یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهکرزی: ط وروڼه دې لويه جرګه جوړه او خپل دولت ته مشروعيت...

کرزی: ط وروڼه دې لويه جرګه جوړه او خپل دولت ته مشروعيت پیدا کړي

تاند:( پنجشنبه، د قوس يوولسمه)د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې طالبان د افغانستان د اوسني دولت او ده ته د پخوا په شان د وروڼو حيثيت لري.

نوموړي بي بي سي ته په يوه تازه مرکه کې دا خبره کړې ده.

کرزي په ورته وخت کې د طالبانو د واکمنۍ د مشروعيت موندلو لپاره د لويې جرګې په جوړولو ټينګار وکړ.

هغه د ښځو تعليمي او نور حقونه خوندي کول د افغانستان د پرمختګ لپاره ډېر اړين ګڼلي او ويلي، چې له دې پرته به افغانستان سوکاله او ارامه نه شي.

حامد کرزي د افغانستان له ګاونډيانو او په ځانګړي ډول له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

پخواني ولسمشر دغه راز، د طالبانو لخوا د ده نظر بند کول رد کړي او ويلي، چې داسې راپورونه بې بنسټه دي او يوازې په قانوني ډول د هغه د ښه حفاظت لپاره امنيتي تدابير پياوړي شوي دي.

حامد کرزي په دې مرکه کې دا هم وويل، چې د طالبانو په حکومت کې غير طالبان هم شته، خو په دې اړه نور کار هم بايد وشي او د حکومت غېږه پراخه کړل شي.

5 COMMENTS

  1. دغه ټولې بدبختۍ د خرزي د لاسه دي دغه خبيث وه سي چور او چپاول يې قانوني کړ. دغه خبيث هر چاته سترګک وهي.دغه رڼډۍ کله وجدان او شرم لري.

  2. کرزی بی شرفه او بی حیثیته خپل حکومت ولی پراخول او غیږه یی نورو خلکو ته نه خلاصوله سی ټول پنجشیری شورای نظاریان او کندهاری لوټماران او دی خپلی کورنی لوچکان یی پکی راټول کړی ؤو؟
    یوازی د پنجشیر څخه شپږ وزیران او یو د ریس جمهور لومړی معاون ؤو، خپل بیسواده، غل ورور( محمود کرزی ) یی هم پر غنی وروتپل.

  3. President Karzai should be reminded that utilizing Looyaa-Jirghaa while a group is already forcefully in charge of a nation is useless. Because Loyaa -Jirghaa members selected will do exactly as been told under the gum.

    Nothing short of general election exclusively based on one vote per eligible person will be able to legitimize a government.

  4. مفتي محمود د مولانا فضل الرحمان پلار
    On 26 March, the three main political parties made an agreement that was signed by Z. A. Bhutto from PPP, Abdul Wali Khan from NAP, and Mufti Mahmood from JUI. On 1 May, Mufti Mahmood took oath as Chief Minister of the NWFP. During his tenure as Chief Minister he took introduced many reforms: Forbidding Alcohol; announcing Urdu as Official Language in Government offices; forbidding western dress in the Government Departments, implementing Jahaiz Act, Ban on Betting; making nazira (reading of Quran) a pre-requisite for admission in educational institutions; Enforcing Pardah; Ramazan Ordinance; Ban on Interest; Friday as Holiday and formation of a Board for formalizing Islamic Laws. He was quite efficient and strict in his administration but in 1973, he resigned from his position of chief minister as a protest against the unfair dismissal of the Balochistan Government. In the same year, various political parties of Pakistan formed a coalition of the “Muttahida Jamhoori Mahaz” in order to combat the undemocratic and autocratic ways of Bhutto. Mufti Mahmood was appointed as its Vice-President. Thus Mufti Mahmood played an important role in civil disobedience movement against the Bhutto government.
    https://storyofpakistan.com/mufti-mehmood/
    مفتي هم همدغسي يو حکومت په اويايمه لسيزه اعلان کړی وو چې بيا بوټو پرې د انګرېزانو په مشور تنخواګانې ودرولې او په صوبه يې اوړه او نور خوراکي مواد بند کړل چې ايالتي حکومت يې ړنګ شو او دوام يې ونه کړ.
    ښاغلي کرزي ته پته ده چې دغسې حکومتونه طالب ته ګټه نه کوي او د نوموړي ټوله موخه او کوښښ دا دی چې طالبانو ته مشروعيت وروبښي او د ولسمشر غني مخه ونيسي. اګر چې هغه ته نورې بهرنۍ ستونزې هم شته، خو کرزی له دننه کوښښ کوي چې طالب ته يو څه مشروعيت وروبښي او له دې ليارې بيرته واک ته ورسيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب