جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+ناسم مذهبي تبلیغات/ نورکمال ارشاد

ناسم مذهبي تبلیغات/ نورکمال ارشاد

تبلیغات ډېر ډولونه لري چې یو ډول یې مذهبي تبلیغات دي، که چېرې انسانانو ته دینونه پۀ خپل شکل کې معرفي شي، ټولنه به د اصلاح خوا ته لاړه شي، خو ستونزه دا ده چې دغه تبلیغات د دین لۀ روح سره پۀ ډېر تفاوت سره شوي او تر سره کېږي، مثلاً اسماني دینونه که سم تعریف او تبلیغ شوې وای، نن به نړۍ پۀ دومره بدبختیو نۀ اخته کېده، تر څنګ یې د تاریخ پۀ بېلابېلو دورو کې انسانانو پۀ خپل لاس ځینې مذاهب ایجاد کړي دي، چې نیمګړي دي او فقط د محدودو خلکو د ګټو ساتلو لۀپاره کارول کېږي.
ناسم مذهبي تبلیغات تر ټولو زیات اغېزناک او تباه کوونکي دي، د همدې تبلیغاتو پۀ واسطه د نړۍ پۀ تاریخ کې ډېرې خونړۍ پېښې شوې او لا هم روانې دي.
دا بدبختي هغه وخت پیل کېږي، کله چې مذهبي افراطیان جاهلو دین پرستانو ته د خدای او بنده اړیکه غلطه تعریف کړي او د همدې جاهلو دین پرستانو پۀ وجه هر ډول ګټې یو څو محدودو د دین ټیکه دارانو ته ځي.
 د عیسی ع لۀ پیدایښت څخه پنځه پېړۍ وروسته عېسویت د همدغه دین د پاپانو او پادریانو لخوا انحصار شو او بیا جاهلې ټولنې ته یو سلو اتیا درجې غلط پېچکاري شو، دې دورې پوره زر کاله دوام وکړ چې ور ته توره دوره یا Dark edges وایي.
د عېسویت دین مخکښانو د دین پۀ نوم ولس یرغمل کړی و، خپلې خبرې او غوښتنې به یې د همدې دین د احکامو پۀ صفت پۀ خلکو منلې، عوامو اجازه نۀلرله چې دین ولولي او د دغه دین لۀ اصلي روح څخه خبر شي، غریبه طبقه تر ټولو ډېره مظلومه وه، او مالدارانو پۀکې مزې کولې، که به غریب او بې‌چاره انسان یوه کوچنۍ تېروتنه وکړه، د پاپانو پۀ حُکم به ژوندی سوځول کېدۀ، مګر که به کوم مالدار انسان ډېره ستره ګناه هم وکړه، پاپانو ور ته د خدای لۀطرفه د معافۍ خط ورکاوۀ، حتا خلکو کولی شول چې د جنت لېسنس هم د ځان لۀپاره وپېري.
د بودایېزم دین هم همداسې درواخلئ، عوام د بودتونونو او مندرونو پۀ انحصار کې دومره پټې سترګې ساتل کېدل/ کېږي چې د ښو او بدو فرق نۀشي کولی، د دغه دین مذهبي مشران لۀ بودایېزم څخه پۀ ورځني ډول پۀ خروارونو سرۀ او سپین تر لاسه کوي، او جاهل عوام لا هم نۀ پوهېږي چې مالونه او پیسې یې چېرته او د څۀ لۀپاره مصرفېږي، همدغه پنډېټان لۀ خپلو مذهب پرستانو څخه د خپلې خوښې او غوښتنې پۀ اساس ګټه اخلي. د پنډېټ پۀ یوه عادي اشاره یو لوی جنایتکار پۀ یو سپین  بزرګ بدلېږي او رښتیني انسانان پۀ لویو ګناه کارانو،  دوی کولی شي، د انسانیت ټولې پدیدې د هغوی پۀ ضد وکاروي، ځکه هم شته لري هم جاهل بشري قوت.
اوس وختونو کې همدغه استفاده لۀ اسلام سپېڅلي دین څخه روانه ده، تاسې وینئ چې پۀ نړۍ کې د اسلام پۀ نوم څۀ، څۀ کارونه نۀکېږي، پۀ سلګونو اسلامي مذهبي ډلې را منځته شوې دي چې هره یوه یې خپل مرام لۀ اسلام څخه دفاع او د دغه دین عملی کول پۀ ګوته کوي، دوی خپلو هدفونو ته د رسېدو پۀ لړ کې لۀ هېڅ نادودې سر نۀغړوي، هره ناروا د ځانونو لۀپاره روا ګرځوي او دغه سپېڅلی دین بدناموي، حقیقت همدا دی چې پخوا به دینونه خپلو اړوندو مراجعو انحصارول او کارول، مګر اوس دا دینونه د استخباراتي سازمانانو د لوبو پۀ شیانو بدل شوي دي.
بدبختانه د اسلام سپېڅلی دین هم د همدغسې افراطي سازمانونو پۀ لاس ورغلی، دوه مقابل لوري خپلو جاهلو پرستانو ته دغه سپېڅلی دین پۀ جدا، جدا ډول تعریفوي او خپل هدفونه تر لاسه کوي، چې د همدغسې بدبختیو پۀ درشل کې افغانستان ته هم لسګونه کلونه کېږي چې د اسلام پۀ نوم اور ور اچول شوی، پۀ داسې حال کې چې اوسېدونکي یې رښتیني مسلمانان دي، خو لۀ دین څخه د ناخبرۍ لۀ وجې ترې د نورو د لاس الې جوړې شوې دي.

1 COMMENT

  1. دا زړی او شیته ترکاریانی نوری نه خرڅول کیږی. دا اویا کاله کیږی ملحدو او سیکیولرانو دا سودا خرڅوله. افغانستان یی ټوټه کړ.
    روشنفکری دا نده چه دغربی جاهلانو تاریخ ولیکی او اسلام باندی ضرب کړی. داسی خبری داسلام دښمنان او دافغانستان مزدوری حلقی کوی.
    هیله ده سم انتقادی لیکنی وکړی چه هغه دافغانانو کمزوری مالومه کړی او دهغی لپاره دحل لیاره ولټول سی. که داسی ونسی لیکنی به صرف تبلیغاتی وی چه دهغه اثرات اوس هم افغانان ترسوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب