان او د نورو هېوادونو اتباع شامل دي.

ویل شوي، چې د سپتمبر له لسمې وروسته، فرانسې شاوخوا څلور سوه افغانان او څه باندې سل فرانسویان له کابل څخه بهر ویستي دي.

فرانسې دا هم ویلي، چې له قطر سره په ګډه یې د دسمبر په دویمه افغانستان ته د روغتیایي مرستو یو ماموریت ترسره کړی.

دغه هېواد په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ویل کیږي، چې د بهرنیو مرستو په ډېرو الوتنو کې له افغانستان څخه بیرته افغان او بهرني اتباع انتقالیږي.

طالبانو د دغو الوتنو په اړه څه نه دي ویل کیږي.

د ځینو راپورونو مطابق، دا بهیر تر ډېره د قطر هېواد په منځګړتوب همغږی کیږي.

پرون یوې امریکایي رسنۍ وویل، چې د دغه هېواد کانګريس له افغانستان څخه د نورو خلکو د ايستو او بيا مېشتېدو لپاره ۷ ميليارده ډالره نوره بوديجه منظوروي.

دا بوديجه به له هغه ۶٫۷ میلیارده ډالرو څخه جلا او اضافي وي، چې په تېر سپتمبر مياشت کې تصويب شوې وه.

معلومه نه ده، چې متحده ایالات به کله او په څومره شمېر نور افغانان له افغانستان څخه باسي.

د دوی د لېږد موضوع د امريکا له مهمو لومړیتونو څخه ګڼل کېږي.

په دوحه کې د طالبانو او امريکا د تازه خبرو په ترڅ کې هم ياده موضوع بحث شوې او امریکايي لوري د خطر سره مخامخو افغانانو خوندي لېږد له طالبانو سره د تعامل په اساسي شرطونو کې ياد کړی.

د طالبانو له واکمنیدو، د فقر او بې کارۍ له شدت او د ژوند د بڼې په اړه د طالبانو لخوا ورځ تر بلې زیاتیدونکي قیودات له افغانستان څخه د ميليونونه کسانو د تېښتې او وتو د هڅو سبب شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب