جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سپتمبر د ۱۱مې قرباني کورنۍ: افغان بانکي زېرمې زموږ په تاوان...

د سپتمبر د ۱۱مې قرباني کورنۍ: افغان بانکي زېرمې زموږ په تاوان کې راکړئ

تاند:( سې شنبه، د قوس نهمه)‏‏‏‏ ټاکل شوې، چې سپتمبر د یوولسمې پېښې د یونیم سل قربانیانو کورنۍ د راتلونکې جمعې په ورځ د امریکا له فیدرال محکمې څخه وغواړي، څو د افغانستان د کنګل کړو بانکي زېرمو ۷ میلیارده ډالره دوی ته په تاوان کې ورکړي.

دغه کورنۍ اصلاً له طالبانو د تاوان غوښتونکي دي، چې القاعدې ډلې سره د سپتمبر د یوولسمې د پېښې په تنظیم او ترسره کولو کې په همکارۍ تورن دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې د امریکا په بانکونو کې د افغانستان د زېرمه شویو کنګلي بانکي زېرمو کچه څه باندې ۷ میلیارده ډالرو ته رسیږي.

له دې پیسو څخه ۷ میلیارده ډالره یې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې قرباني شوې کورنۍ غواړي او یوه نوره اندازه پیسې یې په کابل کې د طالبانو د برید پر مهال د یو شمېر وژل شویو امریکایانو کورنۍ په خپل تاوان کې غواړي.

 معلومه نه ده، چې د امریکا محکمه او دولت به په دې اړه څه ډول پریکړه کوي؟

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دغې ډلې رد کړې، چې ګواکې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې په تنظمیولو کې یې القاعدې ډلې سره همکاري کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز په یوه تازه راپور کې د نړیوال بانک د هغو مذاکراتو خبر ورکړی، چې له مخې یې د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو ۵۰۰ میلیونه ډالره نړیوالو بشري ادارو ته د افغانستان دفقر ځپلو د مرستې لپاره ورکول کیږي.

افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره له سخت بشري او اقتصادي ناورین سره مخامخ دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې دمګړۍ ۲۴ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره لاس و ګرېوان دي.

د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند ملت ته پر ملي ټلویزون د خپلې لومړۍ غږیزې وینا پر مهال وویل چې د ملت د رزق وعده دوی نه، بلکې خدای تعالی کړې او که څوک د فقر او نیستۍ څخه نالښت وکړي، په الهي عذاب به اخته شي.

دا خبرې د خلکو له توند غبرګون سره مخ شوې، خو طالبانو وویل چې له دغو خبرو ناسم تعبیر شوی دی.

2 COMMENTS

  1. نو چه تاوان مو غوښتلو بیا مو مونږ ولی دا شل کاله ووژلو ، زمونږ د هیواد څخه مو چه قیمتی اثار ، معدنی مواد ( یورانیم ، لعل ، زمرد او لاجورد و غیره غلا کړل او له یو میلیون څخه مو زیات هیواد وال ووژل هغه به څنګه شی.
    ایا ستاسی انسانی عقل همدومره لنډ دی

  2. تاوان خو باید امریکایان موږ ته راکړی هیڅ یو افغان پدی بریدونوکی نه ؤ او اصلآ دا برید خو دوی خپله کړیدی زموږ د ملیونونو خلکو د وژلو او زموږ د ملک د ورانولو زموږد طبعیی زیرمو دغلا کولو اصلی عاملین امریکا ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب