جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+بدلون: د زمري نيمګړی انځور

بدلون: د زمري نيمګړی انځور

محمد اسماعيل (عندليب)

يو باتجربه سپين ږيري نکل کاوه چې په پخوا زمانو کې يو ځوان يو انځورګر ته ورغلی و، چې د ولو په منځ کې ورته د زمري انځور وکاږي، دا انځور په داسې ډول جوړېدو چې بايد د انسان د بدن وينه او رنګ سره ګډ او بيا د تل لپاره هغه انځور پاتې شي، پخوانيو انجونو به هم په زنه او جبين خالونه همدا رنګه وهل، په کوچيانو او زموږ د هيواد د کليوالو سيمو عمر خوړلې مېرمنې اوس هم د ا خالونه په مخ لري، چې د هغه مهال د سينګار يوه برخه وه.

انځورګر د ځوان د ولو په منځ کې په کار پيل کړ، شيبه وروسته ځوان درد محسوس کړی، خو دا چې انځور يې نه لېدو، پوښتنه يې کړی چې «استاده د زمري کومه برخه دې رانيولې؟» انځور ګر ويلي له پښې يې پيلوم، ځوان ويلي چې «يوه پښه دې نه لري».

انځورګر بيا لاس په کار شوی، شيبه وروسته بيا ځوان پوښتنه کړې، دا ځل يې د زمري انځور له لکۍ پيل کړی و، خو ځوان چې دردونو پسې اخستی و، ويل يې چې بې لکۍ زمری دې وي.

انځورګر کار ته دوام ورکړی، خو د ځوان طاقت نه دی شوی بيا پوښتنه کوي چې اوس يې کومه برخه ده؟ انځورګر د سر د جوړولو وايي ځوان وايي «سر دې هم نه وي خو ژر کار خلاص کړه». انځورګر چې نور يې حوصله تمامه وه وايي چې پاڅه ځوانه چې پښې، لکۍ او سر ونه لري، نو زمری له څه جوړ کړم.

د بابا د نکل مورد بل و، خو ما نن ولوستل چې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس د نړيوال کرکټ له مسئولينو سره خبرو کې ويلي چې انجونې به په نورمال ډول کرکټ لوبه وکړي، او دوی يې ممانعت نه کوي.

پوښتنه راسره پيدا شوه، چې انجونې به کرکټ په کور کې لوبوي په خونه کې به لوبه کوي، که بهر په ګراونډ کې، او دا چې وروزل شي بيا به په کاله کې له خوېندو او کليوالو سره لوبه پر مخ وړي، او حکومت به ورته اسانتيا برابروي، که په نړيوال ډګر به له نړيوالو ټيمونو سره لوبيږي؟

که د اسلامي امارت د اوه ويشت کلن شعار او مبارزې او بيا د اوسني عمل تر منځ واټن زياتيږي، نو طبيعي ده، چې په داخل کې به له ستونزو سره مخ کيږي، که له ستونزو سره مخ نه شي، نو  بیا به يې تاريخ په تېر دريځ د محوې کرښه راکاږي، که څوک عملي غبرګون ونه ښيي، هغه څوک خو به په ذهن کې ځان مات وبولي، چې مبارزه يې د هغو اهدافو لپاره پيل کړې وه، چې طالبانو يې غږ پورته کړی و.

که ځينې کړنې چې دلته يې يادونه اړينه نه بولم، د سياسي مجبوريتونو په دليل معاف شي، نو په کور دننه داسې تګلاره چې يوازې د ځان موډرن ښودلو لپاره جوړيږي، د اسلام د شعار او حکم سره سر نه خوري، او بايد په جديت، ځيرکتيا او پوهه ورسره برخورد وشي.

انجونو ته د کرکټ اجازه ورکول او په وزارتونو کې مسلمانان بيا مسلمانول او هغوی ته لمونځ ورزده کول د ځمکې او اسمان توپير لري، زما په باور نه منظم سياست دی او نه د يوې رهبرۍ دلودونکي حکومت تګلاره.

وېره ده چې هسې نه بې پښو، لکۍ او سره زمري سره مخ نه شو.

توجه يې غواړو!

1 COMMENT

  1. روشنفکرانو په پیښو پیښو افغانستان وران کړ. نور دا پیښې دخدای په روی پریږدئ.
    حیران یم چې چه څه ووایم. ایا روشنفکره (؟؟؟) افغانان هغه مړې دی چه سر یی پټه وی پښې یی مالومی سی او چه پښی یی پټه وی سر یی لوڅ سی؟ او که، دملا نصر الدین ناقدین دی چه هغه لغړی یی نه تنها او نه دکوچینی زوی سره په خره سپور پریښود، او نه پیاده؟
    طالبان چه له تقلید نه لاس اخیستی وی نو باید تائید سی نه مسخره.
    دافغانانو نقد هره ورځ یواځی د مکتبیانو دعقدو او بیځایه توپیر پالنی په اساس تحلیلولی سو. دوی ملی او اسلامی معیار نلری.
    لیکوال باید خپل ملی وظیفه وپیژنی. دهغی په معیار بیا نور خلک ملامت هم کړی.
    نو سوال داده چه کرکت چې دطالبانو په اوله دوره کی یی پیل کړی وو هغه افغانستان ته عمومی ګټه لری او که نه؟ ما ته لیونی وایاست او که مفکر هغه ستاسو خوښه ده. خو دیو غریب سړی پهلوانی او دداسی پهلوانی به ګټه څه وی چه هغه یوه مړی ډوډی نلری او په تس نس ماښام وختی ویده کیږی. مانا دا سپورت دلټو بډایانو کار دی. هغه هم چه په درغلی چلول کیږی. نو اوس که دا زما نا خوښ کار دافغانانو لپاره نوم راوړی او په دوی یوه ګوله مړی نه بندوی نو بیا زما خوښه او ناخوښه لوبه اهمیت باید ونلری.
    نړی واله نرښځی روشنفکران (فیمنیست) خپل غرور او تکبر په افغانانو منی. کلیوال روشنفکران (؟) نړیوال سازونه کوی او دبډایانو پیښی کوی. که طالبان وټول ګټی کار ته اجازه ورکوی نو مشکل چیری ده؟ بلی طالبان به ددی اقدام دعملی کولو سره لیږ ربړه ولری خو د سپړی په خاطر باید پوستین ونه سوځوو. که هغوی ته دسمی لاری توصیه نسو کولی نو باید مسخری باندی ونکړو.
    څوک خبر وو چه طالبان به ددریو میاشتو په دوران کی دشل کلن حکومت ریکارد ماتوی یا به د پاڼ په ځای له پړانګ سره ډغره وهی. هغوی ددی ډغری په حال کی دی او مونږ لټان یی باید اقلا په پټه خوله تماشه وکړو. طالبانو دهغو تاریخی پښتنو اجدادو تکل بیا را ژوندی کړی دی چه نړیوال امپراتوری یی ماتی کړی. طالبان کوشش کوی داجدادو ناکامی تکرار نکړی. نو مونږ د نر او مغروره پښتانه په ډول باید په طالبانو باندی افتخار وکړو،
    هر څوک دروشنفکرانو په شمول دزورور پټی ته اوبه روسوی. هغه جاهل (؟؟؟) طالبانو پرونی زورور او نابغه ګان په تس لاس شرمنده او تور مخی کړل. دتښتیدلو نه دی خبره چپه وی، اوس چه نه نړیوال زورو سته او نه په افغان کلی کی کلیوال باټو قهرمانان نو بیا په تالبانو ملنډی دهوښیاری کار ندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی