جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهفیسبوک: د کابل د سقوط په مهال له پاکستانه په کابل کې...

فیسبوک: د کابل د سقوط په مهال له پاکستانه په کابل کې سایبري حمله شوې وه

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۵مه) د فیسبوک د ګواښونو پلټونکي وايي، د اګست په نیمايي کې د افغانستان د حکومت د نسکوېدو په مهال له پاکستان څخه په افغانستان کې هغه کسان په نښه شول چې له مخکیني حکومت سره یې تړاو درلود.

د فیسبوک د امنیتي ګواښ پلټونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له پاکستان څخه هکرانو له هغو ویبپاڼو، چې مېل وېر خپروي، د فیسبوک له (SideCopy) څخه په استفادې په کابل کې د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو، ملي اردو، ملي امنیت او پولیسو د افسرانو الیکترونیکي وسایلو ته رخنه کړې ده.

فیسبوک وايي له خپل پلېټفارم څخه یې په اګست کې (SideCopy) لېرې کړ.

د فیسبوک، چې په وروستیو کې یې خپل نوم میټا ته بدل کړی، د سایبري حملو د پلټونکو مشر مایک دیفلیانسکي (Mike Dvilyanski) ویلي «موږ نه پوهېږو چې حمله کوونکي یا هکران څوک وو او د حملې نتیحه یې څه وه.»

د فیسبوک، ټویټر، ګوګل او لینکدین په شان د انلاین ټکنالوژۍ ګڼو کمپنیو په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله وویل چې د ډېر شمېر افغانانو اکاونټونه یې بند کړي دي.

دوی دا کار افغانانو ته د امنیتي ګواښ د مخنیوي لپاره وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب