Homeخبرونهد ولسمشرۍ پخوانی نوماند او د يوه سياسي ګوند مشر ومړ

د ولسمشرۍ پخوانی نوماند او د يوه سياسي ګوند مشر ومړ

تاند:( سې شنبه، د قوس نهمه)‏‏‏‏ د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو يو پخوانی نوماند او د عدالت او توسعې ګوند مشر ذبیح الله غازي نورستانی ومړ.

ويل شوي، چې نوموړی په امريکا متحده ايالاتو کې مړ شوی دی.

د نورستان پخواني والي جمال الدين بدر ويلي، چې نوموړی د هېواد له پاک نفسو سياستوالو څخه و او د پخواني شوروي خلاف جهاد کې يې مهمه ونډه لرله.

د ذبيح الله غازي نورستاني يو شمېر نورو دوستانو هم د نوموړي د مړينې خبر تاييد کړی.

د هغه د ژوند او فعاليتونو په اړه نور جزییات نه دي تر لاسه شوي.

مرحوم نورستانی د ۲۰۰۹ په ولسمشريزو ټاکنو کې نوماند او د حامد کرزي په مشرۍ د هغه مهال د حکومت له توندو منتقدینو څخه و.

ويل شوي، چې نوموړی لومړنی نورستانی و، چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند شوی و.

1 COMMENT

  1. خدای دې وبخښی له پاک نفسی یې خبر نه یم خو ډیر سخي سړی وه، ماسره یې د پنځوس جریبه آوي ځمکی وعده کړې وه چې کله رییس جمهور شو، خو موږ چیری دومره طالع لرو.
    او پاک نفسه خو جمال الدین بدر دی، خدای د بدر په مجایدینو کې ایساب کړي، بدرصاحب به ترهغه دکومکی غنمو پیسی او دآسمانی پولیسو معاشونه جیب ته نه وړل ترڅو به یی چی شرعی اوعشر د سیاپ اکاونټ ته نه وه اچولی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...