دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامرخېل: ولسمشر غني وطنپال سړی دی، په خاين او فراري ګڼلو یې...

امرخېل: ولسمشر غني وطنپال سړی دی، په خاين او فراري ګڼلو یې ډېر خپه کيږم

تاند:( جمعه، د قوس پینځمه)‏‏ د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني يوه نيږدې پخواني سلاکار ضياء الحق امرخېل، چې د ننګرهار والي هم و، د اشرف غني د شخصيت دفاع کړې او د هغه په خاين او فراري ګڼلو یې غبرګون ښودلی. ‏

امرخېل په يوه تازه مرکه کې ويلي، چې ولسمشر غني يو وطنپال سړی دی او دی خپه کيږي چې څوک نوموړی خاين يا فراري وګڼي.

ضياء الحق امرخېل، چې اوس هم کابل کې دی او د طالبانو د واکمنۍ د ملاتړ تر څنګ پر هغوی وخت په وخت اصلاحي نيوکې هم کوي، زياته کړې: ولسمشر غني ته اوس هم د يوه مشر په توګه درناوی لرم.

هغه د جمهوري نظام د سقوط ډېره ملامتي د ملي دفاع په مخکيني وزير بسم الله محمدي اچولې او ويلي، چې په ۲۰۱۴ ټاکنو کې له ولسمشر غني څخه په خپل فردي ملاتړ پښيمانه نه دی.

د ولسمشر غني په مشرۍ د جمهوري نظام يو شمېر لوړپوړو چارواکو او ان د هغه د دفتر وروستي رييس عبدالمتين بيګ پر نوموړي توندې نیوکې کړي او هغه يې د نظام د سقوط اصلي دلیل بللی.

ښاغلي غني بیا، چې په متحده عربي اماراتو کې مېشت دی، د نظام د سقوط او ډېرو نورو اساسي پوښتنو او بحثونو په اړه خلکو ته توضیحات نه دي ورکړي.

6 COMMENTS

  1. افرين ستا په غيرت سي ملاتړ د له غني نه وکړه. ځيني د لستوڼي ماران سي غني هغه تاوده او ماړه کړل اوس د غني چيچلو ته لسکې راباسي. دغه اصل حراميان مرتدان دي. د تاسي له په زغرده څرګندونه مننه سي ويره نه لرۍ ?

  2. زه دغنی په هکله څه نه وایم، خو دلته د پښتون او ناپښتون په توپیر پوه شوم . د پښتون یوه خبره وی، امرخیل ۲۰۱۴کې دغنی ملاتړ کړی و اوس هم په جهر ناری وهی چی ملاتړ می کړی پښیمانه نه یم خو متینن بیګ ګوره څومره امتیازات یی خپله او خپل قوم ته واخیستل ابله ورځ یی له چاپلوسی څه نه ویل چی په خوله یی راتلل هغه یی ویل. زه نه وایم چی متین بیک باید دغنی صفت وکی بلکه وایم چی نمک حرامی دی نه کوی ، یا یی باید هماغه وخت په نره اتتقاد کړی وای ، هغه خو عجیب نظام و ولسمشر ته به دی کنځلی وکړی چا درته څه نه ویل. نظام کی ډیر فاسدان و دا ټول منو خو د غنی په هکله حقایق څرګند دی
    ابن الوقتی دافغانی ټولنی یو بد خاصیت ګرځدیلی، پخوا داسې نه وه. یوڅه وجدان او ویښ ضمیر و، اوس بیخی خبره ورانه شوی ده. را ځی دی منفی پدیدی سره مبارزه وکو تر څو ځان او ټولنه اصلاح نکو پیړۍ پیړۍ به مو همدا حال وی او له تاریخ څخه و الله که زده کو رژیمونو به سل واری بدل رابدل شی او زموږ به دا حال وی

  3. هر یو رښتینی او په هیود مین افغان پدی پوهیږی چی اشرف غنی د هیواد سره مینه درلوده او د افغاتستان د ښیرازۍ لپاره يی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کری.

    ضیاءالحق امرخیل هم یو پاک انسان کارپوه او په هیواد مین افغان دی او تر ټولو مهمه خبره داده چی پو غیرتی پښتون دی چی حق وايی. ستا غیرت او مړانی ته دی زمونږ سلام وی.

    بلی خوا لکه ملا هرهاد چی پورتنۍ لیکنه يی کړی د خپل خیرن واسکټ په جیبونو کی يی د کفر رنګارنګ ټاپی پپرتی دی او پرته له کوم دلیل او منطق يی را وباسی او هر څوک چی د تالب مخالف وی ورباندی لګوی يی خو دا ورته نه ښکاری چی تالبان په رڼا ورځ خپل ناموس په هیرا منډۍ خرڅوی لکه د افغانستان بیت المال، فوځی تجهیزات وسلی ځنګلونه او داسی نور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب