شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهنيمروز: یو قومي مشر ناڅرګندو وسله والو وژلی

نيمروز: یو قومي مشر ناڅرګندو وسله والو وژلی

تاند:( یکشنبه، د قوس اوومه) د نيمروز ولايت يو قومي مشر حاجي سيد احمد د ناڅرګندو وسله والو له لوري وژل شوی.

د‌ دغه ولايت د خالد بصير روغتون مشر ډاکټر خالد هوتک وويل، چې د نوموړي قومي مشر جسد د قوس په پینځمه دغه روغتون ته لېږدول شوی و.

ويل شوي، چې د هغه پر جسد د ټوپک د ګوليو نښې ليدل شوي دي.

د‌ طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د‌ افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې د ورته وژنو خبرونه ډېر شوي دي.

ويل کيږي،‌ چې د داسې پېښو تر شا طالبان هم لاس لري، خو ‌دوی داسې ادعاوې بې بنسټه ګڼي.

1 COMMENT

  1. تالبان د افغان د ننګ او غیرت او پښتون ولۍ سره کلکه دښمنی لری.
    دوۍ د مخه ورو مشرانو او د حق ویونکو عالمانو په وژلو کی د کلونو راهسی لاس لری او په یوه او بله پلمه يی په پټه او ښکاره وژنی.

    د ا جعلی پاکستانی ملایکی چی افغانستان ته د تالب او ملا په نوم ای ایس ای را لیږلی یوازینی هدف يی دادی چی د افغانستان بنیادونه را ونڼوی، علم او پوه د افغانستان نه ورکه کړی او د جهالت په تیارو يی بدل کړی او مخه ور سپین ګیری او رښتینی حق پرست عالمان او افغانان ووژنې.

    ددوۍ داډول کړنی به تر هغه وخت دوام ولری چی افغانستان شل شوټ کړی او ناموس يی په پاکستان وپلوری.
    ددوۍ دزورواکۍ وروسته ټولو افغانانو په خپلو سترګو ولیدل چی بیت المال يی لوټ کړ او پاکستان ته يی ډالۍ کړ او همدا راز پاکستان د افغانستان خارجه او داخلی پالیسی جوړه وی او افغانان يی په رڼو سترګو وینی.

    په هر رښتینی او په هیواد مین افغان دا فرض ده چی ددې وحشت او تور جهالت ټغر په راغونډولو کی خپله مبارزه وکړی او که نه نو د افغانانو او افغانستان ناموس به دافغانانو د سترګو په وړاندی په هیرا منډۍ وپلوری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب