جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصالح: مبارک مو شه، د افغانستان نړيوال استازیتوب جمهوريت ته پاتې شو

صالح: مبارک مو شه، د افغانستان نړيوال استازیتوب جمهوريت ته پاتې شو

تاند:( پنجشنبه، د قوس يوولسمه) ‏د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح خلکو، په ځانګړي ډول د طالبانو پر وړاندې مبارزه کوونکو ښځو ته د ملګرو ملتونو د هغې تازه پریکړې مبارکي ویلې، چې له مخې یې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ طالبانو ته نه ورکول کیږي.

صالح لیکلي، چې په دې ډول به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره پاتې شي.

نوموړي د ملګرو ملتونو دا پریکړه د طالبانو پر وړاندې د ملي مقاومت او په ځانګړي ډول د ښځینه مبارزینو د استقامت پایله ګڼلې ده.

د هغه په وینا، پر ټوپک مطلقه تکیه، د معترضانو شکنجه او وژل او د نورو قومونو او سیاسي جریانونو تجریدول، چې د حکومت کولو لپاره د طالبانو د چلند عمده روشونه دي، له ماتې سره مخامخ کیږي.

‏د ملګرو ملتونو سازمان، د افغانستان د څوکۍ په اړه، چې طالبانو ته يې ورکړي کنه، پريکړه بل وخت ته پريښوده.

په دې توګه، تر هماغه وخته ياده څوکۍ د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام له استازي غلام محمد اسحاقزي سره پاتې شوه.

د‌ ملګرو ملتونو ځینو سرچینو پرون يوې برتانوي ورځپاڼې ته ویلي، چې ملګري ملتونه د ولسواکۍ له چټکې ودې سره نور چا ته اجازه نه ورکوي، چې په زوره واکمن شي او د ترهګرۍ له پياوړي کولو سره بیا نړیوال امنیت او ثبات وګواښي.

دغې ورځپاڼې ویلي، چې طالبان په هغه صورت کې نړیوال رسمیت او ملاتړ پیدا کولای شي، چې د ځان د اصلاح لپاره نړیوال شرطونه ومني.

د ټول شموله حکومت جوړول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي

2 COMMENTS

  1. په زړه پوری سړې تیګې وتړه ناطالح ستا اصلی څیره تاریخ ته معلومه ده والا چی یو طالب جان ژوندی وی که ته بیا ددی خاورې مخ ووینې

  2. رښتیا هم د نورو قومونو اوسیاسي جریانونو تجریدول همدومره ناوړه چلن دی لکه په تیرو شلو کلونو کې چې د یوې ولسوالۍ او یوې محدودۍ ډلې ٬ شورای نظار ٬ انحصار چې و. هغه انحصار او کم ظرفې چې د حالاتو د سموونې یوه بې مثاله موکه یې برباد کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب