شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهسيګار: که ط اجازه هم ورکړي د نجونو ښوونځي د لوژیستیکي ستونزو...

سيګار: که ط اجازه هم ورکړي د نجونو ښوونځي د لوژیستیکي ستونزو له کبله نه شي فعالیدای

تاند:( یکشنبه، د قوس اوومه) د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د څارنې ځانګړې اداره ( سيګار) وايي چې که طالبان د نجونو د ښوونځيو د پرانيستل کيدو اجازه هم ورکړي، دا ښوونځي به د لوژیستیکي ستونزو له کبله فعاله نه شي.

سيګار په تازه راپور کې ویلي، چې د‌ ښځينه ښوونکو کمښت او نورې لوژیستیکي ستونزې به خنډ شي څو د نجونو ښوونځي زر فعاله شي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د‌ دوی د رئيس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر پرون په کابل کې د ترکيې له سفير سره د لیدنې پر مهال وويل، چې د نجونو ټول ښوونځي به راتلونکي کال کې فعاله کړل شي.

د طالبانو نورو سرچينو ويلي، چې زده کوونکو نجونو ته به د یو کلن درسي ځنډ له کبله په زده کړو کې یو کال ارتقا ورکړل شي.

طالبان د ښځينه وو د زده کړو، کار او نورو حقونو د منع کولو له کبله په ملي او نړيواله کچه سختو نيوکو سره مخامخ دي.

دوی د دغو قیوداتو په اړه د نړیوالو له کبله په واضح ډول څه نه وايي، خو ډېر ځله دا وايي چې د لازمو شرايطو تر مساعدولو به د ښځينه وو د زده کړو او کار په اړه بنديزونه حاکم وي.

د طالبانو منتقدین بيا وايي، چې دوی د تېرې واکمنۍ پر مهال هم دغسې پلمې کولې او په دې ډول يې ۵ کاله د واکمنۍ تر نسکورېدو افغان ښځې له زده کړو، کار او د ژوند له نورو ځينو اساسي حقونو محرومې وساتلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب