Home+په بریتانیا کې بې درکه شوی افغان ماشوم وموندل شو

په بریتانیا کې بې درکه شوی افغان ماشوم وموندل شو

تاند- یو افغان ماشوم، چې څه کم یوه میاشت پخوا له افغانستان څخه بریتانیا ته تللی و، له بې درکه کېدو وروسته وموندل شو.

د بریتانیا پولیس وايي، دا ۱۱ کلن افغان ماشوم، چې محمدخان نومېږي، د استوګنې له ځایه ۱۲۰ مایله لېرې وموندل شو.

د بریتانیا پولیسو نن / پنجشنبه وویل چې محمدخان په بریسټول کې روغ رمټ موندل شوی دی.

بریتانیايي رسنیو نن لیکلي وو، دا ماشوم، چې محمدخان نومېږي، څه کم یوه میاشت وړاندې بریتانیا ته راغلی و.

د محمدخان په اړه دغه راز ویل شوي چې په پښتو ژبه خبرې کوي او یوازې څو ټکي انګلیسي ویلی شي.

نوموړی د سې شنبې د مازدیګر په ۴ بجې د لیويشم په دیپفورډ کې هغه مهال لیدل شوی چې یوه پارک ته د فوټبال لپاره روان و.

تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې نوموړی ولې یا چا ۱۲۰ مایله لېرې بریسټول ته بېول شوی و؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...