جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+ملایي او خدایي / اکبر پیمان 

ملایي او خدایي / اکبر پیمان 

 پیر صاحب ډېر ښه سړی دی. کشر ورور يې لنګوټه وتړله (مولوي شو) خلکو مبارکۍ ورکړې ځکه سړي د دې کار له پاره ډېره خوارې کړې وه له پیر صاحب څخه یې وپوښتل، ملایي وکړم؟ پیر صاحب ورته وویل ملایي وکړه خو خدایي  مه کوه! ټول د پیر صاحب دې خبرې ته حيران پاتې شول چې انسان نو څنګه خدایي کولی شی. بله ورځ د پیر صاحب مشر زوی هم مولوي شو هغه هم له پیره د ملایي اجازه وغوښتله ځکه د بل کلی خلکو ډېر تنګ کړی وو چې راشه زموږ د کلي ملا شه.  پیر بیا خپله خبره تکرار کړه: ملایي وکړه خو خدایي مه کوه.

څو ورځې وروسته خلک پیر صاحب ته راغلل چې د مسجد د اوداسه ځای ترمیم ته اړتیا لري ژمي هم را روان دی باید د اوداسه لپاره تودې اوبه موجودې وي. پیر صاحب ورته وویل چي نن په مسجد کي چنده ټوله کړئ. څو ورځې پر له پسې په جومات کې د پیسو لپاره غږ پورته شو خو خان صاحب (لوي قاچاقبر)، حاجي صاحب (صراف)، حاجي ډاکتر صاحب، حاجي انجنیر صاحب او  د کلي نورو معتبرو کسانو د چندې د ټولولو خبره هیڅ نه اورېده او چا یوه روپۍ هم ورنه کړه.

خلک پیر صاحب ته راغلل چي یوه اونۍ وشوه چې له دې شتمنو خلکو د اوداسه د ځای د ترمیم لپاره پیسې غواړو خو څوک یوه روپۍ هم نه را کوي.

پیر صاحب ورته وویل ور شئ فلاني ته ووایاست چې د مسجد د اوداسه د ځای د ترمیم لپاره کومک په کار دی. خلکو ته د پیر په دې خبره خندا ورغله، ځکه پیر صاحب د یو داسې چا ادرس ورکړی و چې د هغه نه له لمانځه سره جوړه وه او نه یې شکل په اسلام برابر وو (سړي ږیره پاکه خرېیله او ښه چټ ګرځېدئ). خلاصه دا چې سړی خلکو ته مسلمان نه ښکارېده. خو خلکو د پیر صاحب په خوله له همدې سړي څخه مرسته وغوښتله. سړي ورته وویل چي څه شي مو په کار دي؟ خلکو وویل یو دوه موټره ریګ، لس بوجۍ سمینت او دوه تنه تکړه کارګر.

سړي ورته وویل سمه ده خو خلکو باور ونه کړ او فکر یی کاوه چي سړی مو تر ځان تیر وي.  خو خلکو د ګومان په خلاف مازدیګر دوه موټره ریګ (جغل) او له لس بوجي سمینت جومات ته را ورسېدل او په سهار يي دوه تنه کاریګر هم راغلل . خلکو تعجب وکړ چي هغو حاجيانو او بزرګانو یوه هم د خدای د کور په ترمیم کي کومک ونه وکړ خو دي سړي چي موږ کافر باله  ټول مسؤولیت په یوازې ځان په غاړه واخیست. خلک راغلل او پیر صاحب ته یی وویل چي دی سړی خو په رښتیا کومک وکړ. پیر مخ ور واړوه او ورته یی وویل ما درته ویلی وو چی ملایي وکړئ خو خدایي  مه کوئ. دلته خلک د پیر په خبره وپوهېدل چي کافر او مومن کول یوازې د خداي کار دي، یوازې هغه پوهېږې چې څوک مومن او څوک کافر دی او بنده ګان یی باید په خپل سر څوک  مومن یا کافر نه کړي ځکه دا د خدای کارونه دې او بنده ګان باید  خدایي  و نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب