Homeخبرونهد کډوالو نړیواله اداره: بلوچستان کې د افغان کډوالو ښوونځیو ته ارتقا...

د کډوالو نړیواله اداره: بلوچستان کې د افغان کډوالو ښوونځیو ته ارتقا ورکوو

تاند:( جمعه، د قوس پینځمه)‏‏ د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې ویلي، چې بلوچستان کې به د افغان کډوالو ښوونځیو ته ارتقا ورکړي.

د دغه سازمان یوه مقام اروین پولیکار ویلي، چې د یادو ښوونځیو د ارتقا او اکمالاتو لګښتونه به د دوی اداره ومني.

په بلوچستان کې د افغان کډوالو تر ۴۳ پورې ښوونځي فعاله دي.

نوموړي له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانانو پر وړاندې خپلې پولې پرانیزي او پریږدي، چې په بشري فاجعه کې د را ایسار دغه هېواد اتباع ورته پناه ور وړي او ناورین نه وژغورل شي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دغه هېواد کې افغان کډوال ډېر ځله د روغتيايي، تعليمي او نورو اسانتياوو له نشتوالي شکایت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان نه اوس هم په ميليونونه کسان د اقتصادي او بشري ناورين له کبله د وتو هڅې کوي.

پاکستان او ايران د افغان کډوالو پر مخ خپلې دروازې تړلي، خو ويل کيږي چې په قاچاقي لارو لا هم خلک ور روان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...