Homeخبرونه۶ ملايان د لوړ پوړو پوځي چارواکو په توګه وټاکل شول

۶ ملايان د لوړ پوړو پوځي چارواکو په توګه وټاکل شول

تاند:( یکشنبه، د قوس اوومه)د طالبانو اسلامي امارت د دوی په سرپرست حکومت کې د لوړپوړو پوځي چارواکو په توګه د ۶ ملایانو د تازه ټاکنې خبر ورکړی.

په دې اړه د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې داسې راغلي:

۱ .حافظ عبدالمجید صاحب د ملي دفاع وزارت د پرسونل او تعلیماتو د سرپرست معین په حیث.

۲ .مولوي امان الدین صاحب د لوی درستیزوالي د هوایي قوماندانۍ د سرپرست قومندان په حیث.

۳ .مولوي نصرالله مطیع د ۳۱۳مرکزي قول اردو د سرپرست قومندان په حیث.

‏۴ .شیخ نقیب الله صاحب د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د سرپرست رئیس ارکان په حیث.

۵ .مولوي عبدالعزیز انصاري د ۲۱۵ عزم قول اردو د سرپرست رئیس ارکان په حیث.

۶. مولوي حیات الله د کندهار ولایت د مرستیال په حیث وټاكل شول.

يادې ټاکنې په داسې مهال شوي، چې د تېرې جمعې پر ورځ د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په یوه غونډه کې د هوايي ځواک پخوانيو منسوبینو ته تر پخوا د ډېر پياوړي هوايي ځواک د جوړېدو ډاډ ورکړ.

له دې سره، د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د مخکينيو پوځي منسوبینو د موموزو وژنو او ځورونو خبرونه زيات شوي او پړه يې پر طالبانو اچول کیږي.

طالبان بيا په دې اړه تورونه نه تاييدوي.

3 COMMENTS

  1. مرحوم برهان الدين رباني خو حميد ګل د خپل مشاور په توګه ټاکلی وو او د افغانستان د اردو جوړولو کې يې ترې مرسته غوښتې وه، خو ملا حسن اخوند دې د سميع الحق زوی حامدالحق او د مفتي محمود زوی مولانا فضل الرحمان د خپلو مشاورينو په توګه وټاکي او له حميد فيض نه دې د افغانستان د نوې اسلامي اردو د بيا جوړولو کې د مرستې غوښتنه وکړي. حميد فيض يې چې کابينه وروټاکله، نو پوځي مشاور دې يې هم کړي. موږ خو اوس د پنجاب پينځمه صوبه يو.

  2. فوکستان بیا خوپله لوبه شروع کړو

    دولته یو اتاتورک پوکار دی – چه دمولوانو خوتمه وکړی

    دو شرم نه لوری – دطولبان شڅی فونچابیانو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...