جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهرویټرز: د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو ۵۰۰ میلیونه بشرپاله ادارو...

رویټرز: د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو ۵۰۰ میلیونه بشرپاله ادارو ته ورکول کیږي

تاند:( سې شنبه، د قوس نهمه)‏‏‏‏ رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله ویلي، چې نړیوال بانک په دې اړه پر مذاکراتو بوخت دی، چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د افغانستان د کنګل شویو شاوخوا ۱۰ میلیارده بانکي زېرمو ۵۰۰ میلیونه یې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره له کنګله وباسي.

ویل شوي، چې دا پیسې به د طالبانو د حکومت پرځای نړیوالو بشرپاله ادارو ته ورکړل شي.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

معلومه نه ده، چې په دې اړه په دوحه کې د طالبانو او امریکایي پلاوي د پيل شویو مذاکراتو کوم رول شته کنه؟

د روانې اونۍ له پيله، هلته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازی ټام ویست په مشرۍ پلاوي سره د خبرو پړاو پيل شوی.

طالبانو د خبرو عمده برخه د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو د خوشې کیدو اړوند ګڼلي،خو امریکایي لوري بیا د ټول شموله حکومت د جوړیدو، د بشري او ښځینه حقونو په تامین او دغه راز د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو فعالیتونو د نه ترسره کیدو د تضمین غوښتل ښودلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، په اففغانستان کې د فقر کچه خورا لوړه شوې او د ملګرو ملتونو په حواله ۲۴ میلیونه خلک کافي خوراک څښاک نه لري.

د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند ملت ته پر ملي ټلویزون د خپلې لومړۍ غږیزې وینا پر مهال وویل چې د ملت د رزق وعده دوی نه، بلکې خدای تعالی کړې او که څوک د فقر او نیستۍ څخه نالښت وکړي، په الهي عذاب به اخته شي.

دا خبرې د خلکو له توند غبرګون سره مخ شوې، خو طالبانو وویل چې له دغو خبرو ناسم تعبیر شوی دی.

2 COMMENTS

  1. په باد راغلی په باد تللی دی.
    دامریکایی روپی وی او امریکایانو بندی کړی او اوس به یی یا په خپله وخوری او یا به يو څه افغانستان ته راوڅڅیږی. افغانستان په هغه باندی باید ډیر خواشینی نسی. دا هم دشل کلنی ترقی وبولی.
    بلی امریکا یو دښمنانه حرکت وکړ. خپلی توی سوی ناړی یی بیرته وڅیښلی.
    هغه چه خواشینونکی ده هغه دامریکا دا بیعقلی ده چه اوس هم نه غواړی دیو سړی په توګه معقول انسانی حرکت وښیی. هغوی اوس هم داستعمار سپک چلونه په کار اچوی او غواړی طالبان په هغوی مات کړی. خو دطالبانو ماته دافغانستان ماته ده او دهغه ضرر هر افغان ته رسیږی. نو دا باید دټولو هغو افغانانو لپاره دنارضایی سبب سی کوم چه سل په سل کی لا خارجیان یا امریکایان سوی نوی.
    طالبان او افغانان دی دخپل بی اتفاقی محور نګرځوی. دوی دی نر سی چه خپله سپما ولری او هغه په افغانستان کی وساتی چه بیا دبدو سترګو باندی نظر ونیسی. دافغانی اعتبار او دهغی قیمت ټینګول باید دلیوانو په لاس کی ورنکړی. خپله افغانان دی وټاکی او ملت او سوداګر دی هغه دخپلو شخصی ګټو خڅه بیل وساتی.

  2. د غه راپور درست ندی نقل شوی ، د ا روپی د بانک جهانی له خوا ټولی شوی بسپنی وی چه د افغانستان د انکشافی پروژه لپاره بیلی شوی وی ، او د دولت لخوا به مصرف کیدلی ، دا د د افغانستان بانک سرمایه نده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب