جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهفوزيه کوفي: ط مې د ښځينه همکارانو سپکاوی کړی

فوزيه کوفي: ط مې د ښځينه همکارانو سپکاوی کړی

تاند:( سې شنبه، د عقرب پینځه ویشتمه )‏
د افغانستان د نوي موج سياسي بهير مشرې فوزيې کوفي ويلي، چې طالبانو يې نن په کابل کې د ښځينه همکارانو د يوه خبري کنفرانس ممانعت او د کنفرانس ورکوونکو بې احترامي او سپکاوی کړی دی.

مېرمن کوفي پر خپلې ټویټر پاڼې د دوی دفتر ته د طالب جنګياليو د ورتلو او شورماشور ويډيو هم خپره کړې ده.

فوزيه کوفي وايي، چې ښځينه همکارانو يې په بشري مرستو رسولو کې د ښځينه وو د ګډون په اړه خبري کنفرانس بللی و.

نوموړې له ډېرو جزییاتو پرته ویلي، چې طالبانو يې د ښځينه همکارانو بې احترامي او سپکاوی کړی دی.

هغه دغه راز وايي، چې که طالبان وغواړي که ونه غواړي، د بيان او فکر ازادي به دوام ولري.

طالبانو د مېرمن کوفي دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دوی مخکې هم د ښځينه اعتراضونو او عدالت غوښتونکو حرکتونو پر وړاندې په بد چلند تورن شوي.

فوزيه کوفي له طالبانو سره د افغانستان د جمهوري نظام د سولې د مذاکراتي پلاوي له مخکښو غړو څخه وه.

هغې د طالبانو له واکمنیدو وروسته وويل، چې دغې ډلې د مذاکراتو پر وخت د ښځو د حقونو د تامينولو ډاډ ورکړی و، خو اوس له خپلو ژمنو په شا شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب