جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهداودزی: ټام ویسټ له خلیلزاد څخه په پښتو ښه پوهیږي او ښه...

داودزی: ټام ویسټ له خلیلزاد څخه په پښتو ښه پوهیږي او ښه دیپلومات دی

تاند:( جمعه، د قوس پینځمه)‏‏ د پاکستان په چارو کې د بې واکه شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی محمد عمر داودزی وایي، چې د افغان سولې لپاره امریکا متحده ایالاتو نوی ټاکل شوی استازی ټام ویست له افغانستان سره ښه شناخت لري او له زلمي خلیلزاد څخه په پښتو ژبه ښه پوهیږي.

نوموړی په دوحه کې د طالبانو او نوموړي د راتلونکې اونۍ د پيلیدونکو مذاکراتو په اړه ویلي، چې په مذاکراتو کې د طالب او امریکایي لوري نظریات او ګټې متضادې دي.

د ده په خبره، د ځينو موضوعاتو په اړه د دواړو لوریو برداشت فرق سره لري.

داودزی وایي یاد شوي مذاکرات ښيي، چې امریکا طالبان منزوي کول نه غواړي، بلکې په خبرو ورسره خپلې ستونزې حلول غواړي.

له دې سره نوموړی زیاتوي، چې امریکا د ترهګرو ډلو پر وړاندې د طالبانو مبارزه غواړي، خو طالبان په دې اړه د دوحې تړون نه دا تعبیر لري، چې دوی خپله به له یادو ډلو سره اړیکې نه ساتي.

عمر داودزی دا هم وایي، چې داعش ډله د طالبانو ادعا برعکس افغانستان، سیمې او نړۍ ټولو ته یو ګواښ کیدای شي.

هغه دا ممکن نه ګڼي، چې له امریکا متحده ایالاتو څخه به روسیه، چین یا د افغانستان نور ګاونډيان د طالبانو واکمني په رسمیت وپېژني.

1 COMMENT

  1. عجیبه خبره چې ټول داعش داعش وایي خو دا نه وایې چې داعش څوک دي، د کوم ځای څخه راځي، په کومه لار راځي، څوک یې تمویلوي، او داسې نور؟ دا ټوله د امریکایانو دسیسه ده چې غواړي طالبان په یو شکل د فشار لاندې وساتي. که طالبان د چین او روسیې پر ضد د امریکې سره لاس یو کړي، بیا به نه ټول شموله حکومت، د ښځو حقونه، د بشر حقونه او داسې نور هېڅ شی نه وي. هر څه به ښه وي او د طالبانو حکومت به مشروع وي. لعنت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی