دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل او پنجشېر، ۲ تښتول شوې نجونې ازادې او ۲ سوه بمونه...

کابل او پنجشېر، ۲ تښتول شوې نجونې ازادې او ۲ سوه بمونه نیول شوي

تاند:( جمعه، د قوس پینځمه)‏‏ په کابل کې د طالبانو چارواکو ويلي، چې ځواکونو يې تېره شپه د کابل د اوومې حوزې په مربوطاتو کې دوه خویندې د انسان تښتوونکي له منګولو آزادې کړې دي.

ويل شوي، چې دا نجونې د يوه موټر چلوونکي له لوري تښتول شوې وې.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په يو بل خبر کې راغلي، چې طالبانو د‌ پنجشېر د آبشار ولسوالۍ په سنګي خان کلي کې د هاوان پنځوس مرمۍ او ۲۰۰ لاسي بمونه نیولي دي.


طالبانو دا هم ويلي، چې ‏په فراه کې د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې ۱۱ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې له نیول شویو کسانو څخه یو موټر، شپاړس د لمرېزې برېښنا ښېښې او درې موټر سایکلونه هم ترلاسه شوي دي.

بل لور ته: ‏د پکتیا د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د پنځمې حوزې په زرګر کلي سیمه کې یې په یوه سراچه ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي ۳۱۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي چې په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي دي.

طالبانو دا خبرونه په داسې مهال خپاره کړي، چې له افغانستان څخه د فقر د شدت او بشري ناورين خبرونه په زياتيدو دي.

سره له دې، چې طالب چارواکي د مجرمينو پر وړاندې د خپل قاطعيت له يادولو سره د جرمونو سطحه کمه ګڼي، خو شنونکي د بشري ناورين شدت د ناامنۍ او جنايي جرمونو د زیاتیدو لپاره خطرناک یادوي.

په افغانستان کې تر ۲۴ ميلونه پورې خلک سخت فقر ځپلي او انديښنه ده، چې د دغه وضعيت دوام او د نړيوالو خيريه موسسو نه رسېدل به يوه بېسارې بشري فاجعه رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب