چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: ټولو «اهلو» افغانانو ته د خدمت زمینه برابروو

مولوي کبیر: ټولو «اهلو» افغانانو ته د خدمت زمینه برابروو

تاند:( دوشنبه، د قوس لومړۍ)‏‏د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، چې د طالبانو غېږه د ټولو ډلو پر مخ خلاصه ده او ټولو« اهلو» افغانانو ته د خدمت زمینه برابروي.

نوموړي پرون د اهل تشیع یو شمېر مشرانو سره د لیدنې پر وخت ویلي، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی .

د طالبانو د اعلامیې له مخې په دې ناسته کې د اهل تشیع یو شمې مشرانو د حزب حرکت اسلامي ګوند د یوه مشر سید علي محمد جاوید په مشرۍ له طالبانو څخه خپل ملاتړ هم اعلان کړی دی.

کابل ته د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له سفر سره هم مهاله، د طالبانو یوې سرچینې تاند ته ویلي و، چې ایران تر هر څه ډېر پر طالبانو په دې خاطر فشار راوړي، چې خپل نفوذي اهل تشیع مشرانو ته پرې حکومت کې ځای ورکړي.

د سرچینې په خبره، په دې برخه کې طالبانو هم له ایران سره ځینې هوکړې کړي او په نیږدې وخت کې به یې عملي اقدامات ولیدل شي.

د طالبانو له وروستیو څرګندونو ښکاري، چې د حکومت د نسبي ټول شموله کوله یا لږ ترلږه دوی سره د ملګرو کیدونکو ډلو د ځایولو لپاره پکې نرم شوي دي.

د ټول شموله حکومت جوړول پر طالبانو د نړیوالې ټولنې له اصلي شرطونو څخه دي، چې ورسره د تعامل لپاره یې وړاندې کړي دي.

طالبانو مخکې خپل حکومت ټول شموله باله، خو په وروستیو کې یې ځينې ویاندویان په حکومت کې د بدلون او نورو څېرو د شاملیدو موضوع تاییدوي.

له دې سره نه ده معلومه، چې طالبان« اهل» او «نا اهله» افغانان په کوم معیار سره جلا کوي.

پر دوی نیوکه ده، چې په دې برخه کې یې کوم اصل نه دی معلوم او ان د کابل ښار یو مشهور لوټمار عبدالحمید خراسانی یې د پنجشیر د امنیت آمر ټاکلی دی.

خراسانی تورن دی، چې په پنجشېر کې یې د پښتونولۍ په جرم یو شمېر کوچیان وژلي او دغه راز یې په یوه رسنیزه کړې ویډیو کې د افغانستان ملي بیرغ سوزولی او ټولو پښتنو ته سپکې سپورې ویلي.

سربېره پر دې، د طالبانو قاطع اکثریت چارواکي د مدرسو فارغان او له مسلکي زده کړو بې برخې دي، خو په مسلکي څوکیو ناست دي او د خلکو په خبره په دې ډول يې د حکومتولۍ چارې سقوط سره مخ کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب