Homeخبرونهامر بالمعروف وزارت پر رسنیو قیودات وضع کړل

امر بالمعروف وزارت پر رسنیو قیودات وضع کړل

تاند:( دوشنبه، د قوس لومړۍ)‏‏ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پرون د افغانستان د ټلویزونونو له مسوولینو سره د یوې غونډې پر مهال دوی ته خپل وضع کړي محدودیتونه اعلان کړل.

 د یاد شوي وزارت وزیر شېخ محمد خالد په وضع شویو اته ماده ییزو قیوداتو کې ویلي، چې رسنۍ د هغو ډرامو او ټلویزوني تمثیلونو د خپرولو اجازه نه لري، چې ښځینه وو رول پکې لوبولی وي.

 په یوه بله ماده کې د ټلویزون د ښځینه کارکوونکو په اسلامي حجاب ټینګار شوی او دغه راز د هغو بهرنیو فلمونو او سریالونو د خپریدو منع اعلان شوې، چې د طالبانو په نظر د اسلامي شریعت مخالف وي.

 همدا شان د هغو سریالونو د خپریدو امر شوی، چې دین او انساني کرامت پکې توهین شوی وي.

 د دې ترڅنګ د هغو سریالونو او پروګرامونو په نه خپریدو هم ټینګار شوی دی، چې د انبیاوو او صحابه وو رول پکې لوبول شوی وي.

سربېره پر دې، طالبانو هغه طنزي او تفریحي پروګرامونه هم منع ګرځولي، چې د اشخاصو د توهین او تحقیق سبب ګرځیږي.

 له رسنیزو مشرانو سره په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د امر بالمعروف وزیر او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دواړو رسنیو ته د دوی د ملاتړ ډاډ ورکړی.

 طالب چارواکو رسنۍ له ممبر سره تشبیه کړي او ویلي، چې له دې وسیلې څخه باید خلک خیر ته دعوت کړل شي.

د طالب ویاند په وینا، دوی د رسنیو ملاتړ په هغه صورت کې کوي، چې د ټولنې اصلاح ته کار وکړي او د هېواد لوړې ګټې او اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي.

 همدا شان ټینګار شوی دی، چې رسنۍ باید د بهرني فرهنګ د ترویج د مخنیوي لپاره کار وکړي.

 د افغاني رسنیو مشرانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له هېواده بهر یو شمېر خبریالانو دا قیودات د رسنیو د تړل کیدو لپاره زمینه سازي ګڼلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...