جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهبشردوست: ط د ۳ میاشتینیو معاشونو د ورکړې وعده نه ده عملي...

بشردوست: ط د ۳ میاشتینیو معاشونو د ورکړې وعده نه ده عملي کړې

تاند:( جمعه، د قوس پینځمه)‏‏ د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړی ډاکټر رمضان بشردوست وایي، چې طالبان له واکمنیدو سره په امنیت راوستو کې بریالي شوي، خو د خلکو له دسترخوانونو یې برکت ورک کړی دی.

د هغه په خبره، له دې سره طالبانو د تېر حکومت د باقي پاتې معاشونو د ورکولو وعده هم ورکړې، خو تراوسه یې د تېرې اونۍ هغه وعده نه ده عملي کړې، چې د مامورینو د درې میاشتینیو باقي پاتې معاشونو د ورکړې په اړه ورکړې وه.

د بشردوست په وینا، د طالبانو دا بې وعده توب به پر دوی د خلکو باور خراب کړي.

نوموړی زیاتوي، چې افغانستان کې وضعیت له فقر څخه په لوږې بدل شوی او دا د طالبانو د تېرې څه باندې ۱۰۰ ورځينۍ واکمنۍ ناکامي څرګندوي.

هغه ټینګار کوي، چې خبره د وخت نه بلکې د لیدلوري ده.

د ده په خبره، د حکومتولۍ په اړه د طالبانو لیدلوری ستونزه لري او په دې ډول دوی حکومتولي نه شي کامیابولای.

بشردوست دا هم زیاتوي، چې طالبان مسلکي کادرونه لري، خو نه پوهیږي چې ولې خپلو داسې کادرونو ته د کار او بحران ختمولو فرصت نه ورکوي.

رمضان بشردوست د طالبانو هغه چلند هم نقدوي، چې له مجرمینو سره یې کوي.

د ده په وینا، د مجرمینو پر وړاندې د طالبانو چلند هم تر ډېره د مخکینیو حکومتونو د چلند په شان دی او قاطعیت پکې اوس د لومړنیو ورځو په شان یې نه ښکاري.

رمضان بشردوست د مامورينو د معاشونو د نه ورکول کیدو خبره په داسې مهال کوي، چې د مختلفو دولتي ادارو مامورینو هم دوی ته د معاشونو د نه ورکولو خبره کړې او ويلي، چې طالبانو تېره اونۍ په دې اړه پر خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.

1 COMMENT

  1. ډاکتر رمضان بشر دوست یو په هیواد مین او هغه افغان دی چی د افغانو له درده خبر هم دی او ورباندی دردیږی هم.

    خو له بده مرغه تالبان نه د افغانانو له درده خبر دی او نه هم ورباندی دردیږی. او همدا علت دی چی په تیرو سلو ورځو کی يی کوم داسی عملی ګام نه دی پورته کړی چی بی وزله افغانان او یا عام ولس ته د راتلونکی په هکله ډاډ ورکړی او د اوسنی بشری ناورین د مخنیوی لپاره مفید ثابت شی.

    پدی کی شک نشته چی نه تالب په حکومت ولۍ پوهیږی او نه هغه چا ته کار سپاری چی د کار اهل وی او د ولس غم وخوری او افغانستان د اوسنی ناورین څخه وباسی.

    بل خوا تالبانو په پراخه پیمانه ددرغو پروپاګند ته بډی راوهلی او فکر کوی چی د ددوۍ د ناکامۍ پړه به په نورو واچویۍ او د خلکو په سترګو کی به خاوری واجوی چی د رښتیا او دروغو ترمنځ توپیر ونه شی کوی او هغه متل دی چی اوبه خړی کړی او ماهیان پکی ونیسی.

    د تالبانو داډول کړنی به یوازی ددوۍ د زوال سبب شی او خلک به ددوۍ اصلی دروغجنی څیری ډیر ژر وپیژنی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی