Homeخبرونهاردوغان وايي، د کډوالو د مخنیوي لپاره د افغانستان د اقتصاد ښه...

اردوغان وايي، د کډوالو د مخنیوي لپاره د افغانستان د اقتصاد ښه کېدا ضروري ده

تاند (دوشنیه، د عقرب ۸ مه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د کډوالۍ د بحران د مخنیوي لپاره، چې ټوله سیمه اغېزمنوي، د افغانستان د اقتصاد احیا ضروري ده.

ترک ولسمشر پرون / یکشنبه دا څرګندونې په ترکمنستان کې د اقتصادي همکارۍ سازمان په پنځلسمه سرمشریزه کې وکړې.

اردوغان وویل، ډېره مهمه ده چې په جنګ ځپلې افغانستان کې، چې له جدي بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی، دایمي سوله او ثبات ټینګ شي.

ترکیې، چې له ۲۰۱۳ څخه د کابل د هوايي ډګر امنیت په غاړه درلود، په افغانستان کې تر ۵۰۰ ډېر سرتیري لرل.

په ترکیه کې حاضردمه تر څلور ملیونه ډېر کډوال اوسي چې د هغو په منځ کې شاوخوا ۴ لکه افغانان دي خو سره له دې چې ترکیې له ایران سره په خپله پوله کې دېوال درولی او تدابیر یې زیات کړي، بیا هم افغانان هڅه کوي چې دغه هیواد ته پناه یوسي او بیا له هغه ځایه یونان او نورو اروپايي هیوادونو ته ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...