Home+ټولنیزې اړیکې څه شی دی؟

ټولنیزې اړیکې څه شی دی؟

ژباړه: نصیب جان یوسفي

د ټولنیزو اړیکو معنا څه ده؟ او دا مفهوم کوم شرایط پوښي؟ د ټولنیزو اړیکو مفهوم دوه عناصر لري؛ “ټولنیزه پالیسي” او “ټولنیز مدیریت”. دواړه عناصر د “سیاسي علومو” او “اقتصادي علومو” برخو سره نږدې تړاو لري. د ټولنیزې پالیسۍ مسلې په روښانه توګه بیان شوي او په پام کې نیول شوي دي، نو هغه خلک چې په دې مسلو تبصره کوي باید د بحث رهبري کولو لپاره یو ځانګړی لید ولري. د ټولنیزو اړیکو په تعریف کې، متخصصین د حقوقي او کلتوري اړیکو دوه مفکورې ته اشاره کوي او دا د “قانوني او کلتوري اړیکو مدیریت” په توګه تعریفوي.

د یو شخص په ژوند باندې د ټولنیزو اړیکو اغیزې.

د خلکو ترمنځ د ټولنیزو اړیکو رامینځته کول د یو شخص په ژوند اغیزه کولی شي. په نننۍ پرمختللې نړۍ کې ټولنیزې اړیکې د انفرادي ژوند د پایښت او ثبات لپاره یو له بنسټیزو اصولو څخه دي. د ټولنپوهانو له نظره، ټولنیزې اړیکې د دوو کسانو یا څو ډلو ترمنځ د اړیکو په توګه تعریف کیدای شي، یعنې ټولنیزې اړیکې د یو بل سره د افرادو اړیکې او یو بل پورې تړلي دي. دا اړیکې مثبتې او رغنده وي، لکه ملګرتیا، یا منفي او ویجاړونکي، لکه دښمني.

د ټولنيزو اړيکو د پياوړتيا يوه له سترو وسيلو څخه د ټولنيزو اړيکو د پټو پيغامونو دوسيه ده. دغه ارزښتناکه وسيله ذهني او سلوکي حالتونه بدلوي تر څو د شعوري ذهن په مرسته سلوک او ټولنيز شخصيت ته وده ورکړي.

ټولنیزه اړیکه د هر فرد لپاره اړتیا ده او اړینه ده. حتا دا هم ویلای شو، چې د ټولنیز چلند ظهور د ژوند له لومړیو ورځو څخه پیل کېږي، کله چې ماشوم په لومړي ځل ټولنیزه موسکا ښکاره کوي، په حقیقت کې د کورنۍ له غړو سره لومړنۍ ټولنیزه اړیکه ټینګوي او ماشوم ورځ په ورځ د اړیکو سره وده کوي. د دې چاپیریال او د دې اړیکو ساحه د ډېرو خلکو پېژندلو سره پراخیږي، په لومړي سر کې، ماشوم یوازې مور او پلار پېژني، مګر د وخت په تېریدو سره، دا پېژندل او اړیکه نوره هم عام کیږي. کله چې یو ماشوم د 5-6 کلنۍ ته ورسیږي، هغه هڅه کوي، چې د خپلو ملګرو سره اړیکه ونیسي، او په ځوانۍ کې، هڅه کوي، چې د خپلو ملګرو او شاوخوا خلکو سره خپلې ټولنیزې اړیکې پراخې کړي.

د سالمو ټولنیزو اړیکو رول:

د نن ورځې په ټولنیزو اړیکو کې، تنکي ځوانان د سالمو ټولنیزو اړیکو په اړه ډېرې خبرې کوي او باور لري، چې دا اړیکې به د دوی په وده او پرمختګ کې مرسته وکړي. خو که دا اړیکې د فکري او ایډیالوژیکو ډولونو له نظره د خامو او ناپاکو ځوانانو په منځ کې کنټرول نه شي، دا به نور منفي اړخونه راولي. ځینې ​​خلک هم په دې باور دي، چې ټولنیزې اړیکې د انسان په ورځني ژوند کې هیڅ رول نلري او په دې باور دي، چې یوازې شتمني، تعلیم او ځواک د انسان لپاره هرڅه چمتو کولی شي، خو هر انسان د خپلو مادي او معنوي شرایطو په پام کې نیولو سره باید په ټولنه کې په سالم او اخلاص سره د سالمو ټولنیزو اړیکو د پراختیا هڅه وکړي، ځکه له ټولنیز ارتباط پرته د ډېرو موخو او غوښتنو ترلاسه کول واقعاً ستونزمن دي.

د ټولنیزو اړیکو اهمیت:

د ټولنیزو اړیکو اهمیت د ارتباط د نشتوالي له شاخص څخه اندازه کېدای شي، جنګ او بې تړاوه انسانان د ډېری ټولنیزو زیانونو سره مخ کیږي لکه: ځان وژنه. د ټولنپوهانو په اند، ځان وژنه د افرادو او ټولنې تر منځ د خلا او یا د انسان په اړیکو کې د کمښت له امله رامنځته کیږي، نه د ناروغۍ یا افراطیت.

د ټولنیزو اړیکو ډولونه:

د ټولنیزو اړیکو ډولونه په مستقیم ارتباط، نړیوال ارتباط، احساساتي ارتباط، هدف لرونکي ارتباط، او انعکاس اړیکو باندې وېشل شوي دي. په دې برخه کې د ټولنیزو اړیکو هر ډول ته په لنډه توګه کتنه کیږي.

مستقیم اړیکه: د خلکو ترمنځ اړیکه پرته له منځګړیتوب څخه!

نړیواله اړیکه: د فاصلې په نظر کې نیولو سره، ارتباط په ملي او نړیوالو ډولونو ویشل کیږي.

احساساتي اړیکه: دا اړیکه یوازې د احساساتي حالتونو سره ترسره کیږي او په خلکو کې ټولنیز پیوستون او ګډ رواني چمتووالی رامینځته کوي.

د هدف پر بنسټ ارتباط: دا ډول ارتباط یو ځانګړی هدف لري چې مخکې ټاکل شوی وي، لکه هغه اړیکه چې په مرکه کې د دوو کسانو ترمنځ رامنځته کیږي.

انعکاس اړیکه: دا ډول اړیکه د کوم ځانګړي هدف لپاره نه وي او شخص د ارتباط په پروسه کې پرته له کوم خبرتیا څخه وي.

په خاصه معنا ټولنیز اړیکه څه ده؟

په خاصه معنا، ټولنیز ارتباط هغه ارتباط ته اشاره کوي، چې د خلکو د یوې ډلې ترمنځ د معنا یا پیغام لېږد لامل کیږي.

د ټولنیزو اړیکو موخه څه ده؟

ټولنپوهان د ټولنیزو اړیکو لپاره درۍ اهداف لېست کوي.

د اطلاعاتو یووالی: اړیکه خلکو ته اجازه ورکوي، چې خپل معلومات له یو بل سره تطابق کړي او د اړتیا سره سم یې تعدیل کړي.

د عامه افکارو یووالی: عامه افکار له یو بل سره د ټولنیزو اړیکو د پراختیا سره همغږي کیږي.

د احساساتي حالتو لېږدول: خلک د اړیکو له لارې یو بل ته ډېری احساسات او رواني حالتونه لېږدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...