جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهروسیه او پاکستان: افغانستان کې ژوره بشري فاجعه روانه ده

روسیه او پاکستان: افغانستان کې ژوره بشري فاجعه روانه ده

تاند:( پنجشنبه، د قوس يوولسمه) ‏ د طالبانو د حکومت دوو مهمو سیمه ییزو ملاتړو( پاکستان او روسیې) په افغانستان کې د ژورې بشري فاجعې په اړه شدیده اندیښنه ښودلې او ویلي، چې نړیوال باید د دغه وضعیت د مهارولو لپاره په عاجل ډول لاس په کار شي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې دا اندیښنه مسکو ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف په مشرۍ د ورغلي پلاوي د سفر پر مهال څرګنده شوې ده.

یوسف له خپل روسي سیال نیکلای پاتروشف سره لیدلي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې مفصلې خبرې سره کړي دي.

په روسیه کې د پاکستان سفارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې روسیه او پاکستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د ګډو هڅو په ترسره کولو ټینګار کړی دی.

دواړو لوریو دا هم ویلي، چې افغانستان کې دمګړۍ یوه انساني فاجعه روانه ده او دوی ورته سخت اندیښمن دي.

روسیه او پاکستان له نړیوالو غوښتي، چې د دغې فاجعې د مهارولو او پایلو د لا خرابیدو له وېرې باید زر لاس په کار او افغانستان ته بشرپاله مرستې واستوي.

دغه دوه هېوادونه او نور هغه، چې ظاهراً د طالبانو ډېر ملاتړي دي، خپله یې د ځینو شنونکو په باور له افغانستان سره ممکنه او لازمه مرسته د فاجعې د مخنیوي لپاره نه ده کړې.

روسیه او پاکستان یادې څرګندونې په داسې مهال کړي، چې پرون ناوخته د نړیوال بانک مدیره پلاوی د افغانستان د کنګل شویو ۱۰ میلیارده ډالره بانکي زېرمو د ۲۸۰ میلیونو په ازادولو هوکړې ته رسیدلی دی.

دا پیسې به یونیسف او د خوړو نړیوال سازمان ته ورکړل شي، چې د افغانستان ۲۴ میلیونه فقر ځپلو وګړو ته د عاجلو مرستو په برابرولو کې استفاده ورڅخه وکړي.

پرون ناوخته ‏د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان اړوند د ماشومانو مرستندویه ټولنه، سېف دي چلدرن خبرداری ورکړ، چې په پيل شوي وژونکي ژمي کې د میلیونونه وږو ماشومانو ترڅنګ افغانستان ۸ لکه داسې ماشومان هم لري، چې سمه سرپناه نه لري.

همدا پرون، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په راپور کې خبرداری ورکړل شو، چې د افغانستان کورني ناخالص عواید به د 2020 م کال له شل میلیارده امریکايي ډالرو څخه شپاړس میلیارده ډالرو ته راکم شي.

طالبانو د ملګرو ملتونو دو راپورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د‌ دوی له واکمنیدو سره په افغانستان کې ژور اقتصادي او بشري ناورين رامنځته شوی او تر ۲۴ میلیونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري.

د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند څو شپې مخکې له ملي ټلويزيون څخه په خپله خپره کړې لومړۍ غږيږه وينا کې ملت ته ويلي، چې دوی ورسره د ډوډۍ او رزق ژمنه نه وه کړې.

حسن اخوند له ملت څخه وغوښتل، چې د ده په ټکيو ( خدای ته په بغارو شي) څو ډوډۍ ورته مساعده کړي.

3 COMMENTS

  1. لعنت په دواړو روسيه رڼډۍ کله شرم لري سي پنجاب سره د افغانستان په هکله خبرې کوي. د روسيې له ياده وتلي سي پنځلس زره عسکر يې د پنجاب په مرسته ووژل سول.دوۍ کله شرم لري همدغه روسيه نه وه سي له بوش سره يې يو ځای د طالبانو د له منځه وړلو کې همغږي وکړه، دغه روسيه نه وه سي شمالي داړو ته يې د طالب په ضد وسلې ورکولې؟ نن څنګه روسيه د افغانانو او طالبانو خواخوږې سوه؟ طالب خبيث کله وجدان او افغاني وينه لري ددوئ په وينه د پنجاب چټله وينه ګډه سوې.

  2. باید فراموش نکرد که ما منحیث ملت از  ای-اس-ای و کی-جی-بی تجارب و سوابق غیرانسانی انها را داریم که یکی از عوامل اهم تباهی ملت و وطن ما بعد از جهالت و بی کفایتی خود ما .ظالمان دولتی روس و پاکستان هستنداما حالا بازهم کمافی السابق ظالمان همسایه دروازه های صادراتی را در شرایط حساس فعلی بر رخ تجاران ما بستند و قیودات غیرانسانی دیگر……این روش بازهم ما را بیاد مشخصه ای می اندازد که انرا الله متعال چنین بیان داشته یقولون بافواههم مالیس فی قلوبهم که خاصیت منافقان و بدتر از دیگرش می باشد و انسان عاقل و دانشمند نباید بارها از همین سوراخ پلید گزیده شود  و این یکی از مسئوليات حكام مؤمن است تاملت را از هر خاين و ظالم مصؤن بدارد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب