جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد پاکستان ګیله؛ بهرني ځواکونه په بېړه له افغانستانه ووتل

د پاکستان ګیله؛ بهرني ځواکونه په بېړه له افغانستانه ووتل

تاند:( سې شنبه، د عقرب پینځه ویشتمه )‏ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه تازه وینا کې ویلي، چې د دوی د خبرداري باوجود چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د زر وتو د بدو پایلو په اړه یې ورکول، بیا هم دغه ځواکونه په ډېره بېړه له افغانستان څخه ووتل.

نوموړي د پاکستان د ملي دفاعي پوهنتون په یوه غونډه کې دا څرګندونې کړي.

د قریشي په خبره، بهرني ځواکونه مخکې له دې چې په افغانستان کې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د پایلو انتظار وکړي، دغه هېواد په ناڅاپي ډول پریښودل.

پاکستاني وزير دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې خپله دغه هېواد د افغانستان د سولې بهیر په تخریبولو تر هر چا ډېر تورن دی.

فارن پالیسۍ رسنۍ، په يوه تازه راپور کې د پاکستان د استخباراتي سرچينو په حواله ویلي، چې د سولې بهير له تحريب او د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته، دغه هېواد اوس طالبان په مختلفو ډلو وېشلي.

د راپور په اساس، ياد شوي هېواد د حقاني شبکې له منځه دوه نورې سختدريځه ډلې جوړې کړې او اوس یې د طالبانو د واکمنۍ خلاف جنګوي.

د دې کار هدف دا ښودل شوی، چې له يوې خوا پاکستان د یادو ډلو د فشار په وسيله طالبان کنټرول کړي او له بل لوري ټول افغانستان ته د افراطي افکارو او فعاليتونو په رسولو کې ترې ګټه واخلي.

1 COMMENT

  1. د پاکستان دوه مخی سیاست اوس ټولی نړی ته ځرګند شوی ياکستانی چارواکو اسامه بن لادن په ایبت آباد کې د یو لوی نظامی قرارګاه ترڅیرمه پټ ساتلی و خو نړی ته به داسی ښوده چې پاکستانی امنیتي ځواکونه بن لادن پسی ګرځي همدارنګه پاکستانی جرنیلانو پداسی حال کې چې افغانستان نه د بین المللی قواوو ژر وتل غوښت تر څو د هغوی نیابتی پوځونه زموږ هبواد کې زیاتی سیمی تر ولکی لاندی راولي خو دنیا ته بیا داسی ښوده چې پاکستان د خارجی قواوو مسئولانه وتل غواړي، آیا دا په خپله دوه مخي او منافقت نده؟
    د پاکستان بل منافقت د ټول شموله حکومت په تړاو همدا د پاکستان د ای ایس ای رئیس کابل کې د ټول شموله حکومت د جوړیدو په لار کې خنډ شو او د طالبانو کابینی کې د خپل وفاداره ګوډاګیانو یعنی د حقانی شبکی د غړو په ګمارولو د ټول شموله حکومت د جوړیدو مخکه ډب کړ ، دا موضوع طالبانو یو بل سره په خپلو تیلفونی خبرو کې چې رسنیو کې خپور شوی هم اشاره کوي په تیلفونی خبرو کې یو طالب مشر بل ته وائي چې ( کارونه ښه روان و ، مګر پاکستانی میلمه ( هدف یی حمید فیص د ای اس ای مشر ده )
    کار خراب کړ.
    تاسو دې انګریز بچیانو ته وګورئ چې له یوی خواه دوي زموږ هیواد کې د ټولو بین المللی نورمونو د تر پښو کولو او زموږ د هیواد په داخلی چارو کې د څرګند مداخلی سره په هیواد کې د یو پراخ بنسټیز اداری مخه ونیوه مګر بیا په رسمي غونډو کې دوي هم له طالبانو نه غواړي چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي همدا دری ورځی مخکې اسلام اباد کې د امریکی چین او روسیی نمایندګانو په غونډه کې له طالبانو نه پاکستان وغوښت چې ټول شموله حکومت جوړ کړي ، خانه دې خرابه شه تورمخ پنجابیه د ټول شموله ادارې د جوړیدو مخ کې خو ستا د ای ایس ای مشر حمید فیض خنډ شو .
    دا چې تر څو به پاکستان د نړی د هیوادو او بین المللي ټولنی سترګو کې خاوری پاشي معلومه نده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب