دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونههيله نجيب ملا یعقوب ته، د هوايي ځواک جوړولو خوب پريږده، وږی...

هيله نجيب ملا یعقوب ته، د هوايي ځواک جوړولو خوب پريږده، وږی ملت موړ کړئ

تاند:( جمعه، د قوس پینځمه)‏‏ د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله لور هيله نجيب الله د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد زوی او اوسني طالب دفاع وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد وروستيو څرګندونو ته توند غبرګون وښود.

د یعقوب مجاهد په یوه تازه رسنيز شوي ويډيويي کليپ کې نوموړی د پوځي منسوبینو يوې غونډې ته وايي، چې دوی به يو ډېر پياوړی هوايي ځواک جوړوي.

هغه پخوانيو هوايي افسرانو ته په وینا کې وايي چې د تېر نظام په پرتله به دوه چنده ډېره پاملرنه ورته وکړي.

ملا یعقوب مجاهد زياتوي، چې مخکینی هوايي ځواک خپلواک او پر ځان بسيا نه و، خو دوی به داسې ځواک جوړ کړي چې د امريکا، هند، پاکستان، تاجيکستان، ازبکستان او روسیې په يوه هم تکيه ونه لري.

په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر افغانانو د نوموړي د دغه څرګندونو هرکلی کړی دی.

بل لور ته: هيله نجيب الله د ملا یعقوب دغو څرګندونو ته په غبرګون کې پر خپل ټویټر داسې لیکلي:(( دا هم خوب ویني ، د خپل اردو ساتنه نه شې کولي، ټول نظامي شیان پاکستان او ایران کې ګرځي او ته هوایي ځواک جوړوې! خوب نه پاڅه چی ملت ډوډۍ نه لري. تر ننه خپل پیلوټان وژنئ او بیا مستقل هوایي ځواک جوړوئ)).

په افغانستان کې تر ۲۴ ميلونه پورې خلک سخت فقر ځپلي او انديښنه ده، چې د دغه وضعيت دوام او د نړيوالو خيريه موسسو نه رسېدل به يوه بېسارې بشري فاجعه رامنځته کړي.

طالبانو د هيله نجيب الله او نورو ډېرو منتقدینو داسې نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب